غزل

سعید شینواری

253
حواس خواره واره دي خپلې ګوتې خورم اوهو
زه چرته تلم ای های؟ او کوم طرفته ځم اوهو
د چغو موډ کې یمه، فلج مې شو اعصاب، حد دی
درد په سینه کې دی، خو لاس مې په خوله ږدم اوهو
یو چا ناڅاپه راته ووې چې درځم واه – واه
دا خوشالي څه کوي؟ زه لکه چې مرم اوهو
شپه د غزل غوندې شوه، ته لکه انګار سره خو
په نازنینه خوله دې پرېوته شبنم اوهو
هغې وعده کېښوه چې یو کال کې بس یو سلام
یوه ګړۍ اختر او یو کال محرم اوهو
له مانه لاړه ملنګي، شاعري، ساه او ته
نه مې د خولې لیاړې تاثیر کوي نه دم اوهو
زما په لاسو کې راشین شو ستا تصویر اخخۍ
زما په لاسو کې بخت راکړ جامِ جم اوهو
څه خپل غرور وخوړو ستاسو د کوڅې سعید
څه په رضا پرېواته؟ پښو ته د صنم اوهو

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.