پاکستان ولې د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی؟

429
فريدالله ظاهر / دیوچه ویله

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو نیول شروع کړي. په دې بندیانو کې زیاتره هغه افغان کډوال دي، چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري. څیړونکي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو بندي کول پر کابل د فشار یوه وسیله یادوي.

پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول شروع کړي. ویل کیږي، چې په تېرو دوو هفتو کې پاکستاني پولیسو سلګونه هغه افغانان نیولي او بندیان کړې دي، چې ۸۰ سلنه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ یو ان ايچ سي آر له لوري د کډوالۍ کارتونه هم لري.

زیاتره دا افغانان د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې نیول شوې دي.

مدافع وکیلې منیزې کاکړ چې د افغان کډوالو قضیې مخته وړي، دویچه ویله ته وویل، چې په تېره یوه نیمه اونۍ کې ۷۰۰ افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري نیول شوې او زندان ته اچول شوې دي.

هغه وایي، پاکستان د دې کډوالو د نیولو دليل غیر قانوني استوګنه یادوې، په داسې حال کې چې هغوی د کډوالۍ رسمي اسناد لري.

کاکړ وایي: «د۹ سپتمبر وروسته چې بیا د افغانانو نیول شروع شوې دي، په دې کې دوی زیاتره هغه افغانان نیولي دي، چې یو ان ايچ سي آر او یا د پاکستان حکومت ورته د پي او ار کارتونه ورکړې دي. له ۷۰۰ زیات افغانان چې نیول شوې، په دوی کې له ۸۰ سلنه زیاتو سره دا کارتونه شته.»

منیزه کاکړ وایي، دوی د پاکستان له عدالتي ادارو څخه ۲۰۰ افغان کډوال، چې د پي او ار کارتونه یې لرل، ازاد کړې دي او د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره یې هم هڅې روانې دي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت سلګونه هغه افغانان هم نیولې او زنداني کړې وو، چې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي ول.

د هغو افغان بندیانو لپاره په کراچۍ کې د مدافع وکیلانو یوه ټولنه په رضاکار ډول قضیې مخته وړي، چې تر اوسه یې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد کړې دي.

منیزه کاکړ چې  د دې ټولنې یوه غړې ده  وایي،  د ۲۰۲۲ م کال راهیسې تر اوسه د پاکستان حکومت کابو څلور زره افغانان نیولې او زنداني کړې، چې په وینا یې ډېری یې دغه هېواد ته د ناروغیو د درملنې ، د خپلوانو لیدو او یا نورو ضروري کارونو لپاره ورغلي وو.

کاکړ دویچه ویله ته زیاته کړه: «زه د ۲۰۲۲ جولای میاشت نه په دې کیسونو باندې کار کوم، تر اوسه څلور زره افغان کډوال نیول شوي، چې په کې ښځې او ماشومان هم ول. اوس هم موږ د ۲۵۰ دغو کډوالو کیسونه مخته وړو او ۲۵۰ کسان بیرته افغانستان ته ډیپورټ شوې دي.»

د پاینده په نوم یو افغان کډوال چې په تېرو دوو اونیو کې درې ځلې د پاکستان حکومت نیولی، وایي، هر ځل د بې اسنادۍ په تور نیول شوی، خو وروسته په ډاګه شوي، چې هغه اسناد لري.

په کوټه کې یو شمېر افغان کډوال، چې د اوسیدو قانوني اسناد لري، نیول شوې دي.

یوه افغان کډوال رحمان الدین چې د کورنۍ یو غړی یې د پاکستان حکومت نیولی او زنداني کړی و، دویچه ویله ته وویل: «موږ نه پوهیږو، چې ولې دوی په افغانانو پسې راخیستې ده. اوس د پاکستان حکومت د هغو خلکو نیول شروع کړي، چې د دیرش او څلوېښتو کلونو راهیسې دلته اوسیږي، اسناد لري او دلته یې کاروبارونه دي.»

پاکستان ولې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او ځورول شروع کړي؟

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر داسې انځورونه او ویډیوګانې هم لاس په لاس شوې دي، چې ناروغې افغان میرمنې د پاکستان په زندان کې بندیانې دي او دغه راز لیدل کیږي، چې د کم عمر هلکان د پاکستان د حکومت له لوري په زنځیرونو تړل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو سره پر دغه چلند سختې نیوکې شوې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو سرغړونه بللي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو ورځې وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په نیولو او ځورولو اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلې یې وو، چې پاکستان دې د « کابل واکدارانو» غچ له بې ګناه افغانانو نه اخلي. پښتین زیاته کړي: «د کابل واکدارانو زور دې په بې وسه افغانانو نه باسل کیږي، د نا امنۍ ذمه وار افغانان نه دي، بلکې د کابل په سقوط کې د خوشالۍ چای څښونکي دي.»

د افغانستان او پاکستان د چارو څیړونکی محمد امین فروتن، په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول د نړیوالو بشري حقونو او اسلامي اصولو خلاف بولي. هغه وایي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

نوموړي وویل: «زما په ګومان د دی سره تړلې ده، چی همدا اوس په افغانستان کی د طالبانو داسې واکمني حاکمه ده، چی تر بل هرچا د پاکستان د ستراتیژۍ ملاتړې ګڼل کیږي، خو بیا هم دافغانستان لخوا د پاکستاني یاغیانو ملاتړ او له هغوی سره د خواخوږۍ تورونه رامینځته کیږي.»

فروتن زیاتوي، تر هغې چې په سیمه په ځانګړي توګه افغانستان او پاکستان کې پر « عدالت ولاړ» رښتیني ولسي نظامونه نه وي رامنځته شوي، د خلکو د ځورولو او کړولو سیاست به دوام ولري.

ډېر شمېر افغانانو او پخوانیو حکومتي چارواکو په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول غندلي دي.

د خوست او لغمان پخواني والي عبدالجبار نعیمي دویچه ویله ته وویل، افغانان دې په یوه خوله په ګاونډیو هېوادونوپاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه غږ پورته کړي.

نعیمي وایي، هغه افغانان چې له مجبورۍ ایران او پاکستان ته کډوال شوي او هغوی اوس نیولي او زندان ته یې لیږلي، کورنۍ یې د رواني شکنجو لاندې دي: «دوی هغه بې گناه افغانان دي چې یوازینی جرم يـې جلا وطني او کډوالي ده.»

هغه غوښتنه کوي، چې افغان کډوال دې له زندان ازاد شي او له هغوی سره د انساني اصولو له مخې چلند وشي.

د پاکستان او د کابل اړیکې خرابې شوي؟

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر امنیتي مرکزونو او پوځي موټرو بریدونه زیات شوې دي، چې مسئولیت یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي. د پاکستان موقت حکومت مشرانو په وروستیو ورځو کې په پرلپسې توګه په کابل کې د طالبانو اداره مسئوله ګڼلې، چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته ځای ورکړی او له هغه ځایه د دوی پر خاوره بریدونه کیږي.

خو په کابل کې د طالبانو ویاند د پاکستان حکومت ادعاوې رد کړې دي او پاکستان ته یې ویلي، چې پخپله د خپل ځان دفاع وکړي.

څو اونۍ وړاندې د افغانستان د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې دوی په پاکستان کې په بریدونو کې لاس نه لري، خو ادعا یې کړې وه، چې په افغانستان کې د داعش په لیکو کې جنګیدونکي ډير شمېر جنګیالي پاکستاني اتباعدي.

تازه تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې لیدنې کړي دي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلې دي، چې په دې لیدنه کې د امینت، په پاکستان کې د افغان بندیانو او سوداګرۍ برخه کې په اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې شوې دي.

د افغانستان د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د افغانستان د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقيانځور: AAMIR QURESHI/AFP

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حفظ ضیا احمد د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خولې لیکلي، چې «افغانستان او پاکستان باید د دوو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو په توګه د یوه او بل خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وکړي، څو دا سبب نه شي چې د دواړو لوریو ترمنځ فاصلې لویې شي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول په پراخه کچه غندل شوې دي. د بشري حقونو د دفاع یو شمېر بنسټونو هم د پاکستان په حکومت غږ کړی دی، چې د افغان کډوالو بندي کول دې ودروي او د هغوی له ځورولو څخه دې لاس واخلي.

دویچه ویله

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.