د ولس له باورونو سره د واک د مجنونانو لوبه

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

516

دغه هېواد د هر افغان کور دى،  هر افغان يې دحرمت او عزت د ساتنې دنده او په ښېرازي کې د برخې اخيستلو حق لري. موږ د ماضي روښانه دوره د وياړ لپاره ياد ساتو، ځوروونکي اړخونه يې د تاريخ حافظې ته سپارو او په راتلونکي کې يې د تياره برخې د تکرار په مخنیوي کې خپلې هڅې نه سپموو. دَ قانوني نظام  د رامنځته کولو فرصتونه رامنځته شوي وو خو متاسفانه څه برخه يې د چاپلوسانو د ذهانت او د حاکمانو د غفلت له امله ضائع کړاى شول. د واک لپاره ډېرې جنګ سالاران د ملت په ستوني کې کينول شول او ډيرې سرې کرښې شاته پريښودل شوې، نو اوس له زورواکانو او جنګسالارانو سره له يو ځاى کيدو څخه انکار ګټه نلري.

کله چې ارګ مشران په قرآن کريم او اساسي قانون باندې لاسونه کيږدي چې د وینې تر وروستي څاڅکي پورې به له نظام او اساسي قانون څخه دفاع کوي، خو دا ټولې ژمنې او لوړې دروغ ثابتې شي؛ عسکر دا ژمنه پوره کړي، خو  مشران له هېواد څخه د خپل ځان ايستل غوره وګڼي، د ارګ نازولي او د امنيتې سکتور مشران لسګونه میلیونونو ډالر له هوايي او

ځمکنیو لارو بهر ته واستوي، د کابل د دفاعي او عملیاتي بودیجې تر نامه لاندې او  په نورو پلمو په سلګونه ملیونونه ډالر چور شي، د ملي شتمنيو د غلو د ژوند ژغورلو لپاره د زرګونو سرتیرو وینې توی شي او له ولسونو سره ناروا لوبه وشي، ناهيلي خو به حتماً رامنځته کيږي، باورونه به خامخا له منځه ځي، غبرګون ښودل کیږي، احساسات را پاريږي او بيا د فرصت ترلاسه کول  اسانه کار نه ښکاريږي.

 د ماضي تورو داغونو او ځوروونکو اړخونو ته په کتو فکر نه کوم پخواني ارګ ميشتي بيا واک ته د رسيدو چانس ولري. البته که هغوى غواړي د خپلو ګناهونو وزن کم يا هم د خپلو سهوو د جبران کولو هڅه وکړي، تر ټولو ښه کار دا دی چې خپلې غلطيانې بيځايه کړنې او نيمګړتياوې د قلم له نوکې لاندي راوړي تر څو راتلونکي واکمنان ورڅخه ګټه واخلي او په فساد کې ښکېل افراد  په يوه عادلانه محکمه کې وړاندي کيدو ته په تمه واوسي.

که په اوسنيو ستونځو ته راوګرزو نو وينو چې؛ که په منبر باندې ناست او په محراب کې ولاړ هغه انسان چې ځان واجب الاحترام  ګڼي، په اجرائیه مقام د نورو خلکو حق تلفي او ظلم پيل کړي او کله چې د ټولنې د نفسياتي رنځونو معالج په خپله خپل ولس ته له واک سره د مينې د ويروسونو ليږدوونکى شي، نو دَ روحانيت  مقام حتماً خپله پخوانۍ سپيڅلتيا بايلي

او د رسول الله د وراثت دعوه کوونکو ټولنيز حيثيت ته زيانونه اوړي. په ديني عالمانو باندي  ولسي باور له منځه ځي، ناوړه غبرګونونه رامنځته کيږي، په ټولنه کې نفرتونه ځاي نيسي، ټولنيز پاڅون چاودون او اوښتون ته لاره هواريږي.

خوښ يم چې امنيت که څه هم يوازې فزيکي دى خو د پخوا په پرتله سرتاسري  او د پياوړي حکومتولي نښه ده. دَ هر ډول فساد کچه ښکته ده، دَ حکومت په جوړښت کې درزونه او د واک جزيرې نه ښکاريږي. زورواکان  په ذره بين کې هم نه ليدل کېږي البته ستونځه داده چې له امنيت څخه ورهاخوا په هېواد کې روان بد اقتصادي وضعیت، ترينګلي سياسي صورت حال، له ولس او نړيوالې ټولنې سره د تقابل صورت حال او مطلقاً د ډنډې په زور واک چلول هم په جدي ډول انديښنې ايجادوي. له دغه شان صورت حال څخه د وتلو لپاره جدي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده او د اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره داسې امکانات شتون لري چې په  تيرو پنځو لسيزو کې يې شتون نه درلوده او شايد په راتلونکي کې يې هم ونلرو.

 د سياسي مشرتابه په چوکۍ باندي له ناست ملا څخه  د داسې روحاني شخصيت تمه درلودل لکه چې په منبر او محراب کې به راته مخاطب وو او بالعکس په اجراییه چوکۍ باندي د ناست ملا لخوا له ولس څخه  لکه په منبر ملا ته د ناستو او په محراب کى ولاړ ملا پسې د ولاړو خلکو په شان د چوپ پاتې کيدو او هيڅ ډول انتقاد نه کولو توقع کول نه

ممکن او نه هم مشروع ده. متأسفانه ځينې سياسي ډلې او تعصباتو ته هوا ورکوونکې رسنئ اوسنى حکومت  قومي تعصباتو ته په لمن وهلو تورنوي، خو واقعيت دادى چې اوسني چارواکي د دين له ادرس څخه واک چلوي او قومي تعصب باندي باور نه لرى. د خپل ځان واجب الاحترام ګڼلو له امله طبقاتي او جنسيتي تبعیض له امله تعصباتو او خورا بدو غبرګونو ته لاره هواروي. اوس د چارواکو د ځينو کړنو له امله په ټولنه کې د ملا سپيڅلي مقام ته اوس غبرګون ښودل کیږي.

په بشپړ باور سره ويلاى شم چې د چاروکو لخوا کارول شوي لاندې اصطلاحاتو باندي اوس نه د ولس په وړاندې د باور نه کوي،  نه هم له عيني واقعیتونو سره اړخ لګوي، بلکې د ديني عالمانو ټولنيز حيثيت ته يې زيان واړاوه.

بښنه عمومي ده، کار اهل کار ته سپارل شوى دى. دَ انجونو په زده کړو باندي بنديز عارضي دى، ولس باید د اسلامي نظام په رامنځته کېدو خوشحاله واوسي. د خلکو ژوند تر پخوا ښه شوى دى، د حکومت تګلاره اقتصاد محوره او منځلاري ده زموږ حکومت ټول ګډونه او پراخ بنسټه دى. نړيوال باید له حکومت سره د مثبت تعامل لاره غوره کړي، اوسني نظام مشروعیت لري او نړيواله ټولنه دې  ژوند ته د خطر ترعنوان لاندې زموږ کادرونه له هيواد څخه نه باسي.

ټول ګډونه او پراخ بنسټه حکومت اصطلاح له مودو راهیسې

کارول کېږي. ستونځه د تعبيرونو ده چې په حکومت کې له امتيازاتو څخه برخمن افراد او ډلې يې يو ډول او له امتیازاتو څخه محروم افراد او ډلې بل ډول تعريفوي. له تېرو څو لسیزو راهیسې دلته هر چا د خاورې هېواد د ساتلو، ديموکراسي، ازادي او خپلواکي تر عنوان لاندې، د اسلامي نظام عمري عدالت په نوم د واک لپاره له ولس او هېواد سره لوبه وکړه. نتيجه داسې شوه چې ولسي باور له منځه لاړ او ملت ناهيلى شو.

 که اوسني وضعیت ارزونه وکړو نو پوهيږو چې که په هره تله کې يې وتلو که هر ډول معيار ورته بنسټ وګرزوو او که په په هر فورمول کې يې واچوو، خو دَ اوسنيو چارواکو دا خبره چې حکومت يې ټول ګډونه دى يقيناً د حيرت او تعجب باعث ګرزي. اى کاش په منبر ناست او په محراب کې ولاړ پريښته صفته انسان مو په اجرائیوي لوړو پوستونو باندي لکه د اوس په شان ناست نه واى ليدلي. زموږ عقيده يې زيانمنه کړه او ټول باور يې راته ګډوډ کړ.

د حکومتونو د سکوټې ناکامي لپاره دا بسنه کوي چې د اقتصادي، ټولنيزو، امنیتي او سياسي ستونځو له امله يې ځوان نسل او علمي کادرونه له خپل هېواد څخه د وتلو لپاره قانوني او غيرقانوني لارې کاروي، په خپل هیواد کې د پاتې کيدو په پرتله په پرديو هېوادونو کې د غربت او ناهيلي توب بوږنوونکې ژوند ته لومړيتوب ورکوي، د دوو کالونو له تېريدو

وروسته هم په معيارونو ولاړ نظام او اساسي قانون ونلري او هيڅ هېواد يې په رسمیت نه پېژني، خو حاکمان په لوکس کورونو کې اوسيږي زرهي موټرو کې ګرزي لوړ معاشونه اخلي، ځان اشرف المخلوقات ګڼي او د خپل ملت د ناوړه وضعیت په تړاو د مسئولیت احساس ورسره نه وي.

ډېر څه شته چې د مصلحتونو او نورو لاملونو له امله يې نه ليکم او غواړم له وخت او شرائطو سره تعامل وکړم خو دَ انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز د ولس په ستوني کې پښه ايښودل او په هيڅ ډول راته د منلو وړ نه دي. که يوازې له ښځو څخه د زده کړو  ثابت شوى حق سلبول د خپلو او د حکامو د مسئولیتونو او مکلفیتونو په ترازو کې وڅيړو، نو دغه مظلوم او محکوم قشر ته به د ټولو حقونو د ورکولو په خبره کې هيڅ وزن او ارزښت پيدا نکړاى شو او يوازې همدغه حق تلفي به د اوسني حکومت د عدالت دعوه په جديت سره له پوښتنو لاندې راولي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.