د هلمند د معاهدې په اړه له ایران سره هر ډول سیاسي ناسته مردوده او ملي خیانت دی

خان محمد تکل

580
د هلمند د معاهدې په اړه له ایران سره هر ډول سیاسي ناسته مردوده او ملي خیانت دی!
موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسؤلیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوبه له پولې وتونکې (بیرون مرزي) دي. په داسې حالاتو کې یوه کوچنۍ تېروتنه موږ له لوی بحران کې راګیرولی شي او د لوی ملي خیانت سبب کېدلی شوو.
راځم اصلي موضوع ته چې هغه ایران سره د هلمند معاهدې د تطبیق ده چې په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ پرې ګرمې خبرې روانې دي. غواړم د هلمند معاهدې د تطبیق په اړه ولس او اوسنیو مسؤلینو (طالبانو) ته ځینې مسائیل روښانه کړم چې ایران سره باید څه وشي او تر اوسه پورې څه شوي؟
۱- ایران د معاهدې له لاسلیک څخه وړاندې او وروسته له ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارد مترمکعبه اوبه په اوسط ډول په کال کې ترلاسه کړي دي. ایران یې باید پر دې قانع واوسي چې تل یې له خپل حق څخه زیاتې اوبه اخیستي او د افغان ملت منندوې واوسي.
۲- دوئ (ایران) اړخ هېڅکله د دغه لوی مقدار اوبو اخیستل نه منلي او نه به یې ومني او نه په تللو اوبو قانع دي او په خورا سپين سترګۍ یې هر وخت ویلي چې “افغان اړخ دې خپل سیلابونه مهار کړي. دوئ دې د زیاتو اوبو راکولو احسان پر موږ نه کوي بلکې دا د دوئ ناتواني ده چې خپل سیلابونه او اوبه نه شي مهار او مدیریت کولی.”
۳- ایران د افغانستان له پېچلو حالاتو څخه په استفادې تل هڅه کړې چې د هلمند معاهدې د پاتې برخې چې د(دریوو نقطو) ټاکل دي مخه نیولې/نیسي یې چې په وروستي ځل یې یو جګپوړی هيئت ما سره له مشورې خلاف کابل ته را واستوه او غوښتل یې چې یو ځل بیا له خپل نفوذ څخه په استفادې د هلمند د معاهدې د تطبیق مخه ونیسي. خو ما په ټول قوت سره دغه ناسته ناکامه کړه او اجازه مې ورنه کړه چې د هېواد په ارزښتونو معامله وشي. د ډیرو فشارونو سره سره مې ور سره ناسته ونه کړه او د ایران هيئت بېرته ستون شوو او دا زما د ماموریت تر ټولو لوی ویاړمنه او درنه پرېکړه وه، چې وروسته بیا د داخلي جاسوسانو له خوا په مرګ او له دندې څخه په لرې کولو وه ګواښل شوم، خو دا هر څه ما له وړاندې پر ځان منلي و، ځکه موقف او د ملي ګټو لپاره راته ژوند کوم ارزښت نه لره.
۴- د هلمند معاهده چې ډیرو قربانیو وروسته د تطبیق وروستۍ مرحلې ته رسېدلې. ځکه کمال خان بند چې د ولس، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې قهرمانو کارکوونکو او ننګیالیو امنیتي ځواکونو په قربانیو بشپړ او ور سره سم د هلمند معاهده هم بشپړېدو ته نږدې شوې يواځې د دریوو نقطو ټاکل دي چې باید د تخنیکي انجنیرانو لخوا وټاکل شي.
د دغه دریوو نقطو ټاکلو پروسه زموږ د ماموریت پر وخت تر ډیره بشپړه شوې. اوس دوئ دغه موضوع د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو پر ځای د وزیرانو پر کچه مطرح کوي چې په هغه صورت کې به بیا دغه معاهده له تخنیکي اړخ څخه په حقوقي دعوې بدلیږي چې دا به راتلوونکي نسل ته یو لوی سرخوږی وي…
۵- زما د معلوماتو له مخې به په نږدې راتلوونکي کې به ایراني چارواکو سره په کابل کې ناسته تر سره کیږي چې طالبانو ور سره منلې هم ده، لومړی خو باید ووایم چې
دا ناسته هم د تېرو ناستو په څېر د ایران له طرفه یو نمایشی ناسته ده چې د معاهدې د تطبیق لپاره نه بلکې د نقض لپاره یې د اسنادو پریښودل دي.
څومره چی زه د معاهدې د متن او مقابل لوري د نیت سره اشنا یم مخکې له مخکې دا جلسه بی نتیجه پای ته رسیږی او صرف د ناستی یو شرمنده حقوقی سند افغان لوری ته پریږدی او بس چې په راتلوونکي کې به همدا سند د ایران له لوری په محاکمو کې استفاده کیږی. یو ځل بیا وایم چې دغه ناسته به د هلمند معاهدې په اړه وروستۍ ناسته وي چې یاده ناسته به د راتلوونکي لپاره یو حقوقي سند پاتې شي. ایران په دې پوهیږي چې افغان لوري تل خپل مسؤلیت ادا کړی خو دوئ(ایران) د خپل نفوذ او زور له لارې غواړي خپل ځان بري ثابت کړي.
هغه متل دی چې وايي” مړ هم زه او پړ هم زه.”
په اخر کې دومره وایم چې د هلمند معاهدې په اړه د ایران هېواد سره د وزیرانو پر کچه هره سیاسي ناسته مردوده او ناروا ده او دا زموږ د ملي شتمني(اوبو) روح او روان سره ستر او نه جبرانېدونکی ملي خیانت دی.
زه یو ځل بیا وایم چې د هلمند معاهدې په اړه دې ایران سره صرف د د دریوو نقطو د تعین په اړه خبرې وشي او دغه خبرې دې د تخنیکي انجنیرانو په واسطه وشي نه د وزیرانو او سیاسي اشخاصو لخوا. بغیر د دریوو نقطو د ټاکلو چې ایران هېڅکله ورته نه حاضر کیږي له دې ور هاخوا له ایران سره په نورو مسائیلو بحث او ناستې معامله او ملي خیانت دی.
زه د طالبانو په مشرتابه او په ځانګړي ډول په ملا عبدالغني برادر ږغ کوم چې د اوبو پر سر د معاملې مخه ونیسي. کنه هېڅوک او هېڅ عمل له تاریخ پټ نه پاتې کیږي.
په درنښت
خان محمد تکل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.