د لوغزې ورېځې له موریو

فاروق فردا

429
د لوغزې ورېځې له موریو نه خواستغی وینم،
چې ته اوسېږي په بې سېوري،بې اوبو او په بې شنو خاوره کې.
ونې یې وچي دي، مرغان یې ترانې نه وايي،
سپوږمۍ یې ستړې ده د سیند په شنه هینداره کې سینګار نه کوي
ستوري یې هم د رڼا ځالو کې لاسونه وهي، پښې وهې او ،
له تندې ځان را کاږي،
او دباران د شمالونو سایبانه پورې،
اوږده ګامونه آخلي.
ستا رنګ بایللی اسمان،
په ورځو لمر نه لري،
شپو کې دستورو او سپوږمي اننګي نه نازوي،
او د لمنې د پاولو شرنګایې ،
د رڼا ګوټ پسې ایري ایري دي.
چېرې چې ته اوسېږي،
هلته خدایان د مرګ او ژوبلې شماري خپل زخمونه،
او دیوالونه یې ټول،
دپرښتو د تن پر وینو سره حجاب آغوستي .
خو ته لیدلای نشې ،
چې ماته کړې پکښې لمر هیندارې
او الوتونکو یې ښکاره نه ده چې چېرې په پرواز کې وُړي سرې مښوکي.
هېڅوک هم لاس در باندې نه را کاږي.
داسې څوک هم نشته چې،
پر زړه د تیګو ژرنده وګرځوي،
او قربانۍ ته اسماعیل لا پرېږده … ،
چی د پسونو ړندې سترګي په رنجو توري کړي.
له خپله غږه ته پردی یې پکښې ،نه یې آورې،
دتا د سېوري د خندا انځور د دښتې سرابونو کې د خاورو بوړبوکیو کې مري،
او ستا په سترګو کې ایرې شي د رنجو په ګومان،
خو تا دوینو پر ککړو دېوالونو پورې ونښلوي.
څومره پر ځان پورې حیران یې او پر ځان دې څنګه زړه خوږېږي!!
دهغو ټولو پر یاد،
چې له یادونو راولېدلي او ورک شوي دي د خیال د انځورونو له هیندارو ځنې،
ځان سره ناست یې د رڼو اوښکو دسا پر مرثيې باندې دتريخې خندا،
د زهرو ګوټ آړوې.
چېرته چې ته یې هلته،
مسمومي شوي دخندا وو وَږي،
او د هېچا دتن له عطرو وږمې نه آوري څوک.
ټولو ځانونو نه پردي دي په حجاب کې ګرځي.
دتا پر وړاندې د توفان او د شمال غرونه به هم دروي،
چې له حجابه د رڼې دنیا دمخ خالونه ونه وګورې.
ګرمي د شونډو هلته تبه ده او مینه نه ده،
چې پر سکوت یې د خندا لمنه اور آخلي او،
بیا نړوي د خوشحالۍ برجونه.
ته په کښې دومره ورکه شوې یې اوس،
چې مې د غږ ګامونه ستړي شول او نه دې مومي.
یواځې د تورو اندېښنو دښتو کې،
د خاورو فصل ته پراته رکبه وو،
دبې څڼګواښو لمونځ غاړونه دخدای د قبلې لوری تروښي،
او زړې مینځي په داڼیو کې ټوټکې ګرځوي،
د شپو د جام سره د ستورو او دلمر پر وینو،
اوبه کوي دهدیرې پر راولېدلو زیارتونوباندې وچې ونې.
د بورو میندو ګرېوانونو ځنې،
دښکلو مینو قربانیانو پسې،
دسویو ساندو فریادونه لوټي.
په تورو خاورو کې ته وینې اوس د هغو مینانو انځور؟،
کوم چې د مرګ له وچو کندو څخه ،
د ژوند د شنه سمندر غېږې ته یې لار ایستلو،
او هر یوه د لېونیو څپو،
پر ولو وړل به د ځنګله د خندا شنه فصلونه.
زه اوس در والوزمه،
لمر به وزر وي زما،
ستوري، سپوږمۍ به مې په لپو کې وي,
تا به د ورېځو له تخرګه باسم،
چې ساړه ژلي مینانو ځان د واورو په جامو ګرموي.
د تا ډولۍ به بدرګه کړم یاچاریاره سره,
داورښتونو،
د نقره یي څاڅکو د ګرمو اننګو په شپول کې.
ته به بیا واورې دلته ،
چې د ځنګله چوپتیا هم،
درته دسیند او د چینې ترانې وغږوي.
دالوتونکو دسندرو په ابشار کې به دې ومینځمه،
ته به زرغونه شې او،
تن به دې پټ وي د سهار د شنې حیا پر مخمل…،
د تا د شونډو د موسکا پر ګوتو،
ټکوروم به زه د ځمکې او آسمان دتن زاړه زخمونه.
چهار شنبه د۲۰۱۹ کال د سپتمبر یوولسمه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.