آیا د شاه رخ خان محبوبيت د هندو ملتپالو لپاره یوه ننګونه ده؟

392
15 ساعتونه مخکې

ملتپاله هندوان د بالي ووډ دغه مشهور ستوري ته د اقلیتونو پر ضد د خپل شعار پر وړاندې د یوه ستر خنډ په سترګه ګوري. خان په خپل نوي فلم «جوان» کې هم د یوه سیاسي پيغام وړاندې کولو هڅه کړې ده.

شاه رخ خان په ټوله نړۍ کې د یوې داسې فرهنګي پدیدې په توګه پيژندل کیږي، چې سرحد نه پيژني، خو هغه یو مسلمان دی او په هندوستان کې په دې وروستیو کې له مسلمانانو سره مخالفت مخ پر ډیریدو دی.

د خان نوي فلم «جوان» په هند کې یوه سیاسي غوغا را پورته کړې ده. ډیر شمیر خلک فکر کوي چې په دې فلم کې د واکمن هندو ملتپاله بهارتیا جنتا ګوند (بي جي پي) سیاست او په موجوده حکومت کې رامنځته شوو ځینو معاضلو ته اشاره شوې ده.

په ۲۰۱۵م کال کې د لومړي وزیر نریندر مودي ګوند (بي جي پي) واک ته تر رسیدو یوازې یو کال وروسته د بالي ووډ دغه مشهور ستوري په ولسي کچه په هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې «د مخ پر زیاتیدونکي عدم برداشت» یا نه زغمل کیدو په هکله څرګندونې وکړې.

Indien | Jawan
جوان فلم چې په دې وروستیو کې خپور شو، د ریکارډ کچې بزنس وکړانځور: Satyajit Shaw/DW

د هندو ملتپالو له خوا به نښه کیدل

له هغه وخت راهیسې شاه رخ خان له خپل زړه څخه جوړو شوو بې بنسټه تورونو او شخصیت وژنې سره مخامخ دی.

هندو ملتپاله سیاستوال او د اترپردیش ایالت وزیر اعلی یوګي آدتیه ناته، له یوه پاکستاني وسله وال سره د بالي ووډ د دې ستوري په پرتلنې سره، خان ته مشوره ورکړه چې د هند حریف ګاونډي هیواد پاکستان ته دې لاړ شي.

په ۲۰۲۱م کال د خان زوی آرین د مخدره توکو په تور ونیول شو، خو وروسته ورته بیا برئت ورکړل شو. که څه هم شاه رخ خان د دغو آزمایښتونو په هکله خاموشي اختیار کړې ده، خو شنونکي وایي چې دغه نیونه د سیاسي ملحوضاتو له امله شوې ده.

Indien Mumbai | Bollywood Schauspieler Aryan Khan in Polizeigewahrsam
په ۲۰۲۱م کال د خان زوی آرین (چې تور ماسک لري) د مخدره توکو په تور ونیول شو، خو وروسته ورته بیا برئت ورکړل شو.انځور: Rajanish Kakade/AP/picture alliance

یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې دا د بالي ووډ د دې مشهور ستوري پر وړاندې چې د خپل هیواد سیکولر هویت ته د ودې ورکولو هڅه کوي، یو تبعیضي چلند دی او د «دویمې درجې اتباعو» په توګه د لږکیو معرفي کولو په برخه کې د هندو ملتپالو د پروژې یوه برخه ده. خو د بي جي پي ګوند دغه تورونه په کلکه ردوي.

که څه هم شاه رخ خان په دې وروستیو کې د زغم د نشتوالي په هکله هیڅ ډول عمومي څرګندونې نه دي کړي، خو له ایکشن څخه ډک د هغه دوه نوي فلمونه (پټهان) او (جوان) بیا یوه جلا کیسه بیانوي.

دواړه فلمونه ډیر هیټ او بریالي شول او د یو ډول سیاسي نظر استازیتوب کوي. یو شمیر ښي اړخي شنونکي د شاه رخ خان بې ساري محبوبیت ته پر بالي ووډ د خپل نفوذ زیاتولو د هڅې په سترګه ګوري.

Bollywood - Shah Rukh Kha mit seiner Frau
شاه رخ خان له خپلې میرمنې ګوري خان سرهانځور: Sujit Jaiswal/Getty Images

د شارخ خان دین ولې دومره مهم دی؟

د جواهر لعل نهرو پوهنتون د سنیمایې څیړنو پروفیسور داکتر رنجاني مزومدار وایي چې خان په خپلو فلمونو کې هیڅ کله خپل دین یا مذهب ته د خلکو د هڅولو کوښښ نه دی کړی.

مشهور هندي ژورنالیست رانا ایوب په خپل یو مطلب کې لیکلي چې شاه رخ خان په خپلو فلمونو کې هڅه کوي چې د «اسلامو فوبیک» يا اسلام ضد فلمونو د سیلاب په منځ کې د مسلمانانو ضد تعصب لمنځه یوسي.

ايوب وویل چې خان په هند کې مسلمانتوب یو معمول ثابتوي او په خپل نوي فلم «جوان» کې یې په باریک بینۍ سره د «توکمپالنې سیاست ضد د پيغام وړاندې کولو کوښښ کړی دی.»

دیوچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.