د امریکا د جمهوررئیس جوبایدن وروستۍ وینا د طالبانو د حکومت په هکله

سلطان جان کلیوال

344

د امریکا د جمهوررئیس جوبایدن وروستۍ وینا د طالبانو د حکومت په هکله:

د تیر جمعی په ورځ د جولای د میاشتی په لومړی نیټه د امریکا جمهوررئیس په واشنګټن ډی سی کی د ژورنالستانو سره په لیدنه کی د طالبانو د حکومت په هکله د یوی پوښتنی په ځواب کی و ویل : « په افغانستان کی د طالبانو حکومت، د القاعدی د شبکی د ختمیدو په یرخه کی د متحده ایالاتو سره مرسته کوی.»

د جوبایدن دی وینا په افغانستان کی د طالبانو د حکومت د اړیکو او په خاصه توګه په اونۍ ( هفته ) کی د (۴۰) ملیونه ډالرو په هکله چی امریکا یی طالبانو ته ورکوی د خلکو په ذهنونو کی بیل بیل سوالونه را اوچت کړی او په افغانی میډیا کی هم د بحث وړ موضوع جوړه شویده.

د جمهوررئیس جوبایدن دی وینا د ملګرو ملتو هغه راپور چی تقریباً یوه میاشت د مخه یی د طالبانو د حکومت په هکله خپور کړی او هم یی د طالبانو په ځینو چارواکو باندی بندیزونه لګولی دی ، هم رد کړ او هغه یی د پوښتنې لاندی راوست. د ملګرو ملتونو په راپور کی راغلی چی : « اوس د طالبانو د اداری لاندی په افغانستان کی نژدی شل (۲۰) وسله والی ډلې چی د تروریستی سازمانو سره اړیکی لری موجودی دي.» همدارنګه راپور کی په مشخصه توګه د القاعدی د تروریستې شبکی نوم په دی توګه زکر شویدی: « په دی هیواد کی وسله وال ګروپونه لکه القاعده شتون لری او د القاعدی ډله د ځان د بیا جوړونې د پاره لګیا ده کارکوی. د طالبانو اړیکې د دوه ډلو القاعدی او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره پیاوړی دي.»

خو بایدن وای چی القاعده نوره هلته نشته، مونږ د طالبانو په مرسته هغه له منځه وړیده. اوس اساسی پوښتنه داده چی څوک ريښتیا وایی ، بایدن او که ملل متحد؟

ترکومه ځایه چی ما تر اوسه په دی هکله د افغان تحلیل ګرانو خبرې او تبصرې او ریدلې دې  حتی دوه نفره هم سره ورته نظر نه لری . د طالبانو پلوی تحلیل ګران وایی چی بایدن داخبره سمه کوی چی دلته هيڅ وسله والې ډلې ته ځای نشته او زمونږ له خاوری به هیچا او هیڅ هیواد ته خطر پیښ نه شی، خو داخبره یی ردوی چی د امریکا په مرسته یی په خپل هیواد کی امن راوستی او تروریستي ډلوته د فعالیت اجازه نه ورکوی.

همدارنګه طالبانو لا د مخه د ملګرو ملتو هغه راپور چی ګوندی په افغانستان کی تروریستي وسله والې ډلې شتون لری رد کړی و او دا ادعای کاملن ناسمه بللې وه.

زما نظر په دی هکله دادی چی ، جمهوررئیس جوبایدن د انتخاباتو په درشل کی قرار لری. د امریکا خلک غواړی و پوهیږی چی د دوی د ټکس پیسې په هره میاشت (۱۶۰) ملیونه ډالر د کومو موخو د پاره افغانستان یا د طالبان اداری ته ورکول کیږي؟ مونږ ته دا هم معلومه ده چی هر پوزیشن ته کاندید شخص د انتخاباتی مبارزې په وخت کی له (۹۰٪) په لوړه کچه خپلو موکلینو وطنوالو ته دروغ وایی او په هر ډول چی خلک غولولی شی، هماغه میتودونه په کار اچوی. د سپټمبر د نهمی واقعه د امریکا څه چی حتی د ټولې نړۍ د پاره یو ډیره ترخه او نه هیرودونکی تراژیدی ګرزیدلې او مسؤلیت یی هم د القاعدی د شبکی غاړی ته ورلویدلی دی، نو له دی کبله د دی پيښې را وروسته چی هر چا د امریکا د جمهوری ریاست د چوکۍ د پاره ځان نوماند کړی دی د القاعدی د محوه کیدو د قهرمان په توګه یی ځان معرفی کړیدی او په دی توګه یی د خلکو د باور رایه خپله کړیده، او دا یی هم ور سره ویلی دی چی دا مبارزه له ستر مالی لګښت څخه پرته پر مخ نه شی تللی، نو که مونږ په میاشت کی په افغانستان کی له (۱۶۰ څخه تر ۲۰۰) ملیونو پوری ډالر لګولی وی او یایی لګوو، ارزښت لری ځکه چی د سپټمبر د نهمی نیتې په څیر د بلی فاجعی مخه پری نیسو. همدا رنګه هغه خپلو خلکو ته اطمنان ورکوی چی طالبان زمونږ د لاس خلک او یا زمونږ یو نړیوال ملیشه یی قوت دی، ترڅو چی زمونږ د هدفونو د تحقق د پاره ګټور وی وی حمایه کوویی او که هر وخت بی ګټې شول محوه کوو یی، خو په یاد ولرئ چی هیڅکله هیڅ دولت ته  د ملګرو ملتو په شمول دا اجازه نه ورکوو چی هغوی د دولت په توګه په رسمیت و پیژنی او دیپلوماتیکې اړیکی ور سره ولری.

ممکن زما نظر به هم نیمګړی وی خو چی د امریکا د زور زیاتی پالیسو ته او د طالبانو غرور او خود سریو ته سړی ګوری نو بل څه تری نه شی بود کولی. د دوی لوبی به همداسی روانی وی خو زجر او کړاو به یی زمونږ مظلوم ولسونه ګالي او زمونږ روښان فکره وطنوال به هم په بیلو بیلو لارو روان او یو پر بل به د بی باورۍ درجه ورځ تر بلې لوړیږی.

دشمن در کمین است و ما هوشـیار نمی شـویم
خانه ها درعمق زمین رفت و ما بیدارنمی شویم.

پای.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.