بنګله دیش د ازادۍ او پاکستاني پوځ قتل عام په اړه حقایق

اجمل ستانکزی

315
بنګله دیش د ازادي او پاکستاني پوځ قتل عام په اړه یو څه حقایق (ټالیب او د پاکستاني پوځ پلویان دې یې ولولي)
کله چې انګریز په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ کړ نو هغه وخت پاکستان دوه ټوټې وو چې یوه ټوټه یې د هند ختیځ ته (اوس بنګله دیش بلل کیږي) او بله یې د هند لویدیځ ته (اوسنی پاکستان) پرته وه. تر اویایمې لسیزې دا دواړه سیمې یو پاکستان وو او د ختیځ او لویدیځ پاکستان په نوم یادیدل. خو د ختیځ او لویدیځ پاکستان د خلکو پرته له دینه نور هر څه (ژبه، کلتور…) مختلف وو.
د ختیځ پاکستان نفوس او وسایل تر لویدځ پاکستانه ډیر وو خو د ټول پاکستان واک بیا د لویدیځ پاکستان له پنجابي سره وو ځکه د ختیځ پاکستان بنګالیان په ډیرو ډلو ویشل شوي وو. د لویدیځ پاکستان پنجابي حکومت له ختیځ پاکستان سره لکه د خپلې مستعمرې په شان چلند کاوه. د دوی حقوق یې نه ورکول او دوی یې تر ځانه ټیټ ګڼل. خپلمینځي اختلافاتو هم بنګالیان کمزوري کړي وو او د لویدیځ پاکستان واک یې په دوی غښتلی کړی وو.
په ۱۹۶۹ کې جنرال یحیا خان له ایوب خان څخه د پاکستان واک ترلاسه کړ. یحیا خان چې په خټه پنجابی وو د پاکستان تر جوړیدو وړاندې د برتانوي هند نظامي افسر وو چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې هم برخه اخیستې وه. جنرال یحیا غوښتل چې پاکستان کې د پوځ قدرت ته خاتمه ورکړي او ټاکنې ترسره کړي. خو ده په عین وخت کې دا هم غوښتل چې دا ټاکنې د غربي پاکستان استازی (خپله یحیا خان) وګټي تر څو قدرت له غربي پاکستان (پنجابي) سره پاتې شي.
همدارنګه جنرال یحیا غوښتل پاکستان په نړیواله کچه مطرح کړي. هماغه وو چې د امریکا د ولسمشر ریچرډ نکسن او د چین د مشر ماو زیډانګ تر مینځ یې ملاقات برابر کړ تر څو امریکا او چین ديپلوماتیکي اړیکې پیل کړي. د سړې جګړې په وخت کې د امریکا او چین اړیکو جوړولو کې پاکستان (جنرال یحیا خان) هم مهم رول لوبولی وو. یحیا خان له نکسن او د هغه له استازي هنري کیسنجر سره قوي اړیکې درلودې.
تر ټاکنو څه کم یوه میاشت مخکې په شرقي پاکستان (بنګله دیش) تر ټولو خطرناک سمندري توپان (سایکلون) راغی او شاوخوا درې لکه انسانان یې ووژل. د ځینو جزیرو ان ټول وګړي یې له مینځه یوړل. خو یحیا خان چې د پاکستان قدرت یې په لاس کې وو، نه یوازې مرسته ور ونه لیږله بلکې پوځ ته یې امر وکړ چې لیږل شوې مرستې هم په عوامو تقسیم نکړي. یحیا خان پوهیده چې ده ته هسې هم بنګالیان رایه نه ورکوي ځکه نو تر دې ښه ده چې دوی مړه شي او هیڅ ټاکنو کې برخه وانخلي تر څو د ده د ګټلو چانس ډیر شي. د یحیا خان د مرستې نه کولو په نتیجه لا ډیر بنګالیان له مینځه لاړل. د یحیا خان پنجابي جنرالان د بنګالیانو مرګ ته خوشاله وو او ان یې په پټو مجلسو کې ویل چې دغه سمندري توپان مو نیم میلون غمونه را کم کړل.
کله چې ټاکنې راغلې بنګالیانو هم خپل اختلافات څنګ ته کیښودل او په ګډه یې شیخ مجیب رحمان ته رایه ورکړه او هغه یې صدراعظم کړ. پنجابي یحیا خان چې ځان یې تر بنګالیانو پورته ګڼه دا نشوه زغملای چې یو بنګالی دې لده ټاکنې وګټي او په پاکستان دې حکومت وکړي. هماغه وه چې شیخ مجیب یې بندي کړ. د یحیا خان د دې کار په مقابل کې بنګالیان سرکو ته راووتل او مظاهرې یې شروع کړې. یحیا خان هم ورپسې پاکستاني پوځیان ورولیږل او د دوی په ضد یې عملیات شروع کړل. د دغو عملیاتو نوم یې آپریشن سرچلایټ (د تلاشي برق عملیات) کیښود. (که نور معلومات غواړئ یوټیوب کې پدې اړه ډیرې ویډیوګانې شته. آپریشن سرچلایټ ولیکئ ډیرې ویډیوګانې به مو مخې ته راشي).
د مرګوني سمندري توپان لا څلور میاشتې نه وې تیرې شوې چې پاکستاني پوځیانو په بنګله دیش کې د عامو خلکو قتل عام شروع کړ او په څه کم درې میاشتو کې یې شاوخوا درې میلونه بنګله دیشیان ووژل. میلونونه نور ترینه هند ته وتښتیدل. د پاکستاني پوځ پواسطه د بنګالیانو دا قتل عام د شلمې پيړۍ یو له لویو قتل عامو څخه دی.
بنګالیانو بله چاره نه درلوده. یا به د پاکستاني پوځیانو لخوا وژل کیدل او یا به یې جګړه کوله. هماغه وو چې د پاکستان یرغلګر پوځ په ضد یې جګړه شروع کړه.
هند چې له پاکستان سره یې څو جګړې کړې وې هم له بنګالیانو سره مرسته شروع کړه چې په نتیجه کې یې هند او پاکستان هم ونښتل. هند سره د شوروي مرسته او وسلې وې او پاکستان سره د امریکا مرسته او وسلې. دا چې هند شوروي او پاکستان په ځانګړې توګه یحیا خان امریکا ته نژدې کس وو شوروي او امریکا هم په دغه سیمه کې جګړې ته نژدې شول. نکسن د انټرپرایز په نوم لویه امریکايي سمندري بيړۍ چې په کافي اتومي وسلو سمبال وه د بنګال خلیج ته ولیږله. په مقابل کې یې شوروي په اتومي وسلو سمبال درې اوبتلونه د بنګال خلیج ته ولیږل او قومنده یې ورته وکړه چې امریکايي بیړۍ پرینږدي چې هند ته دومره نژدې شي چې په هند کې هدفونه وولي. نکسن هم امریکايي بیړۍ ته قومنده ورکړه چې په هر صورت خپل هدف ته ځان ورسوي او د شوروي ځواکونو په وجه شاته نشي. امریکايي بیړۍ هدف ته روانه وه او د شوروي اوبتلونه هم تیارسۍ ولاړ چې اجازه ورنکړي. دواړه طرفونه له یو بل څخه یوازې یو څو ساعته لرې وو.
هماغه وو چې بنګالي ازادي خوښو جنګیالیو ډهاکه (د بنګله دیش پایتخت) ونیو. نژدې یو لک پاکستاني عسکر تسلیم شول او پاکستان ماتې ومنله. شیخ مجیب یې له بندیخانې خلاص کړ او د بنګله دیش لمړنی ولسمشر شو.
که بنګله دیشي ازادي خواهه ځواکونو هماغه وخت ډهاکه نه وای نیولې نو ډیر امکان شته چې نړۍ ان هغه وخت د اتومي جګړې په وجه تباه شوې وای.
پټه دې نه وي چې پاکستاني ځواکونو تر درې لکه زیاتو بنګالي پيغلو عزت هم لوټ کړ. همدارنګه د بنګله دیش وسایل او ان له بانکو یې پیسې ورته چور کړې. د دې تر څنګ یې تر وسه د بنګله دیش کدرونه او پوهان ووژل تر څو بنګله دیش په پښو ونشي دریدلای او دوی ته محتاج وي.
له پاکستاني پوځیانو سره د بنګله دیش یو زیات شمیر ملایان او مذهبیان ولاړ وو په ځانګړې توګه د جمیعت علمای اسلام غړي. د بنګله دیش حکومت څو لسیزې وروسته ډیری دا مذهبیان اعدام کړل.
په یو لحاظ بنګله دیشي جنګیالیو نړۍ له اتومي جګړې وژغورله. خو که د اتومي جګړې له اړخه یې تیر شو نو مونږ پدې جګړه کې د پاکستاني پوځیانو تکتیکونه لیدلای شو. همدا تکتیکونه یې په بلوچستان او افغانستان کې هم استعمال کړل او دا دی اوس یې په پښتونخوا کې هم استعمالوي. د پاکستان د لاس غټه آله دین دی. بنګله دیشي مذهبیان هم لکه زمونږ د ټالیبانو غوندې خلک وو چې خپل وطن او خپل خلک یې د پاکستان د ګټو لپاره قرباني کړل. خو بنګله دیشیانو اخر هم ځان له پاکستاني شره خلاص کړ. اما فکر نه کوم چې افغانان دې داسې څه وکړي.
بل درس ترینه دا واخلئ چې په نورو خلکو تر افغانانو ډیر سخت وختونه راغلي خو هغوی د خپلو مټو او خپل فکر په زور ترینه ځانونه ویستلي او خپله ازادي او خپلواکي یې په نسبي امن قربان کړي نه دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.