پر ادبیاتو خبري: غنیمت غمی

438
پرادبیاتو خبري:
غنیمت غمی:
سیاهي ریخت برآینه اِدراک ما بېدل.
چراغ محفل تحقیق را این نور میباشد.
د ابوالمعاني میرزاعبدالقادر بېدل د شعري شتمنی شننه، د لنډو اونیمګړو یادونو په تناظر کې
د پښتو د ادبي تول په تله کې.
میرزاعبدالقادر بېدل د پخواني لوی هندوستان په عظیم آباد سیمه کې زوکېدلی دی د پلارنوم یې میرزاعبدالخالق وو، او د وخت د شاهي دربارونو د نفرت اومحبت ترخې اوخوږې يې څکلي دي، د مادي شاهی اود معنوي ملنګی متضاد ژوند ته ځير سوی دی، د ځینو روایاتوله مخي په ډهلي کې ښخ دی، چې پرمزاريې هرکال د مخلصینوحلقې راټولېږي او دده په شعري شتمنی د خپلو مینو او دردمنو زړونو دروني_عرفاني تسکین کوي، بېدل د هندي شعري سبک د حساب اوکتاب شاعردی، د شعر شننه يې د معماوو اوابهاماتو په پردوکې غرقېدل او ورکېدل دي، ادبي تبحریې دومره لوړ او اوچت دی چې د خاصو فکري او شعوري ریاضتونو له معنوي زینو پرته ددې ادبستان د لوړو بامونو د معناننداره ناشوني ده، تردې بامه ګام د خیال وزر او د کمال هنر غواړي، بېدل د زړه د شوراو ښور، د غورځنګ او اهنګ شرنګانه اورندانه غزلونه شرنګولي او ویلي دي، د غزل هربیت يې د کایناتو د وسعت او عظمت ژباړه کوي، جهان يې چوڼولی او پلټلی دی، اوبلاخره بیدل دهلوي د معنا په سريښناک او اغېزناک مزل کې چې لايې هرقدم د یو عمر زمان مصرفوي د لایتنايې تر انتها رسېدلی اوغځېدلی دی.
د بېدل له غنیمت وجود څخه د پښتو د ادب معنوي او فکري دنیا ولي محرومه او پردی ده؟ د پښتو د فکري رنګین کمان په اصیلو رنګونو کې که ددې ګوهري غمي جوهرداره اوجلاداره رنګ ورزیات سي آیا ګټه به مو نه وي کړې؟
بېدل نشوی غافل از اقبال ګریبان.
هرقطره که درفکر خود افتاد ګهرشد.
شاعر مونږ ژور فکر کولو ته رابولي د خپل وجداني ګرېوان د انصاف تله په لاس راکوي او د خپلو کړو وړو د کیفیت او ګوهریت د حصول لارراته روښانه کوي.
عمرهاشد احرام خموشی بسته ام.
آخراین ضبط نفس خواهد خروش صورشد.
د شاعر رندانه او عارفانه بیان د دومره عالي اوغني محتوا څخه مالامال دی چې که عادي وګړي یو عمر په خبرو اونارو سروي دده د دغه بیت اغیزاو انعکاس به ونه مومي، شاعر چې د معناداره او پراصراره خاموشی په مستورو پردوکې کومي مغتنمي اومترنمي خبري نغاړلي دي د هغو معنااومضمون، کتابونه اودفترونه ډکوي، د نفس ضبط هغه تصوفي اوعرفاني سخت ریاضت دی چې د انسان د روح اوجسم ترمنځ شعوري او اګاهانه جګړه ده، انسان د جسمي غوښتنو ژبغړاندي ژبي ته د روحي ریاضت په روحاني څپېړو نه! وايې چې دلته د معنا سالار شاعر ابوالمعاني بېدل د خپل دروني انقلاب د شور او وږ، وږ د چغو او ساندو د جګېدو او چغېدو خبره راپورته کوي، او ددغو دروني بلغاکو رامول او زغمل د پاخه رندانه اومستانه، مرغوب اومحجوب بیدار صوفي رندانه کار دی.
نفس راترک هوا، روح مقدس میکند.
شعله ای کز دود فارغ ګشت عین نور شد.
د روح د پاکی او قدوسیت د تمرین آسانه لار د بېدل په دې بیت کې څومره واضح تشریح سوې ده، نفساني روي غوښتني د روحي اقناع او دروني استغنا په کلکو مزو وتړی، لذت اوشهوت ته د نفساني شکنجو مسلسل وارونه ورکړی وګوری چې د مادې جنون د معنا له جهانه څومره ژر پښې سپکوي!
بېدل د دري ادب هغه لویه هستي ده چې که چېري دده دا د معنا سمندر په شته ادبستان کې نه وای بهاند زما په آند نن به ډېر معنوي بڼونه د آهاړ او شاړ حالت سره مخ وای، ددې عظیم ادبي بحر معنوي نهرونه نن هم د ډېرو فکري کروندو د خړوب او زرغونتوب مسبب دي.
خو! د پښتو د ادبي بزمونو فکري پرې لاهم ددې لوی ادبي نبوغ د جاویدانه جلوو څخه بې برخي او بې خبره پاته دي، نوهيله ده چې مونږ د ژبو اوفرهنګونو د تماس او غاړه غړی په موخه د ادبي غِنااو معنوي رڼا په پار د تنوع او یوالي په لور خپل قلمي مزل ته چټک یون اوخوځون ورکړو په همدي هاند اوهيله اوس دي دغه لږڅه درته ډالی وي.
بېدل نداد تحقیق ازشخص ما نشاني.
باری به عرض تمثال آینه مهربان شد.
له وجداني هنداري مننه چې د ځان دننه مو د ځان زورونکي اوخندونکي سيل ته دروي او ژړوي!
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.
٨\٥\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.