انسان

شفیقه خپلواک

424

زه تضاد یم
لکه ژوند کې د مرګي شپه

زه ډبره
ازادي لکه ووړ زړی
په لمن مې نه شین کېږي
که باران راوورېږي
زړی تېږې نه ښویېږي
که لمر زېړ شي وځلېږي
زړی تور شي او وچېږي

زه یاغي څپه
د نښتي سمندر
په شپو، شپو یمه روانه
تر منزله ورسېږم
خو د چا د پښو په ګوتو کې ورکېږم…

دایره یم
چې له کوم ځای روانېږم
په هم هغه ځای درېږم
مستقیم خط پسې غځېږم
خو نقطه باندې بدلېږم

باډیوه یم
پورته ځم په هوا کېږم
بې نري تاره ورکېږم
د چا ګوتو کې نڅېږم

زه تضاد یم لکه ونه
یو خواهش د هستیدو دی
یو ارمان د ورکیدو دی
که هستېږمه په ځمکه بندي کېږم
که بېلېږمه ورکېږمه، وچېږم

زه تضاد یمه معما یم
که پیدا شم بې مانا شم
که پیدا نه یم
عذاب شمه سزا شم

بړبوکۍ یم
چې په خپل ځان کې څرخېږم
څه خځلې څه ګردونه
یو څو هیلې امیدونه
بې حسي او لږ دردونه
د رڼا واړه څرکونه
په لمنه کې راټول کړم روانېږم…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.