دوه کاله وړاندې د افغانستان په تاريخ کې يوه بله توره ورځ

محمد مقتصد ستړی

293

دوه کاله وړاندې د افغانستان په تاريخ کې يوه بله توره ورځ د پنځلسم اګست په نوم اضافه شوه. 

د اګست پنځلسمه هغه توره ورځ ده چې ددې هيواد وګړي يې به یې هر کال په سلګيو، سلګيو یادونه کوي. ولې چې دا هغه ورځ وه چې زرګونه کورنۍ يې بې وطنه هم بې کفنه کړې.
د دوه زره يوويشتم کال، د اګست په پنځلسمه د مليونونو انسانانو هيلې ورژېدلې او د خپل ملي هويت څخه بې برخې شول. په همدې ورځ نه يوازې دا چې افغانان په خپل شتمن هيواد کې د پرديو خيرات ته کېناستل، ملي ارزښتونه يې تر پښو لاندي شول، په خپل کور کې دننه سپک او ذليل شول، ملي وقار او برم یې له منځه لاړ، له خپلو بنیادي، انساني، حقونو بې برخې شول او بلاخره يو ستر ملت په ګونډو کړل شو.
دغه ستر ملت وروسته له هغه چې زرګونه شمېر ځوانانو د خپلو خلکو او خاورې څخه دساتنې په موخه د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې قربانۍ ورکړې او د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره يې په مېړانه او صداقت سره دنده ترسره کوله؛ يوه خائن اقلیت د نړيوالو او سیمه ییزو سازمانونو، استخباراتي کړیو او ددې هيواد او خلکو د دښمنانو پر مټ د يوې لويې دسیسې په جوړولو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت نسکور کړ.
د پنځلسم اګست تر پېښې وروسته د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان استقلال او خپلواکي له منځه لاړه او د افغان حکومت هغه لازمه ازادي چې دوی يې د قطر له مذاکراتو تمه لرله، د ناکامه سیاسي اجماع په جوړولو له لاسه ووته.
لکه څرنګه چې د ثور په اتمه نېټه د ختيځ او لويديځ ترمنځ د راپيل شوې لوبې په پايله کې د مجايدینو مشرانو په خیبر پښتونخواه کې د صبغت الله مجددي په مشرۍ موقت حکومت جوړ او کابل ته ننوتل چې د دې میدان اصلي بایلونکي د افغانستان خلک وو او دي.
تر لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) وروسته چې کله غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان باچا شو، دغه هیواد يې له انګرېزانو څخه د يو بشپړ آزاد او خپلواک هيواد په توګه اعلان کړ.
امان الله خان به خلکو ته ویل: ”هر څه ورکېږي او زوال قبلوي؛ خو یوازینی شی چې پاتې کېږي او هېڅ د نقصان او ورکېدو اندېښنه یې نشته، هغه علم دی. ”
په خواشینۍ سره چې یوه پیړۍ وروسته هم د افغانستان ملي حاکميت او پرمختګ يقيني شوی نه دی. د تل په څېر دغه ملت له يوه غار څخه په پرلپسې توګه چيچل شوی خو ذهنیت يې یوه پیړۍ وروسته هم لا ددغه غار په اړه نه دی بدل شوی.
لکه څرنګه چې د امان الله خان پرضد تبلیغاتو کې به خلکو ته ویل کېدل چې پاچا له بهره ځان سره داسې وسایل راوړي چې خلک وژني او له غوښو یې صابون جوړوي. یا دا چې د غریبو کورنیو نجونې ښوونځي ته لېږي او هلته یې بې دینه کوي، سل کاله وروسته هم يوځل بيا د افغان نجونو پر زدکړو بندیز لګول شوی، تر یو میلیون ډېرې نجونې له زدکړو بې برخې دي؛ دوه نیم میلیونه نورې لاس رسی نه ورته لري او له دې سره افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونو ته د منځنيو او لوړو زدکړو حق په کې نه ورکول کېږي.
له دې ټولو سره سره هغه څه چې د افغانانو لپاره د اندېښنو د دوام لامل دي، جګړه او نا امني ده چې له څلور لسیزو را په دېخوا په افغانستان کې دوام لري او د دغه هیواد خلک د بېلابېلو رېژیمونو په بدلېدلو سره هم یوې تل پاتې سولې ته ونه رسېدل؛ دا ځکه چې نن او پرون په بېلابېلو دورو کې د خلکو په قرباني کولو کې د بېلابېلو دورو د ټولو رهبرانو لاس وو او په افغانستان کې يې د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ واکمني کړې ده او کوي يې.
د دې لپاره چې په افغانستان کې يو باثباته ملي مترقي او جمهوري دولت رامنځته شي، د افغانانو ځوانانو د مبارزې ترڅنګ باید د تاریخ د بېلابېلو دورو د څېړنې او ارزونې په موخه يو خپلواک ملي تهينک ټانک رامنځته شي او د څېړنې او ارزونې په پايله کې ددغه هيواد لپاره د اساسي جوړښت په رامنځته کولو سره وکولای شي، دغه ملت په عمومي ډول له حقيقي خپلواکۍ څخه برخمن کړای شي.
په درنښت

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.