خدای ته به وایم

338

 چې مونږه څوک وو؟؟؟

که انسانان وو!؟

 کلمه ګوی وو!؟

مسلمانان وو!؟

اشرف الخلق وو!؟

 ستا بنده ګان و!؟

 نو ولې بېرته؟

 له مسلمانه!

 ستا له انسانه!

په خپله خاوره!

هم شهیدان وو!

هم یتیمان وو!

 ژوند نه محروم وو!

وږي او تږي

 په ډکو سترګو

 له مور وطن نه

اواره ګان وو؟؟؟

 ++++

خدای ته به وایم

زه د دوزخ وم

 داسې دوزخ چې

یو لوی زندان و

 نه ـ نه غلط شوم

 افغانستان و

د وینو ډنډ و

خو موږ ته ګران و

ستا د لښکرو

د لاسه وران و

نه یې مرهم و

نه یې درمان وو

 +++

 خدای ته به وایم

یوه ډلګۍ وه

سپینې لمنې

غټ یې نسونه

تور یې مخونه

ستا دعوه دار وو

جنګ ته وزګار وو

هو ملایان وو

د چین یاران وو

د روس یاران وو

ټول یې یاران وو

خو بس یو مونږه

یې دښمنان وو

د دوی کمچین وه

زمونږه ملاوې

د دوی فرمان و

موږ یې بندیان وو

ډېر ظالمان وو

ویل یې مونږه

د خدای لښکر یوو

ډېر زورور یوو

 +++

 خدای ته به وایم

 ایا رښتیا هم؟

 دا ستا لښکر و؟

 او تا ورکړی!!

ورله فرمان و؟

چې څوک افغان و

وږی یې ساته!

 تږی یې ساته!

جومات یې سور کړه

د تن په وینو!

مکتب یې بند کړه!

 څپېړه ورکړه!

بیرغ یې کوز کړه

 که آه یې وویست!

 سر ترې قلم کړه!!

جوړ پرې ماتم کړه….!؟؟؟

سعید شینواری

 

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.