د سردار سلطان احمدخان هوښیاري د مکناټن په لومه ښکېلول/ ۲ برخه

لیکوال: کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني، ژباړنه: هیله تبسم

493

د سردار سلطان احمدخان هوښیاري د مکناټن په لومه ښکېلول:

د میرزا علیقلي په قول، سردار سلطان احمدخان له مختار وزیر سره ملاقات وکړ. مختار وزیر، سردار ته وویل: “موږ له تاسو ډېره تمه لرو چې هر کله به یې لاسته راوړو،  لوړ اظهار لرو، بېځایه او بېهوده خبرې د هوښیارانو سره نه ښایي. سردار وویل تاسو چې د هغه له اظهار دریغ نکوﺉ، نو زه هم هر کله چې د قدرت په هغه برخه کې زه یې ترسره کولی شم دریغ به ونه کړم. دا چې ستاسو د خاطر لحاظ دی، نو هڅه به وکړم. “ویې ویل یو دا پرېږدﺉ چې زموږ انګلیسانو پاتې کېدل په دې هېواد کې د افغانانو لپاره کُلي ګټې لري، پرېږدﺉ چې په دې هېواد کې متوقف شو، تر څو هم تاسو د دښمن له شره په امان وساتو او هم د سیم او زرو د غوښتنو توانګر جوړ کړو. دوهم دا چې کوم افغان لښکرونه په لشکرګاه کې زموږ شاوخوا راټول دي، سره وپاشل شي. دریم دا چې نایب امین الله خان چې زموږ د دوو لښکرو په منځ کې د شر او فتنې سرچینه ده، یا هغه ژوندی ګیر کړﺉ او موږ ته یې وسپارﺉ، یا یې هم تاسو پخپله قتل کړﺉ.

او په ضمن کې د دې مهام، احسان په بدل کې لکه څنګه چې هر یو ستاسو بهتر پوهېږﺉ، یو یو به درته وشمېرم. سردار وویل اوس د دې خبرې له ځواب تېر شه، پرېږده چې یو ځل وزیر اکبرخان ووینم او دا خبره ورسره شریکه کړم او وروسته له هغه ځواب درته پرېږدم. همدا یې ورته وویل او له هغه ځای وزیر ته راغی او ماجر یې ورته وویله:
له دې وډار شوم چې پر وعدو، خوږو الفاظو او بخشش یې، زما سرکښ نفس ونه غولېږي او تطمیع نه شي او د دې مطالبو او تکلیفونو قبولیت ونه کړي، او هغه څه چې د دې ټولنې په حق کې منظور دي، معمول نشي.“( میرزا علیقلي، همان اثر ص ١٠٧)

وزیر محمد اکبرخان د سلطان احمدخان له دې سلامشورې او تدبیر ډېر خوښ شو او ژر یې محمدشاه خان را وغوښت او جریان یې ورسره شریک کړ. وروسته له مشورې یې په دې ډول فیصله وکړه چې په ظاهر کې د مکناټن له دې فیصلې سره موافقت وکړي، مګر پر باطن کې له دښمن سره له هغې دروازې ننوځي، له کوم چې راننوتي دي. انګلیس “سکینر” چې هغه وخت له وزیر محمد اکبرخان سره اسیر و، له سردار سلطان احمدخان سره یې مختار وزیر ته ور ولېږو او دا پیغام یې ورته واستوو چې هر څه ستاسو تقاضا وي هغه موږ منو، مګر مخکې له دې باید تاسو ووایﺉ چې زموږ څخه مو غوښتنه څه ده او د دې په بدل کې به څه انعام راکوﺉ؟

مکناټن وویل:
د بولان له درې تر خیبره او تر شرقه او هر هغه لویدیځه ساحه چې د شاه شجاع د واکمنۍ تر ولکې لاندې ده، وزارت به یې سردار اکبرخان ته تسلیمیږي.
امیر دوست محمدخان به په ویاړ او معزز ډول کابل ته راولېږو، وزیر محمد اکبرخان خپله مختار دی چې هغه ته په داخلي امورو کې اجازه ورکوي او که یې نه ورکوي.
ډېر ژر به دوولس لکه روپۍ سردار اکبرخان ته تسلیمې کړو او راتلونکی به هم هر کال دوولس لکه روپۍ ورته تسلیموو.
سردار اکبرخان دې فعلاً نایب امین الله خان ونیسي او انګلیسانو ته دې وسپاري او هم دې نامتو ملي سرلاري له کابله وشړي. (غبار، ص ٥٥٧، مقایسه شود با علیقلي میرزا، همان اثر ص ١٠٧

سردار سلطان احمدخان له مختار یا واکمن وزیر ووغوښتل، هغه څه چې په خوله وایي، د کاغذ پر مخ دې هم ولیکي. مختار وزیر د تردد په انداز پاڼه راواخیسته او څو کرښې یې پرې ولیکلې. “هغه وخت لږ ملتفت شو او سلطان احمدخان یې مخاطب کړ چې سرداره! زما په اند دا عمل ډېر خام دی، په همغه خبرو اترو بسنه او قناعت وکړﺉ، سردار وویل: که د اطمینان غرض زموږ درې څلورو تنو وي ستاسو قول سند منو؛ خو افغانان یې له موږه هېڅکله هم بغیر له سنده نه مني.
مختار وزیر مجبور شو چې خط ولیکي او له څو دقیقو وروسته یې د دې تأمل پر شناعت او عمل خبرې پیل کړې تر دې چې معاهده بشپړه شوه، ویې غوښتل چې بغیر له ټاپې یا مهر یې ورته تسلیم کړي. خو سلطان احمدخان تمکین ونکړ او غوښتنه یې وکړه چې د کاغذ په پای کې مهر ولګوي، مکناټن هم سند مهر کړ او سردار ته یې تسلیم کړ.
وروسته سردار سلطان احمدخان پوښتنه وکړه چې په اوس حاضر وخت کې څه به راکړﺉ چې مصالحه لا بهتره منعقده شي؟ مختار وزیر له هغه د پیسو اندازې پوښتنه وکړه، سردار ورته وویل، مختار وزیر انکار وکړ چې اوس مهال دا مبلغ یا پیسې ممکنې نه دي، دوه لکه روپۍ یې خزانه دار ته تسلیم کړې چې سردار ته یې ورکړي، دا چې حاضر بار وړونکی یې نه درلود د هغه لېږد یې سبا شپې ته پرېښودو او مراجعت یې وکړ.” (میرزا علیقلي، همان اثر، ص ١٠٨)

سردار اکبرخان د مکناټن له غوښتنې ورږسته، د ذاتي هوښیاري په درلودو، په ډېر مهارت سره ملي رهبران له دې جریان خبر کړل، دا چې د مکناټن دوه مخي توب او سوءنیت ملي سرلارو ته روښانه شو، او پوه شول چې د دوی د تخریب قصد پر خپله پر دوی کوي، فیصله یې وکړه چې دښمن په هماغه لومه کې ښکېل کړي، چې فکر یې پرې کړی دی، او سردار اکبرخان ته یې اختیار ورکړ چې هر ډول یې غوښتل له مکناټن سره معامله وکړي. سردار اکبرخان، سردار سلطان احمدخان او خپل ورور محمد صدیق خان ته وظیفه وسپارله چې شل اوښان راولي او غنم پرې بار کړي او د شپې مهال دې چهاوڼۍ ته یوسي او بېرته دې پرې پیسې رابار کړي او رایې وړي. سردار اکبرخان په ضمن کې مختار وزیر ته پیغام ورکړ چې: “د شاه شجاع وزارت مني، خو کومې پیسې چې انګلیسان باید ورکړي، فعلاً درې میلیونه او د کال څلور سوه زره روپۍ وي.” (په داسې حال کې چې مکناټن د عاجل یو میلیون او دوه سوه زره روپیو کتباً وعده کړې وه)، د سردار محمد اکبرخان له لوري دې تقاضا مکناټن حیران کړ او د سردار سلطان احمدخان تقاضا او ملاقات یې د سردار اکبرخان پر ځای په بیړه قبول کړ.

د میرزا علیقلي په قول، مختار وزیر، سردار سلطان احمدخان ته وویل: “زموږ [علني] ملاقات له محمد اکبرخان او تاسو سره، د نواب محمدزمان خان او ډېری نورو هغو افغانانو له اطلاع بغیر دی چې د (١١ دسمبر) په لومړۍ معاهدې کې حاضر ول، او دا ستاسو لپاره له احتیاطه لېرې کار دی، مصلحت دا دی چې تاسو یو لیک له هغوی خطابي ماته راواخلﺉ که تاسو محمد اکبرخان سره تازه ملاقات وکړﺉ ښه به وي. دا چې د دې ماجرا افشا د افغان سردارانو لپاره ډېر نامطلوب و، [د مصلحت درې واړو رهبرانو داسې ولیدل] چې دا مطلب پر ټینګ قسم او مؤکد ایمان افغان سردارانو او نایب امین الله خان ته اظهار کړي او له نایب څخه یو لیک د مختار وزیر د لیدلو لپاره واخلي. په همدې سبب [لومړی] یې نایب امین الله خان سره ملاقات وکړ، او ټول جریان یې هغه ته اظهار کړ او د مکناټن منافقت له افغان سرلارو سره یې ټول هغه ته بیان کړ.” (میرزا علیقلي، همان اثر، ص ١٠٩)

دا چې مکناټن مخکې له نایب امین الله خان او نواب محمد زمان خان سره بېلې بېلې خبرې کړې وې، نایب امین الله خان هم د مکناټن ځانګړي مکاتبات او مطالب له وزیر اکبرخان سره شریک کړل، چې هغه د اکبرخان د سر بیه لس زره کلدارې جایزه اېښې وه. (نوای معارک، ص ١٥٨- ١٥٩، رښتیا، ص ١٠٧)

وروسته نایب امین الله خان یو مکتوب مکناټن ته ولیکو او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې له سردار اکبرخان سره انعقادي مجلس وکړي. دا مکتوب د سردار اکبرخان په ځانګړي پیغام سره د شپې په تیاره کې پر ٢٢ د دسمبر د سلطان احمدخان او یوه بل افغان په واسطه، د انګلیس کپتان سکینر ( انګلیس اسیر چې د وزیر اکبرخان سره و)  د انګلیسانو بارک یا قرارګاه ته ولېږل شو. مکناټن د سردار اکبرخان د پیغام له رالېږلو او د نایب امین الله خان له لیک دومره خوښ شو چې شاهي ډالۍ، چې شامل د ښایستې بګۍ، دوه آسونو او یوې دوه میله تفانچې وه، د یادښت د رسم په اساس سردار اکبر خان ته ولېږل. (میرزا علیقلي، همان اثر، ص ١٠٩، غبار، همان، ص ٥٥٧، نفتولا خالفین، انتقام در جګده لګ، ص ٤٢٢)
دوام لري…

لومړۍ برخه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.