دلته خدایان خوشاله دي -(ناول)نهمه او وروستۍ برخه

لیکوال : ع . رشــــید

553

(۱۹۹۵ ـ ۲۰۰۱) کــلونـــه

نـوی ډیـلی

 

(۱۴)

زما اواکبرخان ودونه، لکه څنګه چې زموږ هوډ و، لکه څنګه چې داسدخان لالا هیله وه، لکه څنګه چې زما دموراو پلاراوداکبرخان دکورنۍ غوښتنه وه ترسره شول، یوه جمعه وروسته موږدهندوستان له دود سره سمه ولیمه ونیوله، په هند کې ولیمه هغه میلمستیا ده چې هلک یې دخپل واده په درنښت سره دواده له اصلي ورځې وروسته نیسی، سره له دې چې داکار په هندوانو کې ډیردود نه دی، خو مسلمانان دغه غونډه نیسي چې دهغې په نیولو سره هلک اودهغه کورنۍ هم خپله ونډه په خپل واده کې ښیي، لکشمي زموږ له واده ورسته زموږ له کورنې او دوستانه څخه هیله وکړه چې نوره هغه باید په خپل اصلي نامه ( مبارکه) یاده کړي، انۍ یې دانوم دبی بي مبارکې له نامه سره اړوند ورباندې ایښی و، دهغې پښتنې ملکې میرمنې چې دهندوستان دلومړي مغلي واکمن مړی یې په خپل امر له هند څخه کابل ته راو لیږداوه، انې یې تراخره پورې په همدغه نامه یادوله، خو دې دغه هندکی نوم یوازې له خپل پلار سره دمینې په خاطر پرځان باندې ایښې و… داچې زما اواکبرخان دواړو خسرګنې دهندوستان خورا شتمنې کورنۍ وې، له واده سره سم موږ دهرڅه خاوندان شولو، دکورونو، دموټرونو، دنوکرانو او نوروټولو… لکشمي اوپوجا خو په خپلو نومونو خپل سوداګري کاروبارونه درلودل…

زموږ لوڅ لغړ ژوند لکه دهغو ي په شان چې یوناڅاپه لاتري ورته ووزی، یوپه یو دچا خبره په لوړ شو، لامویوکال نه وپوره چې زما زوی مړوند پیداشو، دهغه له پیداکیدو سره دلکشمي په سر دافغانستان هوا ولګیده، او غوښتل یې چې باید هلته لاړه شی،

 لا ۲۰۰۰ کال پای ته نه ورسیدلې چې موږ دافغانستان په لور وخوځیدو،له هرچا به موچې دحالاتو پوښتنه کوله، ټولو به ویل چې اوس افغانستان داسې آرام دی چې نه غله په کې شته او نه هم هغوی له غرو راکښته کیدای شی چې کابل یې کنډواله کړ، موږ په همدغو حالاتو کې افغانستان ته لاړو، یوه یوه نیم میاشت موهلته تیره کړه ما او لکشمي اوس په رښتیاهم ولیدل چې زموږ پر وطن باندې اوږدې جګړې څه کانې نه وې کړې او څه نه وو چې دغو خلکو دلته نه وو لیدلی، زما هغه ښوونځی چې ما مې په کوچنیوالي کې درس پکې لوستی و تراوسه هم لا نه وجوړشوی، یوازې دیوالونو اودرنوډبرو یې ښوده چې داهم هغه ماڼې ده، هغه چې موږ به ورتلو اوهلته به موپه اوونۍ کې یوځل د خیرمحمد معلم صاحب اوقسیم خان سرمعلم صاحب څپیړې له درسونه سره یوځای په مزو مزو خوړې…

زموږ په زړه کلا کې هم اوس له یوڅو خوارو کورنیو پرته نور څوک نه وو پاتې، اوس زموږ کلیوال له یوه اوبل څخه ډیرلرې شوي وو، اوس هغه تړلي بامونه چې له یوه سره تربله به موږ پرهغو باندې منډې وهلې اودکلیوالو خبره خرمستۍ به مو پرې کولې څه نړیدلی وو، او څه لاګردسره نه وو، اوس، اوس هرڅوک به بیله کلا کې اوسیدل او هرڅه یې له نورو کلیوالو څخه پټ وو.جومات هم ړنګ شوی و،دورځې به چې کومه جمه کیده هغه به هم په همدغه وران جومات کې وه خوویل کیدل چې طالبانو امرکړي، کوم قوماندان چې دغه جومات یې په توغندي ویشتلی که یې زرترزره بیرته جوړنه کړي، دوی به خپل قانون ورباندې جاري کړي…

 دلویې کلا دخیابان لویې ونې چې زموږ دنیکونو دوختو وې اوس یوه هم نه وه پاتې… کلیوال ټول سره ویشل شوي وو، سره له دې چې اوس یې په دغوشپوکې په خولو لاسونه سره نیولی وو، خوله دې سره سره به هم چې کله چا دچا نوم اخیست نویو ورستاړي لکه اخواني،خلکی، نظاري، پرچمي، غاب مینځونکي، طالب اونوربه ورسره ملګري وو…

 کورونه واړه شوي وو، یوازې یوه شي چې خورا زیاته پراختیایې موندلې وه هغه هدیرې وې. توغونه وواو قبرونه وو چې ټول ملک یې رنګین کړې و… اوس هدیرې هغسې نه وې لکه چې موږ ماشومان وو او له ماښامه وروسته به مو هغې خواته ورکتلای نه شوای،دهرکلی دمیندواوخویندو اوس دورځې زیاته برخه اوس هم په هدیروکې په دعاوو او ژړاوو تیریده…ماشومانو ته یې نه ښو ونځی و او نه هم وړکتون، هغوی به هم دورځې په اوږدو کې دخپلو شهیدو پلرونو دقبرونو په څنګوکې لوبی کولې، دخپلوپلرونو دقبروله دخاوروبه یې کوټنۍ جوړولی داسې چې ګواکي پلار، مور، او ورور یې دلته په میلو راوستي اوخپله یې هلته یوې خواته ډډه ورته وهلې اود دوی څارنه کوي… موږ اوږده موده په هغوشپوکې چې چا یې تصورهم نه شوکولای په خورا خوشالۍ سره تیره کړه، زموږ راتګ ته دوې ورځې پاتې وې چې یومازدیګرې موږ ټول زما دمور اوپلار هدیرې ته دوروستي خدای پاماني په خاطر ولاړو، هلته مو دعا وکړه او له خدایه مو ددوی پرقبر د مرستې اوبښنې غوښتنه وکړه، رښتیا دهغوی دقبرونو څنګ ته مې له خپل ځانه ماشوم جوړکړلکه زموږ نورکلیوال ماهم دڅوشیبوله پاره دهغودقبروپه خاورو اوشګو باندې لوبې وکړې،دیوې اوږدې شیبې له پاره مې دخپل ژوند داټولې هسکې اوټیټې هیرې کړې اوځان مې داسې کړې ولکه چې همدا اوس زه ددوې په غیږه کې یم…

لکشمي زما له مشرې خور سره دهدیرې په منځ کې یوې اوبلې خواته قدم واهه او زما خور دهرقبر اوهرکلیوال دقبرلیکلې ډبرې ورښودې اودهریوه دمرګ ترخه کیسه یې ورته کوله: ـ دا دجمهوری ارګ دتورن میرزمان قبردی… چې دنجیب په زمانه کې دهاوان په ګولې شهید شو… دا دامان ګل قبردی چې دکابل په جنګو کې د دوستم او مسعود جګړه مارو شهید کړ، دوه ویشت کلن و… اوداهغه څلورشهیدان دي چې اشرارو یوازې په دغه ګناه چې یوازې په لیک لوست پوهیدل اودقوم دمخې څوک وو په یوه ورځ شهیدان کړل… داڅلورواړه زما ترونه وو… دادجواهرې ببۍ اودهغې دلمسۍ آمنې قبردی چې دشورویانو الوتکې پرې راغلې او دوی یې په داسې حال کې چې دلمسۍ لاسونه یې ددې په غاړه کې وو شهیدانې کړې… اودازما ترور وه…

زه لاهم دخپل موراوپلاردقبرونوڅنګ ته ناست وم، لکشمی اوزما خورهمداسې دقبرونه په باره کې غږیدې ما یې غږونه اوریدل چې یوناڅاپه هلته وړاندې زما مشرې خوراو لکشمي ته ورڅیرمه بدرنګه چاودنه وشوه، زه تراوسه دخپل موراوپلارله قبرونو سره ناست وم، دعاوې مې کولې چې دوړې شوې،په دغو دوړوکې دغه بدرنګه غږ دځان له پاره دعا او هرڅه رانه هیرکړل، دچاودنې په لورمې ورمنډه کړه، زما تررسیدو دمخه زموږ کلیوال نارینه او ښځې راورسیدل، زما مشره خور خو همالته ځای پرځای شوې وه، لکشمي په دغه مهال چې دیوه جوړشوي قبرڅنګ ته دریدلې وه، یوازې کیڼه پښه یې په یوه پارچه باندې لګیدلې وه، کله چې زه ورو رسیدم، هغې پرما پسې کتل او زما په لټه کې وه، سره له دې چې زیاته خوږ شوې نه وه، خو داسې ډاره شوې وه چې په هیڅ هم نه پوهیده، چې داجوړه ده که نه، نه پوهیده چې زخمي شوې که نه، خو کله یې چې زما مشره خورټوټې ټوټې ولیده، چغی یې کړې، داسې چې له ډیره درده بې حاله شوه، کلیوالوچغې سره وهلی،له ولسوالۍ څخه یوامبولانس راورسید، لکشمی یې زر دولسوالۍ کلینیک ته ولیږدوله، نورکلیوال، زما دخور دمړي په ټولولو اوسمبالولو باندې بوخت شول، زه هم په دوړوکې پټ شوی وم، له هدیرې یې راویستم، په لاره کې مې نهه کلنه خورځه لوڅې پښې مخې ته راغله غیږه یې راکړه اوخدای ته دشکرانې په نامه سرلوڅ کړ، خو له دې نه وه خبره چې ترما یې هم ورنژدی څوک چې هغه یې موروه نوره د دوی له سره دابدله پاره لرې شوې وه، په غیږکې مې راونیوله اوله ځانه سره مې په ژړا ژړا روانه کړه، دواړه دلکشمي پرخوا روغتون ته وروخوځیدو، هلته ورغلو، لکشمي سترګې لوڅې کړې وې، کله یې چې زما پرخورځه سترګې ولګیدې، ناڅاپه یې ترخوله راووتل:

ــاو دماخدایه… لکه چې له موره یې نه ده خبره…. (په چیغو چیغو یې هغه په غیږه کې ونیوه).

له یوې ګړۍ وروسته، له کلینیکه بیرته زموږ دکورپه خوا راروان شو، زموږ په کورکې هیڅوک نه وو، زموږ دکورټول غړي زموږ دنورو خپلوانو کره تللي وو، موږ هم هلته ورغلو،زمادخورجنازه هم هلته ایښې وه، لکشمي دهغې په جنازه باندې دقران شریف تلاوت په خپل ځانګړي غږ کې چې په هند کې هم دقران لوستلو له امله پرټولو ګرانه وه پیل کړ، تر سپیده چاوده یې قران شریف پرې ختم کړ، زموږ کلیوال په هغه شپه ترسهاره پورې دلکشمی دقران تلاوت ته کیناستل اوهغه څه یې چې دښځواوهغه هم دښاري ښځو په اړه ویل او اوریدل ګرده سره هیر کړي وو، زموږ کلیوالواوس دلته ددوښځوله هیښنده برخلیک سره مخامخ شوي وو، زما خور چې مین وژلې وه او اوس زموږ په مخ کې شهیده پرته وه اود لکشمي چې هم په قرآن پوهیده اوهم په کمپیوتر…

موږ څوورځې نورهم پاتې شوو، لکشمی زموږ له خپلوانوڅخه هیله وکړه چې زمادخورکورنۍ له ځان سره بوځي… هغوی هم ورسره ومنله موږ له ځان سره دهغوی کورنې ټوله هند ته راوسته اوپه څوورځوکې مودهغو رسمی کارونه خلاص کړل، دلکشمي کورنۍ دهغې موراوپلار زموږ له دغې پیښې څخه نه ووخبر،یوازې یې مور ته ویلی ووچې موږ له یوې کورنۍ سره چې زموږ میلمانه به وی در روان یو…

موږ هند ته را ورسیدو، زموږ دوستانو پرهغه مهال چې موږ هیواد ته روان وو، له یوه اوبل سره ویل چې ګواکي نورښایی بیرته هند ته رانه شو، ځکه به ټولو یوه او بل ته ویل چې: کابلی والا کابل جا رهین هین… (کابلي والا کابل ته روان دی… ) یوشمیرخولا زموږ په تګ باندې خورا خواشیني هم وو، په دې چې هلته حالات سم نه وو، ځکه به ټولوویل چې یوڅه صبروکړئ تراوسه هم دکابلی والا دتګ له پاره هلته شونتیاوې نشته، خو زما اوډیرد لکشمی پریکړه همداوه چې باید ولاړشو خو چې کله راغلوهغو به راته ویل چې موږ خودرته ویل چې حالات ښه نه دي، دوی زموږ خپلوانو ته هم دا خبره کړې وه چې کابلي والا بیرته راستنیدونکی دی… هغه راځي په دې چې هلته حالات… هغوی ته دا معلومه وه او په پوهیدل چې هلته تراوسه هم هغوی پرواک دي، چې خپله اراده نه لري، اودوی دهغه واکمن پرضد سخته جفا وکړه چې یووخت یې نړۍ ته چغې وهلې او ویل یې:… که دا دړوندو او کڼو لښکر پردغه ښارهمداسې سرایله راننووت، په دغه ښارکې به دوینوسیلابونه وبهیږي، هو، بیا ونه وایاست چې داکا رما وکړ…

 زما دخور کورنې هم له موږ سره هند ته راغله، دلکشمی کورنې زمو ږپه وروستۍ پیښه خبرشول، هغوی زما دخورله کورنې سره داسې خواخوږي وښوده چې هغوی فکرنه کاوه هند ددوی خپل هیواد نه دی،ماشومانو دلته ښوونځی پیل کړل اودهرڅه څارنه یې ما او لکشمی کوله… لږ موده نه وه تیره چې پرافغانستان باندې امریکا ور وبلوسیده، بیا یې خلکو ته دشورویانو دوران ورپه یاد کړ، بیا یې پرکلیواو کورونو باندې بمبارۍ پیل کړې، په زرګونو خلک ددوی دیرغل په لمبو کې لولپه شول، د خلکو پخوانې زخمونه لا نه وو ټپۍ شوي چې نور ورباندې زیات شول، لاتراوسه هلته دزرګونو بې ګناه وو وینې نه وې وچې شوې، چې وینو بیادوینورنګ واخیست…او زموږ هیواد یوځل بیاد پردیوخدایانودمزواوچړچو ډګرشو. په زرګونو خلک چې دکابل له سختو جګړو له نارواوو دڅو ورځو په نامه راووتل، هغو نوردنړۍ دهمدغو ملکومهاجر شول،په نن اوسبا کې کلونو پرې تیرشول، له ژبو خلاص شول، پښتو ترې هیره شوه، ایمان او عقیده یې دومره کمزوري شول چې نه پوهیدل دکومې عقیدې پلویان اوپیروان دي اوان چې یوشمیرخو دې پولې ته هم ورسیدل چې نه پوهیدل پلاراونیکه یې څوک وو؟…

زمادخورماشومان زموږ یوازنۍ یاران وو چې دوی زموږ ژوند اوزموږ دبچیانو ژوند ته نوې رنګ ورکاوه، شبو زما وړه خورځه وه چې له موره دری کلنه پاتې شوه، هغه لکشمی لکه دځان په شان چې انا یې رالویه کړې وه روزله، اوس هغه رالویه شوې وه،کلونه وروسته یوه ورځ مو په کورکې زمااودلکشمي دځوانۍ د دوران یوه خبره رایاده کړه، هغه چې یو مهال ما له هغې څخه اوریدلې وه چې په هندکې ولې دومره ډیرخدایان دي؟ او دې را ته بیا ویلی وو چې: له دې امله چې دلته خدایان خوشاله دي ځکه یې دغه سیمه دځان له پاره خوښه کړې ده. موږ همدغه خبره سره کوله چې پرشبو هم ښه ولګیده، لکشمي ته یې مخ ور واړاوه:

ـ ببو، دا خورښتیاده، زموږدهندي ژبې ښوونکې هم پرون داخبره کوله،چې نن سبا په نړۍ کې خدایان دوه ډوله دي، یو هغوی دي چې انسانانوته خیر رسوي چې هغه رښتینې خدایان دي او بل هغوی دي چې له ځانو یې خدایان جوړکړی او انسانان له هغو څخه ښه ورځ په سترګو نه وینې…

لکشمی بیا پوښتنه ترې وکړه:

ـ ته داخبره مه کوه ګناهګاریږې، مو ږ خودیوه خدای چې هغه دهرڅه واکمن دی، پیروان یو او پرهغه باندې ویاړو…

ـ ببو، زه داخبره منم، دازما باور دی،… خویوه خبره ده اوهغه داچې زموږ هیواد ته هم وګوره،هلته اوس نه څوک دیوه خدای مني او نه هم دډیرو، نه څوک دیوه خدای په لاره ځي اونه هم دډیرو…پوهیږې هلته څه حال دی؟

لکشمي څوشیبې ورته په فکرکې شوه، دهغې موراودهغې دمړینې شیبه وریاده شوه، په ځیرځیریې شبوته وکتل، سترګې یې له اوښکو ورته راډکې شوې، په غیږکې یې ونیوه، دهغې له اوږې یې په ډکو سترګو ماته وکتل، نوره هم را سره شوه، زړه یې نور هم را ډک شو، خو خپله ژړا یې دهغې ماشومې په خاطر په خپل ستوني کې خپه کړه، هغه یې نوره هم په غیږکې سره کلکه کړه او دهغې ځواب یې ورکړ:

هو، ته رښتیا وایې زموږ په زمانه کې اوس هرڅوک دخدایۍ دعوه کوي، دخدای په نامه دخدای پر بنده ګانو ظلمونه کوي، وژنی یې، لوټي یې او عزت یې ترې اخلی… میندې وژنی، اوخویندې سرتوروي… خوته پوهیږې چې هغوی خدایان نه دي هغوی شیطانان دی، هغوی دمینې او ژوند، دخندا اوخوښئ وژونکي دي. هندوان وایی، هغوی خدایان نه دي،خدایان مینه ناک وي، هغوی دمځکې مور له غیږې دانسانیت ضد کړو وړو نوم له منځه وړي، خدایان جوړونکي وي، او شیطانان ورانونکي…همداده چې مینه خوښوونکي تل وایي: موږ له خدای او خدایانو سره مینه لرو… دهندوانو ډیرخدایان له هندکۍ موراوهندکۍ مځکې سره مینه لري، ځکه دلته خوشاله دي…

 ډیره موده نه وه تیره چې دنړۍ پرمخ یوه داسې پیښه چې دچاپه خوا اوخاطرکې نه تیریده په معجزه یی ډول رامنڅ ته شوه…اولکه چې اوریدل به مې دکسری ماڼۍ زموږ دحق داستازي له پړکیدوسره سمه ونړیده…

 دنړۍ ترټولو لوړ برجونه په یوه شیبه کې پرمځکه راپریوتل… ترټولولوړ برجونه… ترټولو ښکلي… اوترټولو پیاوړي…

 زما وړې خورځې چې دلکشمي خبره یې له یاده نه وه ایستلې، په هغه ورځ چې دنړۍ دغه لوی لوی برجونه راولویدل زموږ ټولو په منځ کې په ماشومانه موسکا سره وویل:

ـ زه اوس پوه شوم چې شیطانان چیرې دي…، اوپوه شوم چې خدایان چیرې خوشاله دي… راخئ دغوخلکو ته ووایو چې په خولو مو لاسونه ونیسئ اونوریوبل ته مه وایاست چې خدایان دلته خوشاله دي… په دې چې که شیطانان یې واوري چې دلته رانه شي…

(پای)

نوی ډیلی

نهروپوهنتون / د ۲۰۰۱ کال د نوامبر  شلمه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.