د هلمند معاهدې اړوند د ایراني اخندانو متشدد، تېز او هوښيارانه ګواښونه او

خان محمد تکل

422
د هلمند معاهدې اړوند د ایراني اخندانو متشدد، تېز او هوښيارانه ګواښونه او د افغانستان د ملایانو سرپرست حکومت پڅ او کمزوری دريځ!
د هلمند معاهدې د تطبیق په موخه په کراتو کراتو ایراني اخندانو د افغانستان د ملایانو سرپرست حکومت ګواښلی او غوښتنه یې دا ده چې د هلمند معاهده دې د دوئ د توقع مطابق پوره تطبیق شي.
په دې وروستیو کې د ایران ملایان په خورا متشدده، خشنه، ګواښوونکي لهجه او په ډیره ځیرکتیا سره د حقابې د تطبیق غوښتنه کوي. خو له بلی خوا د افغانستان د ملایانو سرپرست حکومت یې په مقابل کې په اعلامیه کې داسې وضاحت ورکوي چې ګني ځان ملامت او اخندان سلامت ښاي. زه نه پوهېږم طالبان د کوم مجبوریت له مخې د ایران پر وړاندې دومره کمزوری او ملامت دريځ خپلوي. یا دا د دوئ سیاست مجبوریت دی او که میدان خالي دی د جواب ویلی څوک نشته، او که دوئ فکر کوي چې ایران سره د بحث او ډیالوګ څوک نشته، بیا دغلته هم خطا وتلي؛ ځکه موږ په داخل د هېواد کې قوي مسلکي او متخصص ټيمونه لرو تر څو ایران سره د حقابې اړوند بحث وکړي او یوې مطلوبې نتیجې ته ورسیږي او ایرانیان تل د دي متحد ټیم څخه په شکایت وه او په شکایت به و اوسئ.
د ملایانو سرپرست واکمن مسؤلینو ته یو نیم کال وړاندې موږ د هلمند معاهدې د اسانه تطبیق اړوند ځینې مسائیل مطرح کړي ول.
موږ په وضاحت سره ویلي و چې لومړی باید ایران ته اوبه د اندازه ګیرۍ په اساس خوشې شي. دویم د هلمند سیند چپ اړخ ته پر پوله د ایران لخوا په سلګونه واټر پمپونه د معاهدې خلاف نصب شوي چې په کال کې په سلګونه میلیونه متر مکعب اوبه باسي دغه واټر پمپونه باید له مینځه ولاړ شي او درې هغه نقطې معلومې شي چې په کومو کې ایران ته اوبه ورکول کیږي.
موږ په ټینګار سره ویلي چې ایران سره باید لومړی دغه درې عمده موارد معلوم شي او له هغه وروسته ورته اوبه پرېښودل شي. بغیر له دغو ور سره خبرې کول او اوبه پرېښودل زموږ پر زیان دي. ځکه افغانانو د هلمند معاهدې د لاسلیک وروسته په لومړي ځل د کمال خان بند د تړلو سره د هلمند سیند د اوبو واک تر لاسه کړ او د معاهدې د تطبیق لپاره یو زرین چانس په لاس راغی. خو له دې ټولو سره سره مسؤلینو د واک په لومړیو وختونو کې د شرایطو د عادي ښودلو په خاطر د معاهدې څخه څو چنده زیاتې اوبه د ایران لورته خوشې کړې. د اوبو دومره پرېمانه خوشې کول په داسې حال کې چې د معاهدې پورته درې مواردو څخه یو هم تطبیق شوی نه و دا طلاي چانس یو ځل بیا په اوبو لاهو شو او ایراني لور ته یو ځل بیا فرصت برابر شو تر څو د اصلي ستونزې د حل پر ځای نور سیاسي مسائیل را مخته کړي او افغان لورو یو ځل بیا په اصطلاح تورو توتو پسې ولیږي او دوئ خپل فشارونه زیات کړي.
موږ څو څو ځله له ایراني اړخ سره په دې اړه بحثونه کړي او دا راته جوته شوې که افغان لوری ایران ته د هلمند سیند ټولې اوبه ور خوشې کړي بیا به هم اخندان خوشحاله نه کړي او نه به یې پر دې قانع کړي چې ګني موږ دوئ ته د خپل حق څخه زیاتې اوبه ورکړي. موږ باور لرو چې ایران هېڅکه د هلمند معاهدې تطبیق نه مني او نه دا مني چې دوئ دې حاضر شي تر څو د هلمند پر سیند لګېدلي واټر پمپونه او څو نور کانالونه چې د معاهدې خلاف دي وه تړي.
په هر صورت زه غواړم د خپل ماموریت په دوران کې د هلمند معاهدې پر تطبیق ځینې مسائیل مطرح کړم.
کله به چې د هلمند معاهدې اړوند له ایراني اړخ سره د افغان لوري بحث و، مقابل لوري به همیش په ناستو کې دا دوه ستونزې د پيغور په ډول افغان لوري ته مخته کولې. لومړی د هلمند سیند د سیلابونو مدیریت او دوهم د دهراود د اوبو اندازه کولو سټېشن نصب کول و او ضروري هم وه چې افغان حکومت باید دغه کارونه کړي وی ځکه د دهراود سټېشن د هلمند معاهده کې د ملا تیر حیثیت درلود او لري یې.
د دغه دواړو ستونزو د حل لپاره موږ لومړی د سیلابي اوبو د کنټرول په موخه په ډیره لویه قرباني، تر سختو امنیتي تهدیداتو او جنجالي حالت کې د کمال بند تکمیل کړ او د سردار داود ارمان مو پوره کړ، چې دا د افغانستان د اوبو مدیریت په تاریخ کې بې ساری اقدام و.
دوهم کار د دهراود سټېشن نصبول و کوم چې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره نهایت مهم کار و، دا چې د دهراود سټېشن نصبولو لپاره هغه وخت موږ ته څومره ستونزې جوړېدې/شوې. زه فکر کوم دلته به یادونه مناسبه نه وي او شاید د لوستلو حوصله یې ونه لرئ. خو څو عمده ټکي به یې تاسو سره شریک کړم. تر څو هېوادوال پر دې پوه شي چې د ایران په اوړو کې څومره شګه ده…
۱- ایران د دهراود سټېشن نصبول افغانستان ته په یوه حیثیتي مسئله بدل کړی و، ایران په اخره اندازه هڅه کوله تر څو د دهراود سټېشن مخه ونیسي او افغان لوری مجبور و تر څو دا کار وکړي که په هره قربانۍ کیږي. اخندان ډاډه ول چې افغان لوری نشي کولی ځکه دوئ د سټېشن ممانعت لپاره په سیمه کې وران کارو ته پوره امتیازات ورکول تر څو په اصلي نقطه کې د سټېشن د نصبولو مخه وه نیسي.
۲- موږ د دې ټولو ستونزو او امنیتي تهدیداتو سره سره بیا هم دغه موضوع ته لومړیتوب ورکړ، ځکه پوهېدو چې جمهور رئیس غني ته تر هر څه د اوبو مدیریت لومړیتوب لري. زموږ ټیم پر دې باور و که په دغه برخه کې موږ له ولسمشر څخه هر ډول غوښتنه وکړو هغه به یې درېغ نه کړي. هماغه و چې په ګډه جلسه کې مو ایرانیانو ته په صراحت سره وویل چې موږ په دهراود سټېشن کار پيل کو او دا کار به هتمي کوو.
د خپل کاري ټیم سره له مشورې وروسته ته مې جمهور رئیس غني سره ځینې معلومات او وړاندیزونه شریک کړل، ولسمشر غني په هماغه ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره جلسه ونیوله او د جلسې پرېړه پر دې شوه چې دا کار باید د ملي امنیت لوی ریاست د خپل ولسي نفوذ او اوپراتیفي پیسو پر مټ تر سره کړي.
هماغه و چې ملي امنیت د خپل ولسي نفوذ پر مټ او په ډیرو مالي امکاناتو سره وشو کولی چې په ساحه کې د کار زمینه برابره کړي او موږ په ډیرې تېزۍ سره په ساحه سټېشن نصب کړ او دغه تاریخي مسؤلیت مو تر سره کړ.
راځم اصلې موضوع ته،
زه باور لرم چې ډیری هېوادوالو سره به دا پوښتنه وي چې ولې ایران نغواړي درې نقطې مشخصې شي تر څو د هلمند معاهده په بشپړ ډول تطبیق شي؟
۱- د اندازه ګیرۍ ارقامو ته په کتو ایران په تېرو څلوېښتو کلنو کې یواځې له هلمند سیند څخه په اوسط ډول د ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارده متر مکعبه نه زیاتې اوبه تر لاسه کړي.
ایران خپل لورته د هلمند معاهدې خلاف د ۱۲۰۰۰۰ هکټارو نه په زیاته اندازه ځمکه اباده کړې او څو لویو ښارونو ته څښاک اوبه د همدې سیند څخه برابروي او د هلمند اوبو ته څېرمه یې په ملیاردونو ډالره سرمایه ګذاري کړې.
۲- ایران د هلمند معاهدې خلاف د سیند کین لورته په سلګونه واټر پمپونه لګولي چې هر کال په سلګونه میلیونه متر مکعبه اوبو د پورته کولو ظرفیت لري او د معاهدې خلاف د سیند له بستر څخه اوبه پورته کوي.
۳- اخندان پر دې باور دي چې که په افغانستان کې هر حکومت وي. دوئ سره باید د یو تعامل له مخې مخته ولاړ شي او داسې څوک باید را مخته نشي چې دوئ سره د دقیقې محاسبې له مخې حساب وکړي او دا باور یې سم دی ځکه په تېر کې هم همداسې شوي او اوس هم دا چاره روانه ده.
۴- ایرانیانو د معاهدې خلاف د هلمند سیند ته د سیند په دلتا کې څلور لوی مصنوعي ذخیرې چې تقریبا د شپږ ملیارده متر مکعبو څخه زیاتې اوبه ذخیره کوي جوړې کړي او د کهک بند په واسطه ورته اوبه ګرځوي. او په دغه برخه کې یې سیند دومره ژور کړی چې زموږ لاندینیو ولسوالیو کنګ او چخانسور په ابي او سیلابي کلونو کې د څښاک اوبه نه رسیږي. ځکه دوئ نغواړي د درېوو نقطو په تعین او د اندازه ګیرۍ الاتو په لګولو سره ځان محدود کړي.
۵- ایران د هلمند معاهدې خلاف د سیند په وروستۍ نقطه کې د ګلمیر ۱ او ګلمیر ۲ په نامه لوی کانالونه کندلي چې د زراعت او څښاک اوبو لپاره ترې استفاده کوي او نغواړي دغه کانالونه وه تړل شي.
۶- که چیرته درې نقطې جوړې او د اندازه ګیرۍ الات ولګول شي په هغه صورت کې بیا ایران د حقابې مطابق اوبه تر لاسه کوي او د زیاتو اوبو اخیستلو څخه لاسونه لنډیږي نو ایران نغواړي داسې یو څه وشي د همدې لپاره نوي موضوعات او جنجالونه رامخته کوي تر څو اصله موضوع شاته پاتې شي.
په اخر کې د یو داسې ورځې په هیله چې موږ له شخصي ګټو څخه ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو، پرېکړو مو په عقدو او احساسانو نه وي ولاړې. خبره مو د وطن او ولس لپاره وي.
په ډیر درناوي

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.