د واک نیولو دویمه کلیزه؛ د طالبانو لمانځنه، د مخالفینو نیوکې

408
21 ساعتونه مخکې

طالبانو په داسې حال کې په افغانستان کې د واک د بيا نيولو دویمه کلیزه ولمانځله چې خلک لا اوس هم په دغه هيواد کې له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دي. د بشري حقونو سازمانونه او سیاسي مخالفین پر همدغه روان وضعیت نیوکې کوي.

طالبانو د اګست ۱۵مه د واک د ترلاسه کولو په مناسبت د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان کړه. د کابل په ګڼو ځایونو کې د دغې ډلې د ادارې بیرغونه لګول سوي او د دغې ډلې چارواکو په یوه جوړه سوي غونډه کې د نړیوالو ځواکونو او د تیر جمهوري ریاست د نسکور سوي حکومت پر وړاندې د خپلو ځواکونو د شل کلنې جګړې ستاینه وکړه.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دوی بریا « په افغانستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو زمینه برابره کړه.»

د طالبانو په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «د کابل فتحې ثابته کړه چې هېڅوک د افغانستان پر مېړني ولس کنټرول نسي کولی او هېڅ یرغلګر ته به اجازه ورنه کړي چې زموږ ازادي او خپلواکي له ګواښ سره مخ کړي.»

داګست پنځلسمه طالبان دافغانستان په ارګ کې
د اګست پنځلسمه طالبان د افغانستان په ارګ کې انځور: Zabi Karim/AP/picture alliance

طالبان چې د واک د ترلاسه کولو په دوو کلونو کې هیڅ هیواد تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی، د نړیوالې ټولنې د هیلو په پام کې نیولو پرته، خپلو سختو سیاستونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې دا هرڅه دوام لري.

د طالبانو د سیاسي دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې په یوه غونډه کې د دې ډلې د ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل: «مجاهدین راپورته سول، بمونه یې په سینه پوري وتړل او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې یې انفجار وکړ اوهغوی یې له هېواده څخه وشړل. »

په دې ناسته کې طالب چارواکو هم د خپلې دوه کلنې واکمنۍ پر لاسته راوړنو خبرې وکړې.

وسله والو طالبانو له نشه يي توکو سره مبارزه، اداري فساد او د سوالګرو راټولول د خپلو لاسته راوړنو په توګه ياد کړي او ويلي يې دي چې د  قوشتپي کانال او د سالنګ د لويې لارې د بيارغونې په څېر يې مهمې ملي پروژې هم پيل کړې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي.

طالبانو هم هڅه کړې چې بهرنیو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو په څېر د ترهګرو ډلو د قوي حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان د هیڅ ګاونډي، سیمې او نړۍ له پاره ګواښ نه دی: «موږ له بهرنیو هېوادونو ښې اړیکې غواړو، د وطن پرمختګ د ګاونډیانو په تاوان نه غواړو.»

د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال له سياسي شخصيتونو او ځوانانو څخه چې په بهرنيو هېوادونو کې ژوند کوي وغوښتل چې خپل وطن ته بیرته راسې او هرڅوک چې نيوکه او مخالفت لري، د هغوى نظرونه اوریدل کیږي.

حنفي وويل، په افغانستان کې د بيان ازادي تضمين ده، «خو هر څوک چې د ملي ګټو خلاف عمل وکړي او مقدساتو ته سپکاوى وکړي، د امنيتي ځواکونو له خوا به ونيول سي.»

په ورته وخت کې په افغانستان کې په پراخه کچه د رسنیو سانسور شته. د بشري حقونو سازمانونه د بیان او رسنیو پر ازادۍ بانديد طالبانو له لوري پر مخنیوي تل سختې نیوکې کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت انځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو د سیاسي مخالفینو غبرګون

طالبان د اګست مياشتي ۱۵مه په داسې حال کې لمانځي چې ډېری نور افغانان بیا دغه ورځ د تورې ورځې په توګه یادوي او په بېلابېلو هيوادونو کې یې د طالبانو پر ضد لاریونونه په لاره اچولي دي.

د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو هم په دې اړه خپل اعلامیې خپري کړي او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وژنو، شکنجه کولو، نیول کېدو او د دوي پر وړاندي بندیزونو یې نیوکې کړې دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهې» په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي :« دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې زموږ د خلکو پر وړاندې کوم جنایتونه چې وکړل زرګونه بې ګناه خلک یې شکنجه کړل او په ډیر وحشت  سره یې ووژل.»

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ملي غورځنګ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان خلک په خورا بد سیاسي، اقتصادي، ټولنیز اوبشري وضعیت کې دي.

د طالبانو د واکمنۍ د دوهمي کلیزې په مناسبت، د بشري حقونو سازمانونو له دغې ډلې غوښتي دي چې سمدستي هغه فرمانونه لغوه کړي چې د خلکو حقونه او ازادۍ تر پښو لاندي کوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دي په افغانستان کې د ښځو پر مخ خلاصي کړي.

اسحق اکرمی / صفت الله ذاهدي – دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.