له خپلو ملګرو او اهل بیت سره د رسول الله “ص”مینه

ژباړن: شرر ساپی

581

له خپلو ملګرو او اهل بیت سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه

ابوبکر د مازیګر لمونځ وکړ، له مسجده راووت، روان شو او علي يې په څنګ کې روان و، حسن له ماشومانو سره لوبې کولې، په غیږه کې يې راواخیست، بیا يې وویل:
– پلار مې ترې ځار شه، رسول الله_ﷺ_ته ورته دی، نه علي ته.
علي خندل، هر چا چې به حسن ولید، نو ویل به یې، حسن خپل نیکه ته شوی دی، حسن چې به خپل پلار ته غږ کاوه، نو ويل به يې:
– ای ابوالحسنه (د حسن پلاره).
حسین به هم خپل پلار ته غږ کاوه چې:
– ای ابوالحسنه.
دواړو به رسول الله_ﷺ_ ته په پلارجان غږ کاوه.
حسن خپلې لوبې وکړې، مسجد ته لاړ، رسول الله_ﷺ_خپلو ملګرو ته خبرې کولې، کله چې رسول الله_ﷺ_حسن ولیده، تندی یې وغوړېده، ګوندې د سپوږمۍ ټوکړه ده، غیږ يې ورته خلاصه کړه، حسن یې هم غیږې ته ځان ورګوزار کړ، رسول الله_ﷺ_په دواړه مخه ښکلاوه او ويل یې:
– ای ربه زه ورسره مینه لرم، ته هم ورسره مینه ولره.
رسول الله_ﷺ_راپورته شو، حسن يې څنګ ته روان دی، تر دې چې د فاطمې کور ته ورننوتل، مخ يې په تبسم روښانه شو، زړه يې په مینه ودرزېده، زهراء ورته خدیجه، زینب، رقیه او ام کلثوم وریادوي.
رسول الله_ﷺ_ورټيټ شو، زینب بنت فاطمه يې ښکل کړه، هغه ماشومه يې ښکل کړه چې د خپلې وفات شوې ترور نوم يې پرې ايښی و. د مینې او درد عواطف یې راوخوټيدل، کومه موسکا چې به يې د وړې زینب او ام کلثوم په لیدو په شونډو راوټوکېده له اوښکو سره به ګډه شوه، بې له شکه چې هغه د الله رسول و، خو په ټوله کې بشر و.
حسین راغی، کله چې یې رسول الله_ﷺ_په خپل کور کې ولیده، له خوښۍ یې ورچېغه کړئ.
– پلار جان دی.
رسول الله_ﷺ_غیږ کې ونیوه، ښکل يې کړ او لوباوه يې. فاطمه الزهراء ورته په خوشالۍ او خوښۍ ورګوري، نیږدې ده چې له خوشالۍ نه يې سترګې اوښکې لمدې کړي. زهراء هم لکه د خپل عظیم پلار په څېر له خواشینۍ سره تړون کړی و، یوازينۍ خوشالي يې هغه وه چې د دې په کور کې به يې له خپل پلار سره څو شیبې تېرې کړې، په کور کې چې به څوک و، د هغوی ټولو په زړونو به د خوشالۍ بلبلان چغېدل، که څه هم په کور کې يې له یو بالښت او یو څادر پرته څه نه و.
د خیبر او طائف له فتحې وروسته فقیران نه وو، خو سخیان وو، په فقیرانو او غریبانو به يې لګښت کاوه، يوه ټنګه يې لاس کې نه پاتې کېده، له خپلو شتو نه په هغه څه ډېر باورمند و چې د الله تعالی په لاسونو کې و، که به په هر څومره تنګسیا کې و، خو نورو ته به یې خواړه ورکول.
فاطمه خو يې د زړه ټوټه وه، زړه یې و، روح يې و، کله چې به هم له کوم سفر نه راستون شو، نو دوه رکعته نفل به یې وکړل، بیا به نېغ د فاطمې کور ته ورغی، هر سهار به يې دروازه ورټکوله او ورته به يې ویل:
– السلام علیکم اهل البیت ورحمه الله وبرکاته، الله پاک دې درباندې ورحمیږی، د لمانځه وخت دی. بې شکه چې الله تعالی غواړي چې له تاسې اهل بیتو څخه ناپاکي لري کړي او ښه سم مو پاک کړي.
که به يې د شپې کوم ماشوم ژړل، د رسول الله_ﷺ_له سترګو به خوب والوت، که به يې د حسن یا حسین ژړا واورېد، کور ته به يې ورمنډې کړې، ماشوم به يې په ډېره مینه خپله غېږه کې راواخیست، زهراء ته به يې په ډېره لطیفه او نرمه رټنه وویل:
– ته نه يې خبره چې د ماشوم ژړا ما زوروي!
امامه بنت زینب راغله، د رسول الله_ﷺ_زړه ورپسې والوت، ډېره پرې ګرانه وه، ډېر ځله يې دا خبره کړې چې په اهل بیتو کې پرې تر ټولو زیاته ګرانه ده، په لمانځه کې به يې په غاړه وه، کله چې به يې رکوع وکړه، نو په زمکه به يې کینوله، چې له سجدې به يې سر راپورته کړ، بیا به یې واخیسته، دې لوی زړه کې د خپلو بچو، لورګانو، لمسیو، ملګرو، مسلمانانو، مومنانو او د ټول بشریت مینه راټوله وه. هغه یوازې د نړۍ لپاره یو رحمت رالیږل شوی دی.
بلال د ماښام اذان وکړ، رسول الله_ﷺ_مسجد ته راووت، ابوالدرداء يې ولیده چې د ابوبکر مخې ته روان دی، ویې ویل:
– ای ابودرداء ته له هغه چا مخکې روان یې چې تر تا په دنیا او اخرت غوره دی؟! له نبیانو او مرسلانو ورووسته له ابوبکر څخه په غوره سړي نه لمر راختلی او نه پریوتلی دی.
رسول الله_ﷺ_به ویل:
– ماته له ابوبکر نه بل عظیم شخصیت نه شته، په خپل ځان او مال يې زما مرسته وکړه او خپله لور يې راکړه.
او ویل به يې:
– که مې څوک د خپل رب پرته خلیل نیولی، نو ابوبکر به مې نیولی و، خو اسلامي ورور مې دی.
او ویل به یې:
– ابوبکر او عمر له ماسره د غوږ او سترګې حیثیت لري.
ابوبکر د غریبۍ په جامه کې پاچا و، که به يې ستاینه وشوه، وبه يې ویل:
– ته تر ما، ما ښه پېژنې او زه خپل نفس له دوی ښه پېژنم، ای ربه ته ما له دې غوره وګرځوه چې دوی مې ترې شمېري او د هغه څه بخښنه راته وکړه چې دوی پرې نه دي خبر او په هغه څه مې مه نیسه چې دوی یې زما په حق کې وايي.
عمر بن الخطاب راغی، سپين مخ يې درلود، په سپينوالي کې یې سرخي لرله، په سر يې ویښتان نه و، تکې سرې سترګې يې لرلې، رسول الله_ﷺ_یې په اړه ویل:
– عمر له ماسره او زه له عمر سره یم، عمر چې هر چېرته وي، حق ورسره وي.
رسول الله_ﷺ_ویل:
– ای عمره، ته په اسلام کې د غوره او غښتلي نظر خاوند یې.
همدارنګه يې ویل:
– جبریل راته وویل چې د عمر په مړینه به اسلام هرومرو ژاړي.
او ویل یې:
– ابوبکر او عمر له ماسره د هارون او موسی مقام لري.
عمر به ویل:
– که د حساب او کتاب وېره نه وای، نو په تناره کې به مې د پسه د کبابولو امر کړی وای.
عمثان په مسجد کې کیناست، ژبه يې د الله په ذکر لمده ده، خلکو ته نه ګوري، رسول الله_ﷺ_یې په اړه ویلي و:
– زما په امت کې عثمان تر ټولو زیات حیاناک دی.
کله چې یې لور ام کلثوم عثمان بن عفان ته ورکړه، ورته يې وویل:
– ستا خاوند ستا نیکه ابراهیم_ﷺ_او ستا پلار محمد ته ورته دی
هغه خلکو ته ښه خواړه ورکوي، خو خپل کور ته ننوځي، سرکه او غوړي خوري، داسې شتمن دی چې په خلکو لګښت کوي، د ابوبکر د خلافت په دوران کې وچکالي راغله، کله چې وچکالي سخته شوه، خلک ابوبکر ته ورغلل، ویې ویل:
– ای د رسول الله خلیفه، بارانونه ولاړ دي، زمکه شینکي نه زرغونوي، خلک نور هلاکیږي، څه وکړو؟
– تاسې ستانه شئ، صبر وکړئ، زه له الله نه هیله کوم چې پر تاسې به اسانتیا راولي.
کله چې ورځ تېره شوه، خبر راورسېده چې د عثمان تجارتي قافله له شامه راورسېده، خلک راووتل، ګوري چې زر اوښان دي، په ټولو اوښانو غنم، غوړي او اوڅکي(ممیز) بار دي، کله چې يې کور کې بارونه ښکته کړل، سوداګر راورسېدل، عثمان ورته وویل:
– څه پسې راغلي یاست؟
– ته پوهیږې چې موږ څه غواړو، دا سودا راباندې خرڅه کړه، ته د خلکو په اړتیاو ښه خبر يې.
– په ډېره مینه او عزت، خو په څو به يې رانه واخلئ.
– یو په دوه.
– له دې مې قیمته پلورلي دي.
– یو په څلورو.
– له دې مې هم قیمته پلورلي دي.
– یو پر پنځه.
– له دې نه مې هم قیمته ورکړي دي.
– ای ابو عمرو، په مدینه کې خو له دې سوداګرو پرته نشته او نه له موږ نه مخکې تاته څوک راغلي دي، نو بیا دې چاته ورکړي دي؟
– الله تعالی په هر درهم يو په لسه ګټه راکړې ده، تاسې له دې نه زیاتې راکوئ؟
– نه.
– زه په دې خبره الله تعالی ګواه نیسم چې په دې اوښانو ټول بارونه د مسلمانانو په غریبو او بیوزلو باندې صدقه کړم.
رسول الله_ﷺ_ورته ویلي و:
– ای عثمانه، بې شکه چې الله تعالی به يو کمیس درواغوندي، که منافقانو درنه ویسته، نو ته يې تر هغې ونه باسې چې څو د قیامت په ورځ له ماسره مخ شئ.
علي بن ابي طالب د محراب په يوه څنډه کې ولاړ دی، سخت پوستکی او درنې غټې سترګې لري، قد یې لنډوالي ته نیږدې دی، ګڼ ویښتان لري، پراخه ږیره، پراخه اوږې لري. سر يې سپين او زیات ويښتان يې ختلي دي.
کله چې به رسول الله_ﷺ_په غوسه شو، له علي پرته به ورسره چا خبرې نه شوې کولای، علي پرې ګران و او ویل به یې:
– چا چې علي وزوراوه، نو زه يې زورلی یم.
او ویل به يې:
– علي له قران سره او قران له علي سره دی، دوی دواړه سره تر حوض کوثره نه جلا کیږي.
علي کرم الله وجهه له رسول الله_ﷺ_څخه د زدکړې چانس هیڅکله له لاسه نه ورکاوه، د علم يې ډېر احترام کاوه او ویل به یې:
– علم ټيټ راپورته کوي، ناپوهي لوړ شخص راټيټوي، علم له مال نه غوره دی، علم تا ساتي او ته به مال ساتې. علم حاکم او مال محکوم دی.
د علي له حکیمانه ویناو څخه دا هم ده:
– تر هغې شتمن کیدای نه شې څو چې پاک لمنی نه وې، تر هغې زاهد نه يې څو متواضع نه يې، تر هغې متواضع نه يې چې تر څو زغمناک نه يې، تر هغې دې زړه مسلمان نه دی چې تر څو هغه څه چې د ځان لپاره يې غوره ګڼئ د نورو مسلمانانو لپاره غوره ونه ګڼې، د یو انسان لپاره همدا ناپوهي او جهل بسنه کوي چې له څه منع شوي وي او هغه کوي، د انسان لپاره همدا هوښياري بسنه کوي چې خلک یې له شره په امان وي او له جهل نه مخ وګرځوي.
علي د لرې فکر څښتن و، غښتلی و، پرېکنده خبرې يې کولې او عادلانه پرېکړې یې کولې، د علم چینه وه، له ژبې يې حاکیمانه ملغلرې راتوېدلې، له دنیا او د هغې له ښکلا وېرېده، د شپې او د هغې په وحشت يې ځان ته ډاډ ورکاوه، ډېرې اوښکې يې بهولې، ډېر فکر يې کاوه، شډل لباس یې خوښاوه، شډل خواړه يې خوښول، دیندارانو ته يې عظمت ورکاوه، مسکینان يې خوا ته راجوختول، قوي خلکو ترې په باطل کې تمه نه کوله او کمزوري ترې په عدالت کې نه نهیلي کېدل.
رسول الله_ﷺ_د ماښام او ماسخوتن لمونځ وکړ، بیا د خپلو مېرمنو په کورونو راستون شو، د سوده بنت زمعې کور ته ورننوت، له کومې ورځې نه چې ورسره رسول الله_ﷺ_واده کړی دی، یوازې هیله يې دا ده چې د قیامت په ورځ د رسول الله_ﷺ_په بیبیانو کې راپورته شي.
رسول الله_ﷺ_ورسره د تعزیت د ورکولو په موخه وروسته له هغې واده وکړ چې میړه يې او د تره زوی یې السکران بن عمرو په حبشه کې مړ شو، ښایسته نه وه، نه پېغله وه، فقط یوازې وه، مسلمانانو هیڅکله یوه مومنه مېرمن تنها نه پرېښوده، ډېرې میرمنې اصحابو کرامو د هغوی د صیانت، حفاظت او ساتنې په خاطر وکړې.
زمعې به هڅه کوله چې رسول الله_ﷺ_خوشاله وساتي، هغه وخت به يې له خوښۍ وزرې وکړې چې د رسول الله_ﷺ_په شونډو به يې موسکا ولیده. تل به يې هغه کار کاوه چې د رسول الله_ﷺ_د رضایت او خوښۍ سبب به ګرځېده، کله چې په دې پوهه شوه چې د ابوبکر لور عائشه رسول الله_ﷺ_ته له ټولو بیبیانو څخه ګرانه ده او دا خپله د زړښت په درشل ولاړه ده، نو خپل عظیم خاوند ته يې وویل:
– زه مې خپله شپه عائشې ته ډالۍ کوم.
د عائشې کور ته ورغی، خوږې مېرمنې یې په ريښتونې توګه د زړه په مینه ګرم استقبال وکړ، دا يې ماضي، حاضر او مستقبل دی، که يې د جبیر بن المطعم بن عدی له زوی سره واده کړی وی، نو اوس به یې دغه ستر مقام لرلای؟! خو له رسول الله_ﷺ_سره يې په واده دغه ستر مقام تر لاسه کړ او د مومنانو مور شوه.
محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري يې
۱۹ ټوک حجه الوداع
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.