ښه والی ممکن په عمومي توګه یو فضیلت وي

مقتصد

563

ښه والی ممکن په عمومي توګه یو فضیلت وي، مګر هغه څه چې اتباع یې له مشرانو څخه غواړي موثریت دی!

که څه هم د سیاسي فیلسوفانو ترمنځ دا یو عام مفهوم دی چې د اخلاقي نیکمرغۍ او مشروع واک ترمنځ یوه ځانګړې اړیکه موجوده ده، په ځانګړې توګه هغه څوک چې د منځني پیړیو او رینسانس په جریان کې یې ژوند کړی، په دې باور وو چې یو سیاسي واکمن باید په شخصي توګه له غوره شخصیت څخه برخمن وي، په همدې توګه واکمنانو ته مشوره ورکړل شوې وه چې که دوی اوږده او سوله ایزه واکمني غواړي او موخه یې دا وي چې واک په مېراثي توګه خپلو اولادونو ته انتقال کړي، باید د اخلاقي نیکمرغۍ د دودیزو معیارونو سره سم چلند ترسره کړي.

خو د سیاست له اخلاقي تیورۍ سره په مستقیم مخالفت کې میکاولي د سیاسي واکمن یوازینۍ اصلي اندیښنه د واک ترلاسه کول او ساتل بولي.

میکاولي د ایټالیا سیاسي فیلسوف و چې په خپلو لیکنو او نظریاتو کې د سخت منطقي تحلیل پر ځای تجربې ته ارزښت کوي.

اکثریت خلک میکاولي ته د یو هوښیار مفکر په توګه درناوی لري، خو ځیني بیا هغه د بې ایمانه مشرانو لپاره د لارښود په لیکلو غندي او په همدې خاطر چې میکاولي سیاسونو ته اجازه ورکوي چې دښمنانو ته د ماتې ورکولو او په واک کې د پاتې کیدو لپاره هرڅه وکړي، که څه هم کړنې یې هرڅومره ظالمانه او بې رحمه وي.

د میکاولي سیاسي تیوري د سیاسي تصمیم نیولو او سیاسي قضاوت په بحث کې د واک او مشروعیت د مسالې له پامه غورځولو لپاره د ګډې هڅې استازیتوب کوي.

الماني فیلسوف کانټ هم د قدرت له دې مفکورې سره مخالف دی او ارادې یې پر پایلو ولاړې دي، برعکس د میکاولي په نظر د دولت مشر باید له اړتیا څخه د تیریدو اراده په پام کې ونیسي .

ځکه چې میکاولي د واک هر ډول اخلاقي مفهوم ردوي، ده په دې باور درلود چې زموږ کرکه باید د سیاستوالو سره د دروغو، منافقت او چالاکۍ له امله نه وي، د میکاولي په نظر یو ښه سیاستوال هغه څوک نه دی چې دوستانه، صادق او مهربان وي، بلکې هغه څوک دی چې که څه هم ځینې وخت فریب ورکونکی وي، خو پوهیږي چې څنګه د خپل هیواد څخه دفاع وکړي، بډایه یې کړي او دهغه ویاړ وساتي، ځکه چې همدا یو مهم هدف دی.

“ښه والی” ممکن په عمومي توګه یو فضیلت وي، مګر هغه څه چې اتباع یې له مشرانو څخه غواړي موثریت دی، دا ممکن تور هنر ته اړتیا ولري، مانا دا چې که چیرته موږ د راتلونکي لپاره په دې شرط باندې پوه شو له سیاستوالو څخه زموږ مایوسي کمه او غوښتنې به مو څرګندې او روښانه شي.

د میکاولي په نظر د واکدارانو لوی مسوولیت دا دی چې هیواد له داخلي او خارجي ګواښونو څخه وژغورلی شي او همدارنګه یو باثباته دولت رامنځ ته کړي، دا پدې مانا ده چې یو واکدار باید په دې پوه وي چې څه ډول مبارزه وکړي او څرنګه خپله بڼه، شهرت او شاوخوا خلک په منظمه توګه سره اداره کړای شي.

د همغه وخت عیسوي مذهب پلویو دا نظر درلود چې مشر باید عادل، سوله ایز، بخښونکی او زغمونکی وي، دوی فکر کاوه چې یو ښه سیاستوال او یو ښه عیسوی یو شی دی؛ مګر مکیاولي له خپلو لوستونکو څخه غوښتنه کوي چې د عیسوي اخلاقو او ښه سیاست تر مینځ د ناانډولۍ په اړه فکر وکړي.

دی وایي واکمن باید په ډېرې ځیرکتیا سره له فضیلتونو څخه کار واخلي، هغه حکمت، ستراتیژي، ځواک او زړورتیا او د اړتیا په وخت کې حتا بې رحمي هم له سیاسي فضلیتونو څخه ګڼي.

نوموړی د جنایي فضیلت په توګه غواړي ووایي چې یو مشر باید د هیواد په نوم د تاوتریخوالي او ظالمانه چلند وړ وي او دغه کار د یو ښه رهبر سره هیڅ تضاد نه لري، ځکه چې دا د یو هیواد د امنیت لپاره اړین بلل شي.

خو هغه د جنایي فضیلت لپاره ځیني معیارونه ټاکلي دي چې یو له هغو څخه د شهرت لپاره بې رحمۍ ده.

میکاولي وايي چې تاسو په هر څه او هر ځای کې ښه نشئ اوسېدلی، نه یوازې د منابعو او ځواک د نشتوالي له امله، بلکې د اخلاقي اړتیاوو د میراثي تضاد له امله دا ستونزمنه ده چې په رهبرۍ کې تل پاتې ښه سړی ووسئ.

د سیاست سربیره په سوداګرۍ یا کورنیو چارو کې موږ اړ یوو چې ځینې وخت باید سختې او مشکلې پریکړې وکړو او دا باید د یوې اړتیا په توګه په نظر کې ونیول شي.

کیدای شي د یو مهربان عیسوي نظر د تصمیم نیولو په پښو کې قرباني شي، لکه څرنګه چې موږ د کورنۍ د ژغورلو لپاره دروغ وایو یا موږ د سوداګرۍ خوندي کولو لپاره ځینې کارمندان په پام کې نه نیسو دا دمیکاولي له نظره د مثالي نړۍ پر وړاندې د حقیقي نړۍ سره د معاملو قیمت دی.

میکاولي د ځواک په ټینګار سره وایي چې خلک مجبور دي چې د دولت لوړ ځواک ته په درناوي خالص اطاعت وکړي.

د هغه په نظر سیاست یوازې د جبري ځواک د برتري په شرایطو کې په همغږي توګه تعریف کیدی شي، هغه دا ادعا د سیاسي چارو او عامه ژوند کې د لید وړ واقعیتونو ته په اشارې سره او همدارنګه د ټولو انساني چلندونو د ځاني ګټو طبیعت څرګندولو په دلیل سره ثابتوي، په دې اساس هغه سیاسي مشرانو ته مشوره ورکوي چې د عدالت، رحم، او ګډو ارزښتونو یوې خواته کړي او د خپلو خلکو سره د زغم، حکمت او مینې پرځای ظلم، زور زیاتي، تاوتریخوالي، ډار او فریب ته ترجیح ورکړي.

په پای کې هغه دې پایلې ته رسیدلی دی چې ویره تل په موضوعاتو کې د مینې په پرتله غوره ده، لکه څنګه چې تاوتریخوالی او فریب په اغیزمنه توګه د خلکو په کنټرولولو کې د قانونیت څخه غوره دی.

د ژان ژاک روسو اند د میکاولي له فلسفې څخه یو رښتونی درس اخیستل دي، چې خلکو ته د ټولواكانو د چلند په اړه ریښتیا رابرسېره کوي او په دې توګه غواړي ووایي چې سیاستوال په واک کې د پاتې کېدو لپاره کومې لارې چارې استفاده کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.