د صفر قېمت اغېز

بریال حبیبي

467
فرض کړئ ستاسو له همکارانو نه یو ستاسو په کاري چاپېریال کې تاسو ټول داسې مېلمانه کوي، چې د مېلمستیا خوراک و څښاک یې یوه یوه پیاله قهوه او یو یو پاکټ خواږه دي.
ټول کارکوونکي پر دې کار خورا خوشحاله او له همکار نه خورا راضي معلومېږي؛ خو که فرض کړئ، همدا کس په سبا له هماغو خوږو و قهوې سره دفتر ته راشي او دا ځلې وغواړي دغه توکي په تاسو هر یوه تر بازار په ډېره ښکته بیه؛ د بېلګې په توګه: پینځه افغانیو وپلوري، څه به پېښ شي؟
که په زغرده وویلي شي، نو په غالب ګومان ډېر کم همکاران به ترې یاد توکي وپېري او یا په بل عبارت:
د یوه توکي لپاره تفاضا د صفر او صفر ته د نږدې قېمت پر مهال خورا ډېر توپیر لري.
د صفر قېمت اغېز یا Zero Price Effect یو مهم اقتصادي بحث دی او دې بحث ته په کتو ویل کېدلای شي چې که د قېمت راکمول ورو ورو د تقاضا د ډېرولو لامل ګرځي، نو صفر قېمت یاده تقاضا خپل اوج ته رسوي او موږ د ګټه اخیستونکو په توګه احمقانه تصمیم نیونو ته مجبورولای شي.
تصمیم نیسئ چې د وزن د کمولو یا… لپاره زیاتې خواږه ونه خورئ، که ځیر شو نو کاملا یو عاقلانه تصمیم دی؛ ځکه موږ دې پایلې ته رسېدلي یو، چې د خوږو خوند د شکرې و زړه یا نورو  ناروغیو په درلودلو یا ډېرېدلو نه ارزي او یا له دغو ناروغیو نه رامنځته شوي مالي و ځاني مصارف د یوې شېریني تر خوند بهتره نه دي؛ خو که چېرې ستاسو همکار په وړیا ډول درته د خوږو ست کوي، هاغه مهال بیا وایئ چې راځه، لږ وخورو، مودې کېږي خواږه دې نه دي خوړلي؛
دغه وړیا وړاندیز قبلوئ او ممکن زړه مو وغواړي، دوه ترې در واخلئ.
خو ولې یو دم هغومره منطقي و عاقل بنیادم په یوه غیرمنطقي و هیجاني هغه واوړي؟
د صفر قېمت اغېز کولای شي، زموږ منطقي تصمیمونه څنګ ته او له موږ نه غیرمنطقي انسانان جوړ کړي؛ جالبه داده، چې که دغو خوږو آن پینځه افغانۍ هم قېمت لرلای، نه مو اخیستل.
ددې لپاره چې لږ و ډېر د صفر قېمت له اغېز نه خوندي شو، لاندنۍ څو سپارښتنې باید په یاد ولرو:
۱ـ په نړۍ کې هیڅ وړیا توکی نشته:
کله چې کوم وړیا توکی وینئ، باید پرې شک وکړئ؛ ځکه ممکن یاد توکی له داسې توکونو نه یو وي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې درنه پټ مصارف طلب کاندي؛ د بېلګې په توګه: تلوېزیون؛
تلوېزیون په وړیا ډول د فوټبال لوبې خپروي؛ خو په بدل کې یې ستاسو پام مصرف او بیا درته خپل تبلیغات وړاندې کوي.
۲ـ د بازار موندونکو په لومه کې ونه نښلئ:
د (یو وپېره، دوه یوسه!) او دا رنګه ګڼ نور شعارونه ددې لپاره دي، چې د صفر قېمت اغېز وکارولی شي؛ تاسو هماغه توکی مصرفوئ، ځکه مصارف مو پرې نه دې کړي؛ خو که رښتیا شي، نو د بیا مصرفولو اړوند یې په وسوسه کې لوېږئ.
۳ـ رواني مصارف مه کوئ:
تاسو کولای شئ هره ورځ د ځان لپاره خوراک تیار کړئ او یا د میاشتې کوم آشپز په لس زره افغانۍ وګمارئ او تاسو خپل دغه وخت د یوه داسې کار په ترسراوي تېر کړئ، چې میاشتنی درآمد یې یوولس زره هغه وي؛
خو ډېری خلک دغسې وړاندیزونه نه مني او په عام ډول د لسو زرو افغانیو د له لاسه ورکولو بې خوندي د یوولسو زرو افغانیو د لاسته راوړلو تر خونده ډېره ګڼل کېږي.
پای

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.