د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اوومې غونډې راپور

میمونه کامران

472

د غونډې ځای: انلاین

وخت: د کابل پر وخت پینځه نیمې

نېټه: ١٤٠٢ل/ کال د جنګاښ ١١مه، د جولای ٩مه

وړاندې کونکې: ګلالۍ مومند

راپور لیکونکې: میمونه کامران

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د ٣٢ ګډونوالو په شتون چې د هیواد له بیلابېلو سیمو او له بهرنیو هیوادونو یې ګډون کړی وو، د تل په څېر په خپل وخت پیل شوه. دا غونډه د ارواښاد ستر لیکوال نصیر احمد احمدي د دویم تلین په مناسبت د هغه یاد ته ځانګړې شوې وه. دې غونډې ته مقالې لیکل شؤې او خاطرې راټولې شوې وې. د احمدي صیب په  بېلابیلو اثارو هر اړخیزه څېړنه د موضوعاتو، ځانګړتیاوو، کرکټرونو، په نورو اغېز، او  جادوګر قلم په برخه کې شوې وه. دا لیکنې به بیا د هغه کتاب برخه وي، چې د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر به کار په کوي.

دا غونډه په دوو پنلونو کې وړاندې شوه. په هر پنل کې پینځو ویناوالو د خپلو لیکنو یو لنډ غورچاڼ معرفي کړ، بیا نورو ګډونوالو ته د پوښتنو لپاره وخت ورکړل شو. لومړی پنل د خدای بښلي احمدي د ناولونو موضوعاتو، ځانګرتیاوو، ته ځانکړی شوی وو. او د دویم پنل موضوع د احمدي صاحب د لیکنو اغیز په ټولنه او ادب وو.

په پیل کې فتانې ژوند د خدای بښلي نصیر احمد احمدي د ارواح او د غونډې د پیل لپاره د قران عظیم الشان څو مبارک ایتونه تلاوت کړل. له اغلې ژوند وروسته شفیقه خپلواک  د احمدي صاحب په پینځو ناولونو  (  رڼا، زرو، د غڼې ځاله، بړبوکۍ، خونکار) کې په ښځینه کرکټرونو او ښځينه لیدلوري چې څه ډول موضوعات انځور شوي کتنه کړې کړې وه، وغږېدله. ورپسې سلما بدري چې کلونه کلونه د احمدی صیب په ګاوند کې پاتې شوې وه؛ د هغه شخصیت، ژوند او کار اړوند  په  ځينو ناویلو خاطرو وغږېده. نرګس سهاک بیا د احمدی صیب د نثر په کمال، ژبه، انځور او جادویی قلم معلومات ورکړل.  او لېمه ودان د خپلې مقالې په اړوند وغږېدله؛ دې ویل چې د مقالې سرلیک یې د نصیر احمد احمدي د ناولونو کرکټرکښنه ده. دا یې واضح کړې ده چې د ناولونو او کیسو د کرکټرونو توپیر یې په څه کې دی. همدارنګه یې په لومړي سر کې د کرکټرونو په ځانګړتیاوو هم خبرې کړې دي. د لومړي پنل وروستۍ ویناواله شېبه ګهیځ وه؛ چې د احمدي صیب د ناولونو په موضوعاتو وغږېده. د پنل په پای کې  نسیمې باري له شفیقې خپلواک، ګلالۍ مومند له سلما بدري، کاملي عزیزي له نرګس سهاک، میمونې کامران له لېمې ودان او ځلا نور له سلما بدري څخه پوښتنې وکړې او مقاله لیکونکو هم په فصاحت سره د دوی پوښتنې ځواب کړې.

 دویم پنل د احمدي صیب په کار اغیز ته ځانګړی شوی وو، هیله پسرلی پدې دا وویل چې نصیر احمد احمدي ولې دومره لوستلی شوی لیکوال دی. اصلي موضوعات او موضوعاتو پر وړاندې د ده دريځ موږ ته څه وایي.

مینا نظري چې احمدي صاحب همکاره پاتې وه؛ د هغه په شخصیت او خاطرو وغږېدله. دا چې څه ډول لومړی یې پېژندګلوي ورسره شوې وه، په خپل مسلک کې څه ډول وو، د څه ډول زړه څښتن وو او خپل د خوښي ناول یې کوم یو وو، دا یې له ګډونوالو سره یې شریک کړه.

ورپسې نعیمه غني د خدای بښلي احمدي صیب د لیکنو اړوند چې ماشوم ادب په برخه یې کړې دي، معلومات ورکړل.  په پای کې ځلا نور د احمدي صیب په اثارو کې په انسان دوستۍ او امنه عزیزي د احمدي صیب د اثارو په اغیز وغږېده.

د دویم پنل په پای کې هم امنې فنا له مینا نظري، ملالې کلیوالې له نعیمې غني، ، معصومې عزیزي له مینا نظري څخه پوښتنې مطرح کړې او مقابل لوري هم پوښتنې ځواب کړې.

په وروستیو شېبو کې عابده سپوږمۍ ته غونډه وسپارل شوه؛ او غونډه یې په یو ښه خبر پای ته ورسوله. هغې وویل دا چې د احمدي صیب وروستی لیکل شوی کتاب ( پاچاخان ژوند لیک) چې د پاچا خان د ژوند کیسه کوي، د دې لپاره چې یاد کتاب په بازارونو کې نه پیدا کیږي نو د  بهیر لخوا په انلاین بڼه خپور او د ادب مینوالو ته به وړاندې شي. همدارنګه به یاد کتاب په لنډه موده کې په صوتي بڼه د د ښځو انلاین ادبي بهیر لخوا په خواله رسنیو خپور شي او اغلې مینا نظري به یې وړاندې کوي.

د لا نورو جزیاتو لپاره زموږ غونډې ته مراجعه کولی شﺉ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.