مور
هلته ده،
چې ډېوې بلیږي
مور مې دې خدای وبښي
په دې باور وه، چې پخوا کلونه
له برکت او خیر نه ډک ول، لمر به سپین ځلېده
نوسونه* پاک ول او سپوږمۍ رڼه وه
ستوري به داسې پړکېدل، لکه د ناوې په پیکي کې د دړیو ځلا
مور مې دې خدای وبښي
هغې ویل، چې (ملانور اخند) به سپور پر دیواله ګرځېده
او (غفارجان صاحب) به سیند کې د اوبو پر سر روان پورې وت
خو د پڼو پوندې یې نه لندېدې
مور به قران په دومره ځیر لوسته، چې
د مشدد توري لپاره به یې ساه لنډه شوه
(رشیدبیان) یې په روانه لوسته
(معراجنامې) تـه بـه یـې وژړل او نـیـمـه (نـورنـامـه) یـې هـم لـه یـاده زده وه
مور به د شپې د تاوخانې له بامه
د کلي لویه هدیره کې د یوازې شهید قبر باندې
ډېوې له ورایه لیدې
هغه شهید چې چېرته لاره کې وو غلو وژلی.
مور به د زوړ (وظیفات) ټولې وظیفې لوستلې
او لوی ارمان یې دا وو:
که هغه سپین نوراني اس یې – چې په خوب لیدلی –
د پاک رسول براق وي.
موږ ماشومانو د سالم اکا پالېز نه ول بادرنګ شکولي
مور د سنځلو یو پنډوکی لاس کې
سهار، د زوړ پالېزوان کور ته ولاړه
ګوندې چې شوخو ماشومانو ته بښنه وکړي
بیا به بادرنګ نه شکوي.
مور مې دې خدای وبښي
نه شته، چې ویې پوښتم:
مور ې! دا اوس ولې د ستورو ځلا نه شته او سپوږمۍ خړه ده؟
ولې د لمر په مخ کې سرې کرښې د وینو ښکاري؟
مورې!
دا نن، چې هدیرې د شهیدانو له قبرو ډکې دي،
ولې پر هېڅ یوه ډیوې نه ښکاري؟
مورې!
دا نن د ملانور اخند تر پښو لاندې دیوال ولې ویجاړ دی،
وران دی؟
او غفارجان صاحب دوینو په څپو کې لامبي؟
مورې خبره شوې، چې نن یې په جومات کې د قران او نورنامې پاڼې د اور خوراک کړې؟
معراجنامه په بم کې والوتله
مورې!
له لویې هدیرې څخه یو غږ راوکړه
بس دومره ووایه چې:
د ملا نور او غفار جان صاحب پر مېنه رالوی شوي ځوانان
چې د پلرو په شان دوی هم سپینې پګړۍ تړلي
ولې پر ځای د کتابونو تور ټوپک ګرځوي؟
نیم یې په تور بیرغ راټول دي نیم په سپینه جنډه
او مشدد توري د یو بل په تکفیر حفظوي؟
مور مې دې خدای وبښي
د کلي لویه هدیره کې لا د پاک رسول براق ویني په خوب، ویده ده.
او زما باور دی، چې پر هر قبر ډیوې بلې وي
بس هم هغه به زما د مور قبر وي.
————————————————————————–
* نوسونه: نفسونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.