Browsing Tag

میمونه کامران

تور کافر

ډېوه ماموریت څلورلارې ته ورسېده، د سړک د ګلدان په ونو او بوټو کې د واورې یو نیم بڅرکی نښتی و، یخ باد چلېده. مخامخ یې په وړانګې سترګې ولګېدې، چې د سړک غاړې ته ولاړه ده. ځان یې ور ورساو. _ لکه چې ډېره راته په تمه شوې؟ وړانګې د تندي په…

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اوومې غونډې راپور

د غونډې ځای: انلاین وخت: د کابل پر وخت پینځه نیمې نېټه: ١٤٠٢ل/ کال د جنګاښ ١١مه، د جولای ٩مه وړاندې کونکې: ګلالۍ مومند راپور لیکونکې: میمونه کامران د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د ٣٢ ګډونوالو په شتون چې د هیواد له بیلابېلو سیمو…

لنډه کیسه: زما قسمته څه دې وکړل

په لړځېدلو لاسونو يې لیک راواخیست، په کرښو یې سترګې تېرې کړې. لیکل شوي وو: زما خوږې، ښایستې او اتلې مېرمنې، ستړې مه شې! هیله کوم چې اوښکې توې نه کړې. زما لېونو وعده وکړه چې هره یوه خبره به مې عملي کوې۔ زه نیکمرغه وم چې ته مې په خپل ژوند…

لنډه کیسه: دا ستا ارمان

فاطمې له موټره لړځېدلی قدم په ځمکه کېښود، روانه شوه، له ډبلې شنې کتابچې یې لاسونه را تاو کړي او کلکه یې په ځان پورې نیولې وه. _غږ وشو: دخترا بیک های تان را باز کنید. ورمخته شوه، بکس یې د پوهنتون په دروازه کې مېرمنې تلاشي کړ، پوهنتون ته…

لنډه کیسه: د مېوې شکور او د اوبو جام

اینې ته ولاړه وه، په تور اوربل یې چپرک واړوو، دوه زرین سېخکي يې  په بچکه کې ورکړل او چپرک یې په کلک کړ، څو رنګه ځلېدلې دړۍ یې په کنډو ککړې او چپرک یې په ګلورین کړ. په رنجیو ککړه سلایي باندې یې سترګه راپټه کړه، نرم حرکت یې ورکړ، موسکه شوه،…

لنډه کیسه: هېر دې شول

پیاله یې له شین چای ورته ډکه کړه؛ د ګوړې قاب یې ور مخته کړ. ورته وې ویل: سړیه چای در واخله، چې سړيږي. خاوند یې غزولې پښې را ټولې کړې، راکېناست. ور غبرګه یې کړه: غونډو! پیتاوي ته ناسته هم د سړي هډونه ور غوړوي، ځانته هم پیاله ډکه کړه. بیا…

خېښې/فلکلور

خېښې به یو څو ټاکلې ښځې وې، چې د زوم له کور څخه د ناوې کور ته د ځینو دودونو او کارونو د ترسره کولو لپاره له واده دوه ورځې وړاندې ورتلې. چې له دوی سره به دوه یا درې سړي هم په خېښواله تلل. او له ځان سره به یې په یو مخصوص صندوق کې د ناوې کمیس،…

لنډه کیسه: یو ناڅاپه غږ

لرګي خواره واره پراته وو، د درېیمې سټې نوبت وو، تبر یې په یخ وهلو السو پورته کړ، په شرنګ یې د بنګړیو سره لېچه له مړونده لاړه. په لرګي یې وار وکړ. ناڅاپه اخ شو؛ ور وې کتل؛ وړه لور یې وه. ور منډه یې کړه. _ ولې لورې؟ خوږ شوې؟ کوم ځای؟…

په وینو سینګار شونډې

د لمر سترګه لوېده؛ په خاوره سپینه شوې برنډه په وچېدو وه او پروړه پرې ځيږه ځيږه برېښېدله. د خاورې بوی یې خوږ لږېد. د کور ښځې په دالان کې راټولې شوې وي. په کلي کې د تېر شوي واده کیسې د دوی تر منځ روانې وي. ماشومانو چې د درېیو وروڼو اولاده…

په کوم زیارت دې ایښي و لاسونه

پاستی لوېدلی و، په نکریزو سره لاسونه يې تناره ته ورښکته کړل، ناڅاپه يې ګوتې په سرو سکروټو ولګېدې، د اخ په کولو يې لاس را غبرګ کړ او ګوتې يې زر خولې ته کړې. په سترګو کې يې اوښکې د ګوتو له ډېره سوخته ډنډ شوې، پاستي ته يې پام شو چې په سوځېدو…