يونان: د ډوبي شوي کښتۍ د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

383
7 ساعتونه مخکې

د يونان په يوه ساحل کې د کب نيونې يوې کښتۍ په حادثه کې چې کډوال پکې سپاره ول، په لسګونو کسان مړه شوي دي. نور سل کسان ژغورل شوي خو اوس هم ډېر کسان لادرکه دي چې د موندنې له پاره یې د ژغورنې پراخه عمليات روان دي.

د يونان ساحلي پوليسو ويلي دي چې د کب نيونۍ د چپه شوې کښتۍ د قربانيان شمير ۷۹ تنو ته لوړ شوی دی. دغه پېښه د يونان په جنوبي ساحلي کې رامنځته شوې ده.

د چهار شنبې سهار راهېسې تر هغه وروسته د ژغورنې پراخ عمليات پېل شوي دي کله چې دغه کښتۍ د شپې له خوا د يونان د جنوبي پيلوپونز سيمې جنوب لویديځ لوري ته د تیزو بادونو له کبله چپه شوې وه.

ګمان کيږي چې په دغه کښتۍ کې ۴۰۰ کسان د ليبيا توبروک بندر ته له څېرمه سيمې څخه ايټاليا ته انتقاليدل.

د تائيد شويو معلوماتو په حواله تر اوسه ۱۰۴ کسان ژغورل شوي او د يونان کالاماتا ښارګوټي ته وړ شوي دي. دوی ته د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې او د بيړنيو خدماتو له خوا وچې جامې ورکړل شوي او طبي پاملرنه یې کيږي.

څلور کسان د هيپوترميا يا بدن د يخيدو علايمو له کبله روغتون ته وړل شوي دي.

چارواکو په لومړي سر کې  د ۳۲ کسانو د مړينې خبر ورکړی وو. وروسته بيا دا شمير ۵۹ ښوول شوی وو او اوس ويل شوي چې ۷۹ ته لوړ شوی دی. دا اندېښنه شته چې د تلفاتو شمير تر دې هم لوړ شي.

څومره کسان لادرکه دي؟

د لټون پراخ عمليات روان دي چې د ساحلي پوليسو شپږ سترې کښتۍ، يوه پوځي سمندري بيړۍ، يوه پوځي ترانسپورټي الوتکه، د هوايي ځواک يوه څرخي الوتکه، يو شمیر شخصي کښتۍ او د اروپايي ټولنې د پولو د ساتنې ادارې «فرونتېکس» يو ډرون هم شامل دی.

د يونان د کډوالۍ چارو وزارت يوې سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د ساحلي پوليسو په حواله په کښتۍ کې «په سونو» کسان سپاره ول. دغه چارواکي وويل: «موږ ويره لرو چې د لادرکه شويو کسانو شمير به ډېر لوړ وي.»

د مهاجرت نړيوال سازمان هم اټکل کوي چې په کښتۍ کې ښايي تر «۴۰۰ ډېر» کسان سپاره ول. د دغه سازمان په تويتر پاڼه کې راغلي دي: «موږ ويره لرو چې ډېر خلک به مړه وي.»

چارواکو ويلي دي چې دا کښتۍ لومړۍ د سه شنبې په ماښام د اروپا د پولو د ساتنې ادارې د يوې الوتکې او دوو نورو کښتيو له خوا په نړيوالو اوبو کې ليدل شوې وه.

د يونان ساحلي پوليسو ويلي چې په کښتۍ کې سپورو کسانو چې يوه یي هم ژوند ژغورونکي واسکټونه نه وو اغوستي او خپل هويتونه نه وو په ډاګه کړي، په لومړي سر کې «هر ډول مرسته» رد کړې وه.

په يونان کې د کډوالۍ عمومي وضعيت؟

يونان اروپايي ټولنې ته د منځني ختیځ، آسيا او افريقا د مهاجرو او کډوالو مرکزي مسیر دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په روان کال کې د اروپا د لومړۍ ليکې هېوادونو لکه ايټاليا، هسپانيا، يونان، مالټا او قبرص ته څه نا څه ۷۲ زره مهاجر راغلي دي چې تر ټولو ډېر یې ايټاليا ته رسيدلي دي.

د مديترانې د لارې قاچاق کوونکي له يونان څخه په نړيوالو اوبو کې د مهاجرو د انتقال له پاره سترې کښتۍ کاروي څو د سيمه ایزو ساحلي ګزمو سره مخامخ نه شي.

د يکشنبې په ورځ هم دغلته د مرستې تر يوه غږ وروسته ۹۰ کډوال وژغورل شول.

د چهار شنبې په ورځ په جلا پېښه کې يوه کښتۍ چې ۸۱ کډوال پکې سپاره ول، هغه وخت د يونان د کريټ ټاپو ته انتقال شوه چې چارواکو د مرستې غوښتنه ترلاسه کړه.

د مديترانې سمندرګي بل لوري ته د ليبیا چارواکو د روانې مياشتې په پېل کې عمليات پېل کړي ول چې د فعالانو په حواله پکې په زرونه کډوال نيول شوي دي. په دوی کې د مصر، سوریې، سوډان او پاکستان وګړي شامل ول.

دویچه ویله

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.