د هومر د ارتي او د اقبال د خودۍ پرتلنه

لیکوال: محمد بقایي ماکان ژباړن: تاج وحدتیار

212
یادښت: د پښتو د فقر او د لنډې تنګې وییزېرمې پته هله سړي ته لګیږي کله چې کومه اکاډمیکه مقاله/ کتاب ژباړي او یا یې لیکي. د ((هومر او اقبال د خودیو پرتلنې)) په نامه د یوې مقالې پر ژباړه بوخت یم، بیخي یې سربداله کړم. که بسیارنویس لیکوال وای، په دومره وخت کې مې  د دوو کتابونو چاره کوله.
د مقالې له منځه:
ناپلیون ویل چې زه یو شی یم، شخص نه یم. دا هم یوه وحدت الوجودي کریغه کېدای شي او وحدت الوجودي تجربه ده چې کوم څوک یې ترلاسه کوي. د اسلام په تاریخ ډېرو ولیانو او صوفیانو خپله دا نه‌کېدونکې خبره یو ځل په جارکړې. منصور به ویل: اناالحق. بسطامي به ویل: سبحاني ما اعظم شانی. مولانا به ویل: شمس من و خدای من.
دا په سکونت کې د خپلۍ خودۍ د محوې او بېګانګۍ پړاو دی. په دې وخت کې سړی خپل ((زه)) هېروي او له خپل  اصل ذات/ حق سره پیوستیږي او دا د نه‌‌بیان وړ عشق بېلګه ده.
همدا مفهوم اقبال په یوه غزل کې چې (( د حباب په زړه کې توپان)) نومیږي؛ لري. په اصل کې دا غزل د نصیرالدین محمود دهلوي پر ځمکه کښل شوی او نوموړي ته پرې هرکلی ویل شوی.
هومر او اقبال دواړه شاعران او متفکران دي. دوی دواړه د انسان د عظمت په اړه خپل لیدلوري  لري او دواړو د انسان پر جبلیت پوره پوره  غور کړی او هڅه يې کړی چې څنګه د انسان د خودۍ پر رموزو پوه شي. دواړه پر دې باور دي چې له خوب څخه ناڅیزه او بې ګټې هڅه ښه ده. اشیل د هومره ایډیال اتل دی. دی وایي چې ارتي/خودي په  اشیل کې د کمال پوړۍ  ته رسېدلې. د هومر په اند په نړۍ کې ټولې ارواوې اشیل ته وروګرځي او ورته وایي: تر مړه باداره  ژوندی مریی غوره دی. دا ځکه چې د هومر په فلسفه  کې مرګ د نه‌ځواک په مانا ده.
هرمر خپله خودي د اشیل له خولي بیانوي. نوموړي  انګیري چې لنډ، هڅاند او ویاړمن ژوند له اوږده او مړه ژوند څخه په ځلونو غوره دی. هغوی چې تل  ویاړونه راوړي، نه مري او دا ځکه چې دوی د نورو په زړونو او خولو ژوندي وي. د ده په اند چې یو اتل  په جګړه کې اتلولي  خپلوی شي او د جګړو په ډګر کې زړور تاختونه دی بریمن او تلپاتی کوي. د هومر په اند، د چا چې څومره ارتي پراخیږي، هومره دی د ولسونو په ذهنو کې ژوندی کیږي او تلپاتیوالي ته رسیږي.
هومر وایي چې له مرګه خلاصی نشته، نو ښه ده چې سړی ترې ونه  ترهیږي؛ خپلې  اتلوالې او تلپاتیوالي ته کار وکړي. د نوموړي له قوله چې چې د اګاممتون په اورتون کې د ده  سوبتیا او یا یې په ټرای جګړه کې ګډون  ده ته( اشیل ښيي) کوم ارزښت نه لري؛ بلکې ده ته یوازې  دا مهمه ده چې ویاړونه  ترلاسه کړي او د خپلې جاویدانګۍ چانس پرې لوړ کړي. بیا هم یادونه کیږي چې د هومر ایډیال اتل اشیل دی او د نوموړي له خولې خپله فلسفه غږوي. دی ابدیت د ارتي په لوړوالي کې ویني او د ده  په قول چې دا  شی په جګړو کې ترلاسه کیږي، نه په بل شي کې.
اقبال هم په هم نظر دی.
په ایلیاد حماسه کې یو ځای په یوه قطعه کې د اشیل د ډال یوه شاهکاره او شاعرانه ستاینه کوي او له دې قطعې مالومیږي چې دی ژوند د جګړې او سولې ګډوله بولي او دا ځکه چې دا ډال د فنونو او صنایعو خدای( هفایستوس) جوړ کړی او د دوو منظرو جګړې او سولې ننداره پکې کیږي.
یاده دې شي چې د هومر د دې دوو  څنګ پر څنګ راوړو صحنو  موخه دا ده چې انسان  باید هېڅکله هم د جګړې فکر له ذهنه ونه باسي. د ده په اند چې دوښمن تل په  کمین کې دی او فرصت ته ګوري. هومر هڅه کوي چې انسان  د جګړو او سولې پر بنسټ تفسیر کړي او انګیري چې د ستونزې پای جګړه ده. د نوموړي په  ګومان چې هوښیاري دا نه چې ته دې په بې غمه زړه او په ډکه خیټه ژوند وکړې؛ ژوند ستونزې دي، تل هڅه پکار ده.
اقبال هم ورته نظر لري او وایی چې انسان باید توره او ډال له لاسه  ونه  غورځوي. دی جګړو ته د د خپل عصر له  عینکو ګوري او زیات وخت یې د تعقل حوزې ته کشوي. د اقبال په  اند انسان(یاده دې شي چې د ده مراد هرځای مسلمان انسان دی.) باید تل محتاط او د جګړې خیال یې په سر کې وي. دی وایي چې د لوېدیځ او فرنګ کولتوري او فکري  جګړو ته باید مسلمانان وختي لا تیار وي او په محاذ کې ناست وي او د دوی د بې دیني ( لادینیت) په لومه کې ښکېل نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.