يو مُلک دی په دنيا کښې له دنيا نه ناخبره

فاروق فردا

442
يو مُلک دی په دنيا کښې له دنيا نه ناخبره
يو مُلک دی په دنيا کې له دنيا نه نا خبره
دنيا ورپورې خاندي دی له ځانه ناخبره
يو ملک دی په دنيا کې چې اولس يې ټول لټان دي
په شنو سپرلو, اوبو کې دوی له تندې دي مړژواندي
د وينو ډنډ کې اوسي او ځانونو پورې خاندي
د خپلو جنازو پسې په ژوند کښې بولي ساندي
پاچا ترې ناخبر دی دوی پاچانه نا خبره
يو ملک دی په دنيا کښې له دنيانه ناخبره
يو ملک دی په دنيا کښې ټول د وينو سرې ويالې دي
له څرمې يې ولس کې پرښتې د عقل مړې دي
ايستلي ټول له جهله د جګړو پسې پڼې دي
يو څو يې چې ځان پوه ګڼي اپلتو کې خولې دي
پر ځان د نورو خلکو له خندا نه نا خبره
يو ملک دی په دنيا کښې له دنيا نه نا خبره
يو ملک دی چې ولس يې پردي شوي ورور ولۍ نه
زګېروي د پرهرونو يې راڅي له تربګنۍ نه
له زرو کالو وړاندې يوې کړۍ د غلامۍ نه
دنيا له دعوې واوښته دوی ناوړي شاهدۍ نه
پرې سر ورکوي لا ، تورې بلا نه نا خبره
يو ملک دی په دنيا کښې له دنيا نه ناخبره
يو ملک دی په دنياکښې خلک يې وينو ته دي تږي
د ورور پر غوښو نه مړېږي نور ورونه له ولږي
وژلو ته لاسونه ټول همدې وطن کښې مږي
چې هر څوک پلخمان وهي ددوی پر سرو لګي
له هر حق و باطل دروغ و رښتيا نه ناخبره
يو ملک دی په دنيا کښې له دنيا نه ناخبره
دکار او د روزګار عبادتونه کړي پر څنډه
چې نوم د جنت واوري نو لکۍ يې شي را هنډه
پينځه وخته ماتېږي جوماتونو ته په منډه
پر دين سودا ګري کوي پر دين وهي غویمنډه
ضامن د آخرت يې شي ملا نه نا خبره
يو ملک دی په دنيا کښې له دنيا نه ناخبره
لا هم الله اکبر کړي چې نوم واوري د جهاد
ښکاره کوي وياړونه پخپل شر او په فساد
پينځو بنا د دين کښې فقط پيژني زکات
وطن يې په همدې نامه کړ بدو نه برباد
رسول خو پرځای پرېږده له الله نه ناخبره
يو مُلک دی په دنيا کښې له دنيا نه ناخبره
هر څو چې په غوږونو کې يې پو کاندې ياسين
ملا چې څه ويلي وي هغه يې وي يقين
چې کله يې سر خلاص شي د هغه پر تور او سپين
تر ستوني رسېدلی يې له لاندې نه وي غين
پرون کښې به اوسېږي له فردا نه نا خبره
يو ملک دی په دنيا کښې له دنيا نه نا خبره
د2022 کال د دسمبر 28

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.