سلطان احمدخان سرکار/۳ برخه

لیکوال: کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني، ژباړنه: هیله تبسم

508
د مکناټن لوېدل په هغه څاه کې چې خپله یې کیندلې وه:
یو مشهور افغاني متل دی چې وایي: ”څاه کیندونکی، په څاه کې دی“ دا متل د داسې کسانو په حق کې کارول کېږي چې نورو ته دسیسې جوړوي؛ خو خپله، په خپله دسیسه کې بندیږي او ورک کېږي.
مکناټن هم د ملي سرلارو لکه نایب امین الله خان او سردار اکبر لپاره همداسې توطیه جوړوله، خو خپله د خپلې توطیې په لومه کې ښکېل شو.
هېره دې نه وي چې د مکناټن وژل د ٣ افسرانو او ٢٢  مسلح سربازانو په شتون کې د سردار اکبرخان او ملګرو لپاره یې یو له ریسک او خطرناک ډک اقدام و، چې د تیري کوونکیو او اشغالګرو برخلیک ته یی تغییر ور کړل.
شهزاده علیقلي د فتح علي شاه قاجار زوی د مکناټن وژل په خپل کتاب(تاریخ و سوانح افغانستان کې) په دقت سره ثبت کړي دي چې غبار او نورو بیا د همدې له مخې د دې واقعې شرحه کړې ده.
علیقلي میرزا لیکي: ”د ٣٣م  دسمبر د جلسې له انعقاد مخکې، سردار اکبرخان، سردار سلطان احمدخان او محمد شاه خان بابکر خېل، جسله ترسره وکړه. محمدشاه خان له اکبرخان وپوښتل چې ستاسو پلان څه دی؟ اکبرخان وویل: غواړم وروسته د مکناټن له ملزومولو او د هغه د ضد او نقیض قراردادونو له ښکارولو، مکناټن سره له ملګرو یې ونیسم او له خپل ځان سره وساتو، تر څو بل ځل ونشي کولی چې د ملي سرلارو او نورو غازیانو ترمنځ د نفاق د رامنځته کېدو سبب شي، او هم انګلیسان مجبور شي چې زموږ مطالبات قبول او دوست محمدخان واپس راولېږي. محمدشاه خان وویل: ډارېږم چې دا کار غلط مخکې لاړ نشي او زموږ هغه سل کسه چې له انګلیسانو سره بندیان دي مقتول نه شي، او هغه وخت بیا خلک د دې ماجرا په وسیله زموږ خامۍ او ملامتۍ ته ګوته ونه نیسي. اکبرخان ځواب ورکړ: بالفرض که داسې څه وشي لکه تاسو چې وویل، زما د سل کسانو وژل او د خلکو ملامتي پر موږ، بهتر له دې څخه دی چې پردی زموږ پر هېواد مسلط، اسلام پایمال او د کفر قانون په هېواد کې رایج شي.“
(علیقلي میراز، تاریخ وقایع و سوانح افغانستان، چاپ تهران، ص ١٠٩- ١١٠)
پورته بیانات د سردار اکبرخان له ځانه تېرېدلو ، اسلام غوښتنه او له پردیو د کرکې اوج ښیي، چې باید په زرینو کرښو د هېواد په تاریخ کې ثبت شي.
میرزا علیقلي په دوام کې لیکي: “درې واړه متفق الکلمه له ځایه پورته شول، د همت ملا یې وتړله او په دوه ویشتو سپاره اسونو چهاوڼۍ ته لاړل. مختار وزیر هم راووت. لومړی سلطان احمدخان مخکې ورغی او مختار وزیر ته یې اطمینان ورکړ چې د کار کمال پوخوالي ته رسېدلی، مختار وزیر سردار اکبرخان ته ورنژدې شو[سلام یې ورواچوو او لاس یې ورکړ] مختار وزیر هغه آس چې بیه یې درې زره روپۍ وه او وزیر اکبرخان ته یې د ډالۍ په ډول راوستی و، اکبرخان یې مخاطب کړ چې دا حیوان مې د رسم رواج په ډول سردار ته راوستی. محمد اکبرخان مننه ترې وکړه او هغه یې لرې له چهاوڼۍ خبرو اترو ته روان کړ، مختار وزیر چې هر څومره وویل چې دا ځای د خبرو اترو لپاره مناسب دی، محمد اکبرخان د واورې او ځمکې لمدېدو عذر ورمخکې کړ تر دې چې د خپلې خوښې ځای او چهاوڼۍ لېرې راغلل او پټو/سادر یې هوار کړ او پرې کښېناستل. د انګلیسانو لخوا، مختار وزیر او تریور میکنزي ناست ول، لارنس د مختار وزیر د سر خواته له تپانچې سره ولاړ او څلور تنه نور د آسونو سره نږدې له ټوپکو سره ولاړ ول، دوه تنه نور له لېرې اندازې هغوی ته ولاړ او ١٦ تنه په آسونو سپاره د شل قدمونو په اندازه له هغوی لېرې ول. د افغانانو لخوا وزیر اکبر، سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان ناست ول، دوست محمد خان او خدابخش(د محمدشاه خان وروڼه) او غلام محي الدین غلجایي ولاړ، او څو تنه نور پلي سربازانو د سردارانو آسونه ساتل. مختار وزیر له وزیر محمد اکبرخان سره په پوښتنو او ځوابونو بوخت و، دواړو یو له بله د خپلو وعدو د صدق پوښتنه کوله. [خبرې اترې] قریب ربع ساعت (۱۵ دقیفی)ته وغځېدې. ناڅاپه محمدشاه خان په افغاني ژبه محمد اکبرخان ته وویل: [وخت تېرېږي، ژر شه خبره خلاصه کړه!] فی الفور محمدشاه خان له خپل ځای  ولاړ شو او مختار وزیر یې له ستونې ونیو او په افغاني ژبه یې ورته وویل: “دا ځای د خبرو اترو نه دی، خبرې په ښار کې تمامېږي.
محمدشاه خان د دې له ډاره چې ګواکې لارنس په خپلې توپانچې محمد اکبرخان ته زیان ونه رسوي، ژر ولاړ شو او هغه یې ونیو او افغاني سیلاوه یې د هغه په څنګ ورکېښوده. لارنس چغې کړې چې بس دی. محمدشاه خان وویل: نو در روان شه، دا چې سیلاوه یې په څنګ ورته اېښې وه، نو مخکې روان شو. دوست محمدخان له تریور او غلام محي الدین خان له مکنیزي سره لاس ګرېوان شوي ول او دواړه یې مخکې روان کړي ول، پلي افغان سربازانو څلور تنه د انګلیسانو سربازان د مرمۍ هدف ګرځولي ول او د هغوی آسونه یې راخیستې او راغلل.
وزیر محمد اکبرخان او سردار سلطان احمدخان دواړه له مختار وزیر سره لاس ګرېوان شول، دا چې مکناټن ډېر عظیم او د یو قوي وجود څښتن و، نو محاربه وغزېدله. ناڅاپه سپاره شپاړس انګلیس سربازانو په یوار د پلي افغانانو او دې دوو سردارانو په لور ډزې پیل کړې چې دوه تنه پلي تګ افغانان یې مړه او یوه مرمۍ د محمد اکبرخان په شا ولګېدله، خو ډ[پوستینچی آغوستوپه سبب ] ژوبل نشو. سردار سطان احمدخان د هغوی مخنیوی مهم وګڼو، لکه د زمري په شان په هغوی ورغی، د مختار وزیر یو له مخکښو خدمتګارانو څخه یې د تفانچې هدف وګرځاوه، او څو نور یې په توره ووهل او نور وتښتېدل.
دا چې مختار وزیر او محمد اکبرخان یو له بل سره لاس او ګرېوان او د کوښښ په هڅه کې شول، مختار وزیر له خپل امسا څخه نیزه راووېست او غوښتل یې چې وزیر اکبرخان پرې ووهي، خو اکبرخان د زور په مټ له هغه واخیست او لېرې یې خطا کړ. سلطان احمدخان له راویستلې توري سره راورسېد، مختار وزیر له ویره څخه  مخ هغه ته ورواړوو او شا یې وزیر اکبرخان ته کړه. سلطان احمدخان په افغاني ژبه وویل:” ژوندي بیول یی ناممکنه ده  همدلته ختم یی کړه.” بیا وزیر اکبر هغه توپانچه راوویسته  یوه شپه مخکې مختار وزیر ورته ډالۍ کړې وه، همدا وو چې مختار وزیر یې د شا په مهره کې په مرمۍ وویشت، مختار وزیر مخ سلطان احمدخان ته ورواړوو او چغه یې وکړه… ورپسې سلطان احمدخان داسې توره وواهه چې پړمخې ولوېد، سر یې له تنې ورته بېل کړ او د خپلو ملګرو خواته ورغلل. په لاره کې له تریور سره مخ شول چې د دوی ملګری دوست محمدخان یې له ځان سره روان کړی و، سلطان احمدخان د توري په وسیله هغه مړ کړ او دهغو پر پښو رسی وتړل او ښار ته یې راوړل او د بازار په چارسوق کې  په دار وځړول .” [علیقلي میرزا، همان اثر، ص ١١٠-١١٢]
سراج التواریخ هم عینا همداسې روایت کړی دی په (جلد اول، صفحات ١٧٢-١٧٣) کې.
په همدې اساس نه یوازې سلطان احمدخان د مکناټن د باطني مکنوناتو په کشف او صادقانه مذاکراتو په رابطه او د مکناټن راکشول مذاکرې ته د اکبرخان لپاره، او وروسته د هغه په قتل کې، وطن پرستانه او ګټوره ونډه درلوده، او د انګلیس د لښکر وتل په ژمي کې او د ده په بدرګه تر جلال آباد، یو له خطر ډک کار و، د متجاوزو سپاه د کابل -جلال ابادلار، د تیزین په تباه کوونکې حمله کې، د جنرال سیل په وړاندې دجلال اباد په جګړه، د خیبر په دره کې د جنرال پالک په وړاندې د مخنیوي  دپا‌ره او په ټولو ویاړلو جګړو کې چې بالاخره د ملي مبارزانو په بریا او د متعرضانو په تباهی منتهي شو، دې زړور سردار ګډون درلود.
دا زړور سردار له امیر دوست محمدخان چې هم یې کاکا او هم یې خسر و، (امیر دوست محمدخان د محمدعظیم خان له مرګ وروسته د سلطان احمدخان له مور سره واده کړی و) سلطان احمدخان ورسره مخالف شو او په لومړي سر کې قندهار ته لاړ او د امیر دوست محمدخان په وړاندې یې جګړه پلان کړه، دا چې خپل هدف ته ونه رسېد، ایران ته لاړ او د ایران د دولت له لوري په کال۱۸۵۷ دسعیدمحمدخان دوزیریارمحمدخان  پرځای په هرات کی  واکمن شو، او تر۱۸۶۲ پوری په هرات کی واکمن پاتی شو او تر څو چې ژوندی و هېڅکله امیر دوست محمدخان ته تسلیم نشو.مګر دمخه تردی چی هرات دامیر دوست محمدحان لخوا فتح شی دی وفات شو.  ځومیاستی د ده زامن دنیکه په مقابل مقاومت وکړل مګر بالاخره دهرات خلک دهرات دروازی د امیر دوست محمدخان مخی ته حلاص  کړل. پدی دول هرات فتح او دکابل سره ملحق سو. دو هفتی وروسته امیر دوست محمدخان  هم په هرات کی فوت شو (جون ۱۸۶۳)او‌په هرات کی دخواجه عبدالله انصار په هدیره ښخ شو.
روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې!
پای

لومړۍ برخه

دوهمه برخه

 

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.