د تن غونچه

فاروق فردا

306
وړاندې له هغې چې د ښار د بڼ د سروګلونو،
د سا ګامونه…،
د ټيک ټاکونو… ،
د اهتزاز د امتداد له شېبو وروبې ته،
زما د خیال د الوتکې د وزر سېوری د تا پر سېورې وغوړېده.
هغه مهال چې وړانګو،
د ژوند د ورځو،
دتن د عطرو څاڅکي څاڅکي یې ساتل لپو کې ،
تا غوړولو د بوډۍ ټال رنګینیو نه پړونی پر سر،
او رایستلې دې د شنه نظرله تندو سرابونو څخه…،
زما سرګردان نظر ته شنې شنې لارې.
ماهم هماغلته ته ،
د لمر په غېږه کې له ورکو ځنې و پېژندې،
سم پر لېدلو دې ما،
د خپل د تن غونچه ډالۍ کړه درته،
او تا د لمر د تن د وړانګو د خندا څپو کې ومنله.
د جولای دویمه ۲۰۲۳

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.