د دولت لواڼي د دېوان د لومړي شعر سپړنه

لیکوال: تاج وحدتیار

443
د دولت لواڼي د دېوان د لومړي شعر سپړنه او د علامه رشاد د یوې څرګندونې په اړه  شبهه
موږ به له دولته لږ مخکې لاړ شو، پر بایزید او د هغو پر ملګرو به وغږېږو. روښانیان یو پرانرژي او خودجوښه جنبش و. دوی نه یوازې تصوف په پښتو ژبه کې باقاعده ننباسه، بلکې د پښتنو شعوري کول او د دوی د ذهن د چینلونو خلاصول یې هم ستر کار وو.
بایزید په خپله متنازع فیه شخصیت دی. یعنې پر ده او د ده  پر ملګرو مطلق حکم نه شي کېدای. مطقیت په دې  مانا چې موږ دا نهضت نه  مطلق مذهبي ښودای شو، نه سیاسي، نه بزګري، نه نشنلېستي  او نه…
دا حق دی چې دوی پښتو او پښتنو ته  موثره او مثمره وو. پښتو د سواد ژبه جوړول او بیا یې د مذهبي  ښوونو لپاره یوه وسیله  ګرځول، له شک پرته ووړ کار نه و.  د فاروق اعظم خبره، له دې مخکې خبره دا وه چې پښتو د دوزخیانو ژبه  بلل کېده. د دوزخي ژبې جنتي کول او بیا پرې د دین  تشرېح؛ دا خو بیخي له  رېسکه  خالي نه وي. د پښتو ځانګړو غږونو ته ګرافیمونه جوړول، پښتو د رسم الخط سمونه، د پښتو په موسیقۍ کې د راګونو اضافت او له دې ټولو وراخوا پښتو ملي‌ګرایي ته کار، بیخي لوړ وو.
پښتانه د لاس هغه ګوتې دي چې راټولیږي، خو موټي کیږي نه. دا ارمان خو په نږدې معاصرو کې باچاخان او حمزه شینواري  هم ګور ته یووړ.
تر څو راټول په یو مرکز یې نه کړم
هرې تپې ته له حجرو سره  ځم
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زه د پښتون له قافلو سره  ځم
که یې خلاصه کړم، بایزید پښتنو ته بنسټونه وکنل. د خیرالبیان په مقابل کې مخزن الاسلام لیکل، اصلا په پښتو کې د نقد د لړۍ پیل و. له دوی وروسته  خوشال پر دې ویاړي چې ما د  ارزاني، میرزا، مخلص، خالص او دولت د شهرت توغ راکوز او خپل مې  پرې لک کړ.
د مرزا دېوان مې ومانډه  په  ګوډي
مسخره مې  ارزانی خویشکی  زمند کړ
که دولت و، که واصل  و که دا نور وو
په خبرو مې د هر یوه  ریشخند کړ
قتلمې مې  ورته  سازې کړي د قندو
د اوربشو په ډوډیو چې چا شخوند کړ
چا زما مړوند ټینګ نه کړ په دا کار  کښې
ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند کړ
غالبا کوم روسي ویلي و چې تصادفونه پرمختګونه زېږوي. دا نظر د حمزه بابا د تضاد او ارتقا له نظریې سره  سېم ده. بایزید د خپل فکر تشرېح ته سلګونه شاعران ګومارلي وو، چې له دې ډلې یو دولت لواڼی و. دې سړي د بایزید فکر او وحدت وجودي نظریه په پنډ دېوان کې شرحه کړه. ژوند یې د هند په دکن(رشیداباد) کې تېر کړی.
د ژوند زمانه یې ارواښاد رشاد بایزید ته نږدې بولي. علامه رشاد د ده په دېوان کې  پر یو بیت دا استدلال کړی. یوه مسره  یې داسې ده: ( زه فقیر دولت مرید د میاروښان یم)
که دا مسره داسې تعبیر کړو چې دولت مستقیما د بایزید مرید پاتې شوی او بیعت یې ترې اخیستی نو څو تناقضات رامنځته کیږي.
یو؛ که د بازید مرګ په ۹۸۵ کې ومنو؛ نو دا وخت به دولت حتمي د ۲۰-۲۵ کلونو زلمی و. دولت د دکن په هاغه جنګ کې هم ګډون کړی او زخمي شوی چې میرزاخان انصاري او زوی یې پکې وژل شوي وو. نو سند شته چې دولت دې په زړښت کې هم تورې وهلي وي؟
دوه: ده د الله داد(رشیدخان) پر  مرګ مرثیه ویلې. د رشیدخان د  مرګ تاریخ ۱۰۸۵ قمري دی. نو څوک ویلی شي چې دولت دې تر ۹۰- ۱۰۰ کلونو ژوندي وي او یا که ژوندی وي، نو تر دې وخته یې  شعر جاري و؟ په هر صورت. د رشاد صاحب مخکنۍ پښه وروستنۍ راټینګه کړې.  دده دویمه خبره تر لومړۍ هغې قوي او منطقي برېښي.
دی وایي چې دولت د بایزید د لومړي لاس نه، د دویم لاس مرید تېر شوی. یعنې امام زمان/پیرکامل یو وي او ده چې نورو ته د خلافت اجازه ورکړي وي او هغوی مریدان ونیسي؛ نو دا ټول په حقیقت کې  د اول امام مریدان  ګڼل کیږي.
د دولت په ټول دېوان کې دیني احکام  او یا د بایزید خبرې نظم شوي، نور څه پکې نه لیدل کیږي. پوهاند حبیبي په یوه کنفرانس کې د بایزید پلوو د شاعرۍ مضامین تر استنشاق او مضمضې یادوي. البته دا خبره یې له طنز وجې کړې.
راځو د دولت دېوان ته او د دولت د دېوان لومړی شعر رااخلو. خو د حسن اختتام لپاره وایو چې که  شعر هر څومره ښه وي؛ خو چې د شعر لپاره نه  یي ویل شوی، عالي نه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.