یوه ورځنۍ جګړه

ژباړه: بریال حبیبي

438
سلام؛
سهار په خیر، زما قدرمنو امریکایي هېوادوالو!
د یوې ورځنۍ جګړې ځانګړې خپرونې ته ښه راغلاست!
د WCDW تلوېزیون به د امریکا په تاریخ کې د نن غوندې خورا مهمې ورځې راپور له تاسو سره په ژوندۍ بڼه شریک کړي؛ د کورنۍ جګړې په دوه سویمه کالیزه کې موږ دا ویاړ لرو، چې د یوې ورځنۍ جګړې په نوم د ښاغلي برېنارد پروژه تاسو ته وړاندې کوو.
ډاډه یم چې هیڅ داسې هېوادوال به نه وي، چې ددغې پروژې په اړه یې یو څه نه یو څه لا نه وي اورېدلي او زما په آند له میاشتو میاشتو دې ته په تمه هم وو، چې کله به ددغې پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستلو دوره پیلېږي؛ خو له ښه مرغه دادی نن هماغه مهمه ورځ یعني د ۲۰۵۶ز کال د اپرېل نهمه نېټه رارسېدلې او موږ ټول په یو ډول نه یو ډول د یادې پروژې د پلي کولو برخه وال یو.
هوا خورا صافه او په زړه پورې ده، آن زموږ په سر نه ټکی اوریځ شته او نه هم ذره لمر؛ موږ دلته داسې ځای موندلی، چې نږدې هر څه ترې لیدل کېدلی شي؛ خو تر هغې چې پروژه راپیلېږي، ستاسو پام هغې ځانګړې مرکې ته رااړوو چې موږ د یادې پروژې له بنسټ اېښودونکي ـ پروفیسور برینارد سره پلان کړې ده:
ـ ښاغلی پروفیسور؛ پوهېږو چې د دومره لوی کار نظارت څومره وخت ته اړتیا لري؛ نو له همدې امله له تاسو نه ډېره مننه او کور مو ودان، چې موږ ته مو وخت راکړ؛
په لومړیو کې هیله لرو، چې ددغې پروژې په اړه لږ و ډېر معلومات راکړئ؟
ـ ډېر خوښ شوم، چې له تاسو سره یم؛ تر دې دمه پروژه له پلان سره سمه پلې شوې او ددې لپاره چې متوقعه ستونزو و خنډونو ته هماغه ګړۍ رسېدګي وشي، زه یې پخپله نظارت کوم.
څرنګه چې زه د کورنیو جګړو کارپوه یم، نو له همدې امله له ما نه غوښتنه وشوه، چې ددغې جګړې د دوه سوه یم تلین لپاره مراسم ونیسم؛ لکه نورې ټولې جګړې د داخلي جګړې هم له هغه خورا ځوروونکو اړخونو نه یو دا وو، چې که له یوې خوا یې خورا ډېر مصارف درلودل، نو له بلې خوا یې هیڅ مؤثریت هم نه وو؛
خو اوسمهال زموږ په واک کې د شته عصري ټکنالوژي پر مټ داسې جګړه رامنځته کولای شو، چې نږدې له ټولو داخلي جګړو سره به برابري وکړلای شي.
تاسو پوهېږئ چې د هرې جګړې عمده مصارف د ځواکونو انتقال، درمل او طبي پرسونل، تجهیزات او د کفن و دفن مراسم تشکیلوي او زما له نظره د جګړې پر مهال ددغو ټولو فعالیتونو ترسراوی خورا ستونزمن، با مصارفو او که په زغرده ووایو، نو بې ګټې کار دی؛
د تېرو دوو سوو کالونو علمي او فرهنګي پرمختګونو ته په پام له شک و شبهې پرته دا امکانات برابر شوي، چې اوس په ډېرو کمو مصارفو او تر بل هر داخلي جنګ خورا اغېزمن هغه رامنځته کړو.
که رښتیا شي، نو د دغې طرحې هغه تر ټولو عالی برخه د طرحې هغه د نوښت برخه هم ده؛ ځکه موږ دې پوښتنې ته ځواب ومونده چې ولې د سرتېرو جسدونه هماغه د جګړې میدان کې کفن و دفن نه شي او ځانونه له هغومرو ډېرو مصارفو و ستونزو نه بې غمه نه کړو؟
یعني ولې هماغه د جګړې ډګر په یوه هدیره نه بدلوو؟
کله چې مو دا مسئله حله کړله، د طرحې نور جزئیات هم پخپله روښانه شول:
لومړی صفونه جوړ او بیا کمپیوټر، سرتېري انتخاب کړل؛ وروسته مو بڼوالان،قبر کیندونکي او ګل پلورونکي وګمارل او د جوړې شوې طرحې له مخې هر سرتېري ته د هغومره ډېرو تجهیزاتو پر ځای یوازې یوه یوه تمانچه ورکړلی شوه.
که له یوې خوا دغې برخې زموږ په مصارفو کې خورا ډېر کمښت راووست؛ نو له بلې خوا په دغه طرحه کې روغتیايي پرسونل و وسایلو ته هم اړتیا نه وه او زموږ مصارف ورسره نور هم راکم شول.
پاتې دې نه وي، چې د سرتېرو کورنیو ته ددغې طرحې په اړه وړاندې له وړاندې معلومات ورکړلي شوي وو.
ـ آیا د خپلې طرحې د پلي کولو پر مهال له کومې ستونزې سره مخ شوئ؟
ـ په پیل کې، هو؛
د پارلمان ځینو استازو فکر کاوه، چې دغه طرح خورا بې مانا طرح ده؛ خو ما ورته وښودله چې ددغې طرحې پایله هم سل په سلو کې د هغې طرحې له پایلې سره برابره خېژي، چې دوی یې په خورا ډېرو مصارفو د څلور کلنې جګړې له لارې ترلاسه کوي؛
پر دې سربېره ملکیان دغې یوې ورځنۍ جګړه کې په هیڅ ډول نه ښکېلېږي؛ نه ورباندې برید کېږي، نه به یې کورونو ته اورونه اچولي کېږي، نه به یې مالونه چورېږي او نه به وژل کېږي… .
هغه مهال ټولو استازو په ګډه سره وویل چې:
زما طرح تر بلې هرې کورنۍ جګړې ډېره اغېزمنه او خوندي او د بشر د حقوقو مراعات پکې په ښه ډول سره شوی دی.
البته د پست و مخابراتو شرکتونه هم په لومړیو کې ددغې طرحې له سرسختو مخالفانو نه وو؛ ځکه هغه درآمد یې له لاسه ورکاوه، چې د سرتېرو کورنیو او نورو خلکو ته یې د لیکونو، خبرونو او… په وړلو راوړلو سره ترلاسه کېده؛ خو بالاخره له هغوی سره پر دې جوړ راغلم چې دغه شرکتونه به هغه واړه واړه بیرغونه تولیدوي، چې په پام کې ده د سرتېرو کورنیو ته ورکولي شي.
ـ او اوس نو ښاغلی پروفیسور برېنارده، له میاشتو میاشتو پلان جوړونو و انتظار وروسته ټاکلې شوې، ستاسو پروژه تطبیق کړله شي؛ زه ډاډه یم، چې ټول امریکایان به لکه زما غوندې تاسو د یو فوق العاده او یو رښتیني وطن پرست په توګه یادوي.
ساعت اته بجې و دېرش دقیقې دی، د پروژې د پیل کولو لپاره نږدې هر څه چمتو شوي؛ زموږ د سترګو په وړاندې په دغه لوی ډګر کې د دښمن دوو پوځونو تر مایلونو مایلونو یو بل ته صفونه جوړ کړي او سرتېري د تیار سئ حالت کې ولاړ دي؛
د آسماني رنګه جامو پوځ د خاکستري رنګه جامو د پوځ پر وړاندې.
دوی لکه مجسمې هاغسې بې حرکته پر خپلو ځایونو ولاړ دي؛ د میدان کیڼ لوري ته قبر کیندونکي ودرېدلي او تر هغوی وروسته بڼوالان او د پوځ ښي اړخ ته ګل پلورونکي انتظار کوي.
د هېواد ګرده لوړ رتبه چارواکو؛ د بېلګې په توګه: ولسمشر، د ولسمشر مرستیال، د استازو د مجلس رئیس، وزیرانو، قاضیانو، جنرالانو او… خپلو ځانګړو ځایونو ته تشریف وړی… د ملي سرود د احترام په پار ټول ودرېږو، بیا ولسمشر دریځ ته ورځي، دده په اشاره نظامي ارکستر هم راپیلېږي او د ارکستر له آخرني ډنګ سره…
سرتېرو ته ګورئ، سرتېرو ته!
ټولو سرتېرو په خورا منظم ډول وسلو ته لاس کړ، نخښې یې ونیولې او یو ناڅاپه د شل زره او څلور سوه ډزو غږونه لوړ شول.
د ټوپکو دود هوا پر سر اخلي؛ آسمان دومره تیاره کېږي، چې ته به وایې طوفان راالوتی دی.
د جګړې میدان په چوپتیا کې ډوبېږي، د آسماني او خاکستري رنګه جامو ـ دواړو پوځونو جسدونه له کوم نظم و ترتیب پرته پر ځمکه لوېدلي دي؛
فکر کوم آن د ټولو نظامي تعلیماتو او د وطن پرستي د تر ټولو لوړې کچې حس له لرلو سره سره سرتېرو ته دا نه شو ور زده کولای، چې د مړه کېدلو پر مهال منظم پر ځمکه ولوېږي.
په هر حال؛
سرتېرو خپل رول ولوباوه او اوس نو د نورو وار دی، چې خپل خپل کارونه شروع کړي.
کښېنستي مقامات له ځایونو نه پورته او د هغو زري موټرو لوري ته روانېږي، چې دوی ته یې د پروژې له پیل نه تر دمګړیه انتظار کړی دی.
ولسمشر په ډېره مینه د پروفیسور برېنارد لاسونه کښېکاږي.
کله چې آخرنی مقام هم له خپل ځای نه راولاړېږي، د کارګرانو او قبر کیندونکو موټرونه ډګر ته داخلېږي.
هغوی له کیڼې خوا نه ښۍ هغې ته حرکت کوي او چې هر قبر کیندي، د یو سرتېري جسد پکې ږدي او بېرته ځمکه هواروي.
وروسته حکاکان کار شروع کوي؛ دوی په هر قبر یوه داسې ډبره ایږدي چې وړاندې پرې د هر سرتېري نوم او د زېږون و مرګ نېټې لیکلې شوې دي.
هره ډله په خورا غوره ډول خپل خپل کار کوي او لیکه لیکه مخکې روان دي.
اوس د بڼوالانو نوبت دی، هغوی په هر قبر څو بوټي و ګلونه کري؛ ګل پلورونکي هم رارسېدلي او له بڼوالانو وروسته په هر قبر یوه تازه تازه ګېډۍ ګلونه ږدي.
اوس نو د یوې ورځنۍ جګړې آخرني پړاو ته وار رسېږي؛ قبر کیندونکي له میدان نه وتلي، حکاکان او بڼوالان هم او ګل پلورونکي د وتلو په درشل کې دي؛
هغه دي، د سرتېرو د یتیمانو او کونډو موټرونه راورسېدل…؛د ټولو سرتېرو کورنۍ دلته را یو ځای کېږي او په تګ راتګ سربېره یې کېدونکي نور مصارف دولت په غاړه اخیستي.
دوی هم ډېر منظم ډګر ته ننوځي او هغه لارښوونکي و کوربانه یې د سرتېرو قبرونو ته راهنمایي کوي، چې رسمي جامې یې په تن دي؛
هرې کورنۍ ته د معلوماتو یوه وړوکې تابلو او د امریکا یو وړوکی بیرغ ورکوي.
له ارکستر نه د نظامي ماتم غږ پورته کېږي او موږ ټول د خبرداري حالت کې ودرېدلي یو، نرم نسیم هم چلېږي.
په رښتینې مانا د امریکایانو نبوغ حیرانوونکی دی؛ هغه ځای چې نن سهار یوازې او یوازې یو معمولي او تش ډاګ وو، اوس په یوه لویه نظامي هدیره بدل شوی دی.
خورا ښکلې ورځ وه؛
او
موږ پکې دا ویاړ درلود، چې دغه تاریخي پروژه ستاسو تر کورونو پورې در ورسوو؛
بلې؛
خورا بې مخینې ورځ وه!
شپه په خیر، ګرانو هېوادوالو؛
تاسو ټولو ته د ښې و آرامې شپې غوښتونکي یو!
پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.