پر کره کتنې، کره کتنه

لیکوال: تاج وحدتیار

605
زموږ ښه شاعر مولوي محمد علیم بسمل د ښاغلي انس ح. پر یوه  غزل کره کتنیزه  لیکنه پر خپل فېسبوک خپره کړې. ما ته خدای شته نن دوه ځله مخې ته راغله، خو فرصت مې ونه  موند چې ویې لولم. ساعت مخکې مې پرې کمینټونه لوستل، کتل  مې چې ډېرو مشهورو! لیکوال/شاعرانو او استادانو هم پرې په پټو سترګو ګلونه نوللي وو. له دې  وروسته مجبور شوم چې ویې لولم.
تاسو راځئ چې پر دې کره کتنې یوه وړه کره کتنه وکړو.
وخت مخکې مې یوه ملګري ته وویل چې یاره ته دا تنافر بیخي  بل شي ته وایي. ده  راته  کړه چې ښه ته یې څنګه تعریفوي؟ ما کړه: تنافر دا دی چې یوه کلمه پر یوه غږ پای ته رسېدلي وي او بیا ورپسې په هماغه غږ بله کلمه پیل شي. ما یې بېلګه د (مخ‌ښود) کلمه ور وړاندې کړه.( د تنافر دا بېلګه راته یو ورځ اجمل پسرلي ویلي وه. غالبا دا نویز زیار صاحب د فېسبوک لپاره جوړه کړی.)
ده راته وویل چې دا لفظي تنافر دی او په تورو کې پېښ شوی. د نوموړي نظر دا و چې تنافر هغه وخت پېښیږي چې د یوه بیت/ کلام  د کلمو د غږونو مخرجونه(وتوځي) سره لیرې وي.
ما د پسرلي صاحب د شعري ژبې د سختوالي ورته وویل. ویل مې چې د پسرلي صاحب شاعري د فکر ده. یعنې دوی موضوع شعر کړې. دا دی د انس ح. دا غزل مې د خپل نظر تاییدۍ ته اړ باسي. ما ویل چې د پسرلي صاحب شاعري د فکر ده او د هندي سبک( په ځانګړي ډول د مدعاومثل پنځوونکي شاعران) په فکر شعر لیکي او همدا لامل دی چې د شعر ژبه یې سختیږي. یعنې موضوع ته شعر لیکي. ما ورته کړه چې که جلان ووینم نو حتمي ورته وایم چې دا شعر دې په کوم موډ کې لیکلی؟ یعنې د دې  شعر فکر درسره و؟  او یا دې انګېرله چې داسې کوم څه به لیکي؟
لکه  باران مې په زړه ورو ورو ورېدلې راغلې
عمر دې  ډېر دی، همدا اوس مې  یادولې راغلې
ددې شعر عاطفه پر فکر غالبه ده. ذهن راته وایي چې تر ټولو روان شعر تر ټولو عاطفي یو دی.
ښاغلي بسمل د دې غزل رواني او سلیسوالی تر بل هر عنصر ډېر ستایلی، خو تر نورو ډېره ستونزه یې په رواني کې ده.
د ښاغلي ح. پر دې غزل هاغه د غږونو د نه پوخلاینې خبره  ښه تطبیقږي چې کلمې او توري یې  له یو سره په تقابل کې دي. یعنې  ناپوخلا دي او په  لوستلو کې یې سختي  پېښه کړې. د دې غزل بیتونه چې ما څو ځله  تکرار هم کړل، بیا مې  هم  سهي ونه  لوستلی شول.
تاسو یو ځل دا غزل له ځان سره  سوکه ولولئ.
هېر شوو، افسانې شوو، د عالم له نظر واو ښتو
موږ هم ډک جامونه وو، خالي شوو په سر واوښتو
چا ویل چې حسین به په سرو وینو کې لت پت نکړي
دا معقوله نه ده چې نظر دشمر واو ښتو
دوی مو نابودۍ ته چې تر ټولو پولو واوښتل
موږ بیا له سرحد د حوصلې څخه ور واوښتو
ګام په ګام دامونه د حسد و د خدای فضل و
موږ په کرامت د مینې څه په هنر واو ښتو
هر څه اندازه لري سږ زده دې له بارانه کړل
خیر و، چې ډېر شو، نو سیلاب شو په شر واوښتو
تور تیاره بیابان کې له انسه لاره ورکه وه
نن اېله دیار د ښکلو پلو په اثر واوښتو
د دې غزل خیال، فکر او هر څه د ستاینې او د شاباسي وړ دي. خو نقاد چې کوم شی ډېر ستایلی په هغه  کې موږ ورسره همغږي نه یو. د دې غزل بیتونه په سخته لوستل کیږي. تاسو یې لومړی، دویم، درېیم…  او خصوصا پینځم بیت ولولئ. سکته ګي او د وزن ماتوالی به یې له ورایه در ښکاره شي.
هر څه اندازه لري سږ زده دې له بارانه کړل
خیر و، چې ډېر شو، نو سیلاب شو په شر واوښتو
نقاد د درېیم بیت انځور خورا زړه وړونکی بللی.  دی لیکي: ((د دې بیت ښکلا د (ور)  په قافیه کې ده اودا بیت لکه یو مجسمه یا تابلو داسې ښکاریږي لکه انځور ګر چې په دېوال باندې د یو چا ور او ښتل داسې انځور کړي وي چې هيڅ دې د انځور خیال ورباندې رانشي او داسې فکر کوي لکه دغه صحنه چې په سترګو ویني. د معنا او مضمون له پولو ور ها خوا دا قافیه ځکه ښايسته ده چې د قافیې خيال دې نه پرې راځي))
ایا د دې بیت کلي انځور رښتیا هم دومره ښکلی دی؟ پر ښکلاییز ذوق څنګه  لګي؟
نقاد د پینځم بیت په اړه لیکي: ((د شاعر زور هلته معلومیږي چې کله عادي خبره را واخلي غیر عادي یې کړي او شعر ترې جوړ کړي.)) بیت رښتیا هم لوړ دی او عادي بیان یې ناعادي کړی. خو که ښاغلی نقاد د شهید باراني دا مسرې وویني، نو په اړه به یې څه ووایي؟ (زموږ د کلي فاحشه چې باکره وخته) او یا ( سپي مې د وجدان په ګناهونو پسې خاندي  اوس.) د فاحشې باکره ختل او د یو چا د وجدان پر ګناه د سپیو خندل، عجیب  نااشنا بیانونه نه دي؟
یوه  بله خبره د کره کتنې د ژبې ده. کره کتنه د مطالبو وضوح او رڼول دي، مبهمول نه. د نقاد ژبه ډېری ځایه مبهمه ښکاري. لکه ښکاره شی چې له چا پټوي.
دی یو ځای لیکي: ((له دې بیته د خونده اخستلو پرمهال د تورو دال او مدلو ته توجه نه کیږي بلکې یواځې یې ظاهري جوړښت جالب دی.)) د تورو دال او مدلول ته توجو نه کیږي. دا اوس څه مانا؟ یوازې یې ظاهري جوړښت جالب دی!؟ ما خو له دې جملې داسې اخځ وکړ چې ګوندې نقاد  د دال او مدلول پر مانا ګردسره  پوه شوی نه دی
یو ځای د فرانسوي فیلسوف او لیکوال ژان پال سارتر خبره  رااخلي. نه پوهېږم چې دا خبره  یې له کومه کړې؟ ما خو د سارتر په  مشهور اثر (( ادبیات چیست)) کې داسې کوم څه نه دي لیدلي. تاسو یې مبهمه ژبې ته هم پام وکړئ. ((د ژان پل سارتر داخبره مې هيڅ زړه ته نه لویږي چې وايي: شعر د مجسمې په څير یو هنر دی سار تر زیاتوي چې هر لفظ یو مدلول لري خو د شعر حروف او کلمات دال او مدلول نلري، خوکله چې داسې یوبیت ولولم چې یواځې د ښکلو کلماتو له امله په زړه خوله لګوي د سارتر خبره مې زړه ته ولویږي لکه:
دوی مو نابودۍ ته چې تر ټولو پولو واوښتل
موږ بیا له سرحد د حوصلې څخه ور واوښتو))
شعر د مجسمې په  څېر دی. هر لفظ یو مدلول لري او د شعر حروف او کلمات دال او مدلول نه  لري!؟ هو. سارتر  شاعري( د شعر هنر) له  ادبیاتو بېلوي. دی شعر نامتهعد هنر ګڼي. یعنې شاعر د خپلې پنځونې پر وړاندې مسوول نه بولي، خو لیکوال بیا متهعد بولي. یعنې دی ادبیات په  ښکلو هنرونو کې راولي او وایي چې له شعر دې د فکر، پیغام، تبلیغ او وسیلې کار نه اخیستل کیږي. د لیکوال نوم مې په یاد نه دی خو جمله یې رایاده ده: (( په شعر کې د راغلو  کلمو ماناوې په قاموسونو کې مه لټوئ. شعري الفاظ ایکې یوه مانا نه لري.)) غالبا د ښاغلي  بسمل موخه دغه شی ده. یعنې تر ټولو ښه شعر هغه دی چې کلمې( دالونه) یې ډېرې ماناوې(مدلولونه) ولري او په  حقیقت کې دا ډول شعرونه  سمبولېک شعرونه دي. د ادبیاتو په  اړه معاصرې تیورۍ هم همدا وایي. د دوی له نظره اوس د (مانا شعر فی بطن الشاعر) کیسې نشته. اوس پنځګر یوازې  وسیله  ده او د یوه فلش کار ورکوي. نور لوستونکی پوهیږي چې د ده پنځونه څنګه تفسیروي. یعنې اوس تیوریسنان د متن مانا د شاعر په بطن کې نه  ګوري، بلکې د متن مانا په متن  او د لوستونکو د خپلو برداښتونو په هنداره کې لټوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.