المان یو وار بیا له افغانستان سره پرمختیایي مرستې کوي

357
5 ساعتونه مخکې

د «شپیگل» المانۍ مجلې د یوه رپوټ پر بنسټ المان یو وار بیا له افغانستان سره خپلې مالي مرستې زیاتوي.

نوموړي مجلې د المان د پرمختیایي چارو وزارت د ویاندې په نقل لیکلي دي چې په تیرو دوو کلونو کې د کله راهیسې نه چې طالبانو په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی، المان له دغه هیواد سره ۳۷۱ میلیونه یورو پرمختیایي مرستې کړي دي. په لومړیو کې المان له افغانستان سره خپلې پرمختیایي مرستې درولې وې.

دا له هغو مرستو څخه کمې دي چې المان په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو مخکې له دغه هیواد سره کولې. د شپيگل په حواله د المان د پرمختیایي چارو وزارت ویاندې زیاته کړې ده چې یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې ۳۶۵،۵ میلیونه یورو له افغانستان سره مرسته شوې ده او «نږدې ټولې دغه پيسې د بنسټیزو خدماتو د جاري ساتلو لکه، د عامو خلکو د اقتصادي پیاوړتیا له پاره، د حکومت له کنترول څخه بهر لگول شوي دي.»

نوموړي وزارت هغه اندیښنې رد کړې چې کیدای شي طالبان له دغو میلیونونو یورو گټه پورته کړې وي: «هیڅ ډول بودیجه د وزارتونو او رسمي ادارو له لارې نه لگول کیږي. دغه اقدامات په اساسي ډول د نړیوالو سازمانونو (ملگري ملتونه، نړیوال بانک) او غیر دولتي سازمانونو له لارې عملي کیږي.»

سربیره پر دې «یوازې هغه اقدامات عملي کیږي په کوم کې چې ښځې ونډه اخلي او له کوم سره چې ښځو او نجونو ته لاسرسی ممکن کیدلی شي.«

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.