سردار سلطان احمد خان سرکار، هغه سړی چې اوږه پر اوږه له وزیر اکبر خان سره ولاړ و

لیکوال: کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني، ژباړنه: هیله تبسم‎

779

سردار سلطان احمد خان سرکار، هغه سړی چې اوږه پر اوږه له وزیر اکبر خان سره ولاړ و.

د افغان سردارانو له جملې څخه یو با شهامت او ځوان افغان چې د هېواد د مبارزاتو په تاریخ، په ځانګړي ډول د کابل په پاڅون کې، چې د انګلیسانو د لومړي تېري ١٨٣٩ څخه نیولې، او د امیر دوست محمدخان د مړینې تر ورځې (جون ١٨٦٣م) د هېواد د پېښو په ګرمه صحنه کې، تل فعال او حاضر و. سردار سلطان احمدخان مشهور په سلطان جان، د سردار محمدعظیم خان، ابن سردار پاینده خان بارکزی دی. سردار سلطان احمد خان نه یوازې د عمر او ځوانۍ د تبارز په لحاظ، بلکې د امیال او افکارو له پلوه د خپل پلارني زوی، سردار اکبرخان سره ډېر ورته والی درلود او د ژوند راتلونکې او پېښو دا دوه زړور سرداران تر ډېره له یو بل سره نږدې وساتل تر څو د ژوند ټولنیزې او شخصي کامیابۍ او ترخې یو ډول وسَکي.

بریدمن ایریکي یو د انګلیس  اسیرانو له جملې پخپلو خاطراتو کې داسې لیکي: ”سردار محمد اکبرخان او د هغه ورور سلطان احمدخان چې نږدې دوستان یې هغه په سلطانجان یادوي، په دې جهت سره یې موږ د لغمان تر بدیع آباد کلا پورې بدرګه کړلو چې زموږ د آرامي وسایل حتی المقدور برابر کړي. سلطانجان، د یوې ډېرې ښې څېرې او روب درلودنکی شخص دی. سلطانجان او سردار اکبرخان دواړه ډېر مهربان او با تمکین اشخاص دي.“ (بریدمن ایر، د یوه بندي خاطرات، ص ١٨٥)
علامه رشاد لیکي چې په متنخب التواریخ کې، سردار سلطان احمدخان د خپلې ښکلې ځوانۍ او حسن په اساس د ”ختیځ لمر“ په نوم یاد شوی دی. (ملي اتل غازي وزیر اکبرخان، ص ٣٥)

په هغه وخت کې چې امیر دوست محمدخان، د انګلیسانو د تېري پر اساس بخارا ته پناه یوړه، دواړه ځوان سرداران یو ځای د جلا وطنۍ په درد او تاوتریخوالي سره د بخارا د شاه په بند کې اسیران شول. وروسته له هغه چې سردار اکبرخان او سلطان احمدخان له ٧٠ تنه لارویانو سره د هېواد په تکل د ”شهر سبز“ له لارې روان شول، نو د بخارا پادشاه د هغوی له تېښتې خبر شو، د سراج التواریخ په حوالې سره، ٧ زره سپاره سرتېرې د سرادارنو د راګرځولو لپاره ماموریت شول. لښکریانو د افغانانو مخه د چراغچې په سیمه کې ونیوله. افغانانو توري ته لاس کړ چې په نتیجه کې یې ٨ تنه افغانان او ٣٠ تنه ازبک جنګیالي ووژل شول. د وژل شوو کسانو په جمله کې د سلطان احمدخان ورور سلطان سمندر خان او جانګل خان ناصري له شپږ تنه ملازمو سره یو ځای ووژل شول. او د سردارانو له جملې هر یوه سلطان محمدافضل خان، سردار اکبرخان او سلطان احمدخان د توري ٣ او ٤ ګوزاره خوړلي او بې هوشه شوي ول. د دوی په وینو لت پت جسدونه یې د بخارا شاه، نصرالله خان ته وروړل او هغه ظالم شاه چې اتباعو به یې هغه ته قصاب ویل، امر یې وکړ چې افغان سرداران د بخارا د ارګ په سیاه چال/ توره ځاله کې واچول شي.

علامه رشاد د سراج التواریخ د مؤلف ”محمد حکیم“ له قوله لیکي: ”هغه یې چې محبوس کړ، د پېښې صورت یې امیر نصرالله ته وړاندې کړ، او له هغه ځای امر راغی چې هغوی د خلافت غاړه اېښودو ته ولېږي. د هغه وخت د ژمي موسم د جدي په میاشت کې وو چې اوبه یخ کېدلې، په همدې شدت یخنۍ سره په دریو کسانو یو آس او خپله هغوی لوڅ لغړ  د بخارا جانب ته ولېږل، وروڼو مې سردار اکبرخان او سلطان احمدخان ویل چې وینو به مو کله په توره جریان پیدا کړ، په هماغه ساعت او وخت کې به یخني او ساړو د زخمونو خولې بېرته وتړلې، په همدې عذاب او عقوبت بخارا ته یوړل شول او څنګه چې د ارګ دروازې ته ورسېدل ټول یې پیاده کړل او د امیر نصرالله امر ته منتظر پاتې شول. یو تن د امیر له درباریانو راغی او ویې ویل چې دوی مخکې راولﺉ چې د پلار څنګ ته یې ورولو، [پلار یې امیر دوست محمدخان په زندان کې و]… څنګه چې د امیر دوست محمدخان خپل زامن او زوم ولید سوړ اسوېلی یې ووېست او بې هوشه شو. له څو ساعتو وروسته بېرته په حال راغی او زامن یې په غېږ کې ونیول او په ژړا یې پیل وکړ.“ .(علامه رشاد، غازي وزیر محمد اکبرخان، ص ٣٢- ٣٦ د (سراج التواریخ، ج١، ص ١٥٢، منتخب التواریخ، ص ٢٩٤- ٣٠٦) له قوله.

د زندان لاس تړلي سردارانو د پادشاه سیاه چال یا توره ځاله  په ګډه وزغمله، تر دې چې په کال ١٨٤١ کې یو د روحاني په سفارش چې موسوم په ”عبدالشکور حضرت صاحب بت خاکي“ او بخارا کې اوسېده او د بخارا د پادشاه د زیات اخلاص او ارادت وړ و، د بخارا له زندان څخه راخلاص شول او افغانستان ته راستانه شول او د بامیانو د هزاره شیخ علي او غوربند له لارې کوهستان ته داخل شول، او وروسته یې ځانونه د کابل د پېښو صحنو ته ورساوه. (سراج التواریخ، ج١، ص ١٦٥)

په همدې ډول لیدلی کېږي چې سردار سلطان احمدخان هم د سرادار اکبرخان او سردار افضل خان په څېر، څو څو ځله د مرګ تر خولې رسېدلی او بېرته روغ ترې وتلی دی.
د دې دوو سردارانو راتلل افغانستان ته له هغه ورځو سره برابر دی چې په کابل کې ملي پاڅون پیل شوی و او د شیرپور د جنګ په میدان کې عبدالله خان اچکزي د توپ او ټوپک په وسیله په متجاوزینو حملې کولې او دوی هغه وخت د جنګ میدان ته ورسېدل چې زړور مجاهد اچکزی ډېر سخت زخمي شوی و. له همدې ورځې وروسته په ټولو مهمو قضایاو کې، د شیرپور او بي بي مهرو په جنګونو یا په ملي غونډو کې، د ملیونو فرنګیانو عهد او پیمان په مذاکراتو او خلاصه دا چې د هغه دور په ټولو واقعاتو کې یې ګډون درلود، له جُزیي امورو نیولې تر کُلي امورو، څنګ په څنګ یې د سردار اکبرخان سره عمل کاوه، او د دې ټولو جریانونو او پېښو په منځ کې،  اکثر نظامي او سیاسي وظیفې سلطان احمدخان ته سپارل کېدلې، او هغه بغیر له تعلل د وظیفې په اجرا لګیا وو او بریالی او سرلوړی به تل له خپلې وظیفې راستنېده.

د سردار اکبرخان موقف او ځای د کابل په ملي پاڅون او پر انګلیسانو یې بریالیتوبونه، نشو کولی چې د سلطان احمدخان او محمدشاه خان غلجایي درک کړو، ځکه دا درې مبارز او دلاور شخصیتونه لکه یو روح په درې تنو کې ول او ټول کارونه یې یو له بل سره په مشوره او مصلحت مخته وړل. د دې سردار د معرفي لپاره باید د هغه فداکاري او هوښیاري لپاره ښه ده چې د مکناټن لیکلې معاهدې او حاضرېدل یې د ملاقات لپاره له سردار اکبرخان سره له نظره تېرې کړو.

شهزاده علیقلی، د فتح علشاه قاجار زوی، په کال ١٨٥٧ کې یې د سردار سلطان احمدخان له خولې د انګلیسانو د ماتې داستان په افغانستان کې اورېدلی دی، او هغه خبرې یې په یوې رساله کې د ”تاریخ واقعات او د افغانستان سوانح“ په نوم خوندي کړې دي، چې د ځینو تاریخي پېښو په شناخت کې ډېر د اهمیت وړ دي. لیکونکی د انګلیسانو د محدودیت او پر وزیر مختار د الفنسټن فشار او له مکناټن سره د افغانانو د مصالحې اړوند داسې لیکي:
”په هغه وخت کې د افغانانو ریاست له وزیر محمد اکبرخان سره وو. انګلیسانو وغوښتل چې له افغاني سردارانو سره لکه نواب محمدزمان خان، سردار عثمان خان د نواب صمدخان زوی او نایب امین الله خان سره د معاهدې او مصالحې، بغیر له وزیر محمد اکبرخان ترسره کړي…. په هغه وخت کې وزیر محمد اکبرخان تبې نیولی وو چې د هغې له وجې یې آرام ته اړتیا درلوده. ناڅاپه سردار سلطان احمدخان د سردار محمد عظیم خان زوی له خپلو لښکرو سره له لشکرګاه راووت، ځکه د انګلیسانو سنګرونو ته اول ورسېدو، امام الدین منشي (موهن لال، د امام الدین پر ځای سرور خان یادوو) له انګلیس عسکرو بېل او د سردار سلطان احمدخان له لښکرو سره یو ځای شو او د هغه جایګاه ته ور ننوت. هغه سردار او وزیر اکبرخان یو ځای شک درلود، او امام الدین منشي ته یې نظر ورواوښت او ویې ویل چې دا سړی څوک او مطلب یې څه دی؟ ځواب یې ورکړ چې دا سړی مسلمان دی او خبره یې دا ده چې زه د انګلیسانو له ډلې راتښتېدلی یم او د مسلمانانو طوایفو ته مې پناه راوړې ده. دا چې سردارانو له شام څخه صرف کړی و هر یو خپل مقر ته لاړل، سلطان احمدخان بېرته د وزیر محمد اکبرخان خواته راغی او ویې لیدل چې وزیر له هغه سړي سره په خبرو لګیا دی. سردار سلطان احمدخان په حیرانتیا د هغه د حال پوښتنه وکړه، وزیر محمد اکبرخان وویل: دې شخص د وزیر مختار له طرفه داسې پیغام راوړی:
“دا چې ستا پلار او ډېری نږدې خپلوان په هندوستان کې اوسي، له انګلیسانو سره ملګرتیا ستا په حال انفع او انسب له نورو څخه ده، او زما غوښتنه او خواهش له تا څخه دا دی چې ته هم لکه د نورو سردارانو په څېر د انګلیس د دولت له غړو سره د وفاق او د جنګ او نفاق میدان ونه ګرځې.“ (میرزا علیقلی، تاریخ وقایع و سوانح افغانستان، چاپ تهران، ١٣٧٦ش، ص ١٠٥)

هغه وخت فوراً اکبرخان، محمدشاه خان غلجایي راوغوښت او موضوع یې له هغه سره شریکه کړه او له یو بل سره له مشورې وروسته، امام الدین منشي ته وویل چې همدا نن شپه د وزیر مختار خواته ورشي، او ورته ووایي چې موږ موافق یو، او هغه څه چې د طرفینو صلاح وي موږ راضي یو. قاصد د سردارانو پیغام وزیر مختار ته وروړ او بېرته راستون شو او د وزیر مختار پیغام یې داسې بیان کړ:
“د هغه خبره دا ده چې له نورو سردارانو سره د معاهدې نوي کول ترسره کړو او تاسو هم زموږ د اطمینان او خاطر لپاره سردار سلطان احمدخان چهاوڼۍ ته ولېږﺉ، تر څو له هغه سره د کار ترسره کولو لپاره معاهده او مصالحه ترسره کړو او دوستي مو ترمنځ واقع شي. او دا کار بغیر د سردار له راتګه ترسره نشي.” سردارانو ځواب ورکړ چې سبا به د معاهدې د ترسره کولو لپاره له چهاوڼۍ دباندې حاضر شو، او تاسو هم پلانکي محل ته حاضر شﺉ. (علیقلي میرزا، همانجا)

غبار وایي: ”پر ١١ د دسمبر مکناټن د همواربا په میدان کې له ملي نمایندګانو سره چې د هغوی په رأس کې سردار اکبرخان قرار درلود مذاکره ترسره کړه او کوم قرارداد چې سردار اکبرخان تصویب کړی وو امضاء او تسلیم کړ. قرار داد د لاندې مادو درلودونکی و:
– دوه نفره افغانان به د انګلیسانو اردو له کابله تر جلال آباد بدرګه کوي او حفاظت به یې هم کوي.
– د انګلیسانو موجوده عسکر به له کابل، جلال اباد او قندهار څخه هند ته مراجعه کوي.
– احمال او اثقال او توپونه چې د بار دروندوالي په اساس پاتې کېږي، افغانانو ته دې ورکړل شي.
-د شاه شجاع کورنۍ دې د امیر دوست محمدخان تر مراجعته پورې په کابل کې پاتې شي.
– امیر دوست محمدخان دې له ډېری نورو افغانانو سره کابل ته راشي.
– ٦ نفره د انګلیسانو دې د امیر تر راتګ پورې په کابل کې ګروګان وي.
– انګلیسان دې بیا ځلې د افغانستان یادونه نه کوي.
– معذور انګلیسان له کابل څخه تر تګ پورې ساتل کېږي.
– د انګلیسانو پوځ دې هند ته له تګ سره له ٩٠ توپونو زیات له ځانه سره وړي.
پر ١٣ د دسمبر جنرال الفنسټن خپل پشنهاد د موافقت نامې لپاره مکناټن ته تکرار کړ.
پر ١٤ د دسمبر ملي رهبرانو اجازه ورکړه چې د دښمن ٥٠٠٠ زره عسکر له بالاحصار څخه انکلیسي بارَک/قشله ته لاړ شي، سردار سلطان احمدخان ګمارل شوی وو چې د دښمن عسکران د ٢٠٠٠ مسلح مجاهدینو له منځ څخه چې د زخمي عسکرو تماشې ته له دواړو لوریو ولاړ ول، د یوې شپې ورځې تر منځ تېر کړي.

سردار سلطان احمدخان د انګلیسانو قشون قافلې له بالاحصار څخه تر بي بي مهرو بارک یا قشلې پورې بدرګه کړې او وزیر مختار د تقاضا باوجود چهاوڼۍ ته ننوت او له مکناټن سره یې ملاقات وکړ. مکناټن چې لا یې هم سترګې په قندهار او جلال اباد ته اړولې وې، د شرم په ډول یې پر معاهدې سر ځړوند کړ او د تازه دسیسو د توصل په لټه شو. مکناټن دا ځل وغوښتل چې د خیانت او دوکې په اساس له وزیر اکبرخان سره مخکې لاړ شي او د شخصي ګټو د تأمین پر نوم، هغه پر افغانستان د انګلیس د تلسط او بقا وسیله وګرځوي. مکناټن پوهېدو چې نواب محمدزمان خان او سردار محمدعثمان خان د نواب عبدالصمد خان زوی ته نشي کولی چې دوکه ورکړي او د نورو بانفوذه ملي رهبرانو له منځ، په ځانګړي ډول نایب امین الله خان لوګری چې یو مجرب سړی دی، نشي کولی چې هغه ژر تطمیع کړي، نو ٢٤ کلن وزیر اکبرخان چې تراوسه یې د سیاست په میدان کې ازموینه نه وه ورکړې، انتخاب کړي. مکناټن د سرورخان لوهاني په واسطه له وزیر اکبرخان څخه د ملاقات غوښتنه وکړه، او هغه پخپلې نمایندګۍ سردار سلطان احمد خان ورولېږو. (غبار، ج١، ص ٥٥٦)
دوام لري…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.