څو خپ ستوري

مروا ځلاند

326

سوړ باد چلیږي. په کوټه کې د ننه موبایل ښه کار نه کوي، ملګرې مې پرلپسې زنګونه کول. د باندې تیاره ده، څو ورځې کیږي برقونه نشته، د هغې زنګ مې اوچت کړ، لومړی د ژړا غږ شو، ورپسې مې د دې خبرې تر غوږ شوې: حسنا! ومې بښه، هیله کوم له ټولو بخشش راته واخله، نور یې نشم کولی.

زړه مې بې واره په لړزا شو، څو مې چې ځواب ورکاوه، د دې غریو نیولی غږ راغی: بښنه راته وکړه ګرانې! نوره دې نصیحت نشم اورېدلی

ځان مې خبرې ته جوړاوه چې موبایل یې بند شو. بیا مې زنګ ور وکړ، اوچت یې نه کړ، پرلپسې مې هڅه کوله، زنګ تېرېده خو اوچت نه شو. نیم ساعت د باندې ولاړه وم، یخ مې ژامې لړزولې، له ډېر ځنډ وروسته یې موبایل واخیست، ګډوډ غږونه راتلل، ما غوږ نیولی و، د چا ژړا مې واورېده، ورپسې مې دوه غبرګ نارینه غږونه تر غوږ شول: ساه یې وتلې ده
په سترګو مې تیاره شوه، په دیوال مې لاس تکیه کړ، نه کېده، پښې راپسې سستې وې، کېناستم. په موبایل کې د ماشومانو غږونه راتلل، لکه چې موبایل یې کوم ماشوم اخیستی و.
ومې ژړل خو زړه مې تش نه شو. کوټې ته ننوتم، ورور مې د موبایل رڼا ته کتاب لوست، بیرته راووتم، مسینجر مې راخلاص کړ، د یلدا چټ مې وکوت، په اخرني مسیج مې یې سترګې ولګېدې، دیوه عکس سره یې یوځای راته لیکلي وو: له دې پوډري سره مې یې نکاح وتړله، آه پلاره! ژوند دې همداسې برباد شه!
عکس ته مې وکتل یو ډنګړ له رنګه تور ځوان پکې ښکارېده.

سوړ باد لګیږي، په بدن مې یخه سیلۍ ننوتلې، په اسمان کې څو خپ ستوري ښکاري، د موبایل سکرین هم ورو ورو تیاره کيږي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.