اتریشي ګوند له طالبانو سره د خپلو استازو لیدنه شخصي بللې ده

203
3 ساعتونه مخکې

د اتریش د آزادۍ ګوند په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپلو استازو د لیدنې له امله له نيوکو سره مخامخ شوی دی. د اتریش د آزادۍ ګوند ویلي، دا سفر شخصي وو او د ګوند له آدرسه نه دی ترسره شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «اتریش د آزادۍ ګوند د مشرتابه غړو» په کابل کې د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل، د ايکس شبکې پر خپله پاڼه لیکلي چې په دې ليدنه کتنه کې امیر خان متقي په بروکسل کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

تکل د اتریش د آزادۍ ګوند د غړو په حواله لیکلي دي: «د اتریش د آزادۍ ګوند غړو د افغانستان وضعیت د هغه څه په پرتله ښه وباله چې کابل ته تر سفر مخکې یې له رسنیو په دې اړه اوريدلي ول او ویې ویل چې راته روښانه شوه چې افغانان په اوسني حالت کې خوشحاله دي او خپل ژوند خوندي ګڼي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، داتریش د آزادۍ ګوند یوه غړي د دغه سفر په ترڅ کې وویل:  «د افغانستان مرکزي حکومت امنیت ټینګ کړی او په افغانستان کې یې د څلورو لسیزو ګډوډي ته د پای ټکی ايښې، خو زه متاسف يم چې لا هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی.»

خو اتریشي رسنیوخبر ورکړی، چې ظاهراً دغه ګوند افغانستان ته د اروپايي ټولنې د پخواني پارلمان د غړي اندریس مولتسر او د پارلمان د پخواني غړي جوهانس هوبنر د سفر او له طالبانو سره د لیدنې په اړه خبر نه وو.

د اتریش د آزادۍ ګوند سرمنشي کریستین هافن ‌اکر د “PULS 24” رسنۍ ته وویل چې ګوند یې د دې سفر په اړه د رسنیو له لارې خبر شو. هغه وویل چې قضیه «د دې خلکو د بشپړ شخصي سفر په اړه ده چې نه د اتریش د آزادۍ ګوند په لارښونه او نه هم په مشوره ترسره شوې او دا چې د دې ګوند له خوا نه دی تمويل شوی.»

هغه د اتریش رسنیو ته ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو د شخصي سفر په اړه خبر ورکړی و. په دغه رپوټ کې د اتریش د بهرنیو چارو د وزارت له قوله ویل شوي دي: «موږ تېره اوونۍ د دغه سفر په اړه خبر شو او په ښکاره مو د دغه سفر پر ضد مشوره وکړه.»

“پلس ۲۴” رسنۍ د اتریش د بهرنیو چارو وزارت له خولې لیکلي: «د فدرالي حکومت دریځ پر خپل ځای پاتې دی، موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو.»

اتریش له څو کلونو راهیسې خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکوي.

د اتريشي ګوندونو انتقادونه

پر دغه سفر د اتریش د سیاسي ګوندونو له خوا نیوکې شوې دي.

د اتریش د سوسیال ډیموکراتیک ګوند فدرالي اجرایوي مشرې ساندرا برایتندرد د اتریش د ښی اړخه د آزادۍ ګوند د طالبانو لپاره د سرې غالۍ په اوارولو تورن کړی دی. هغې د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه سختې سرغړونې ته اشاره وکړه او نیوکه یې وکړه چې د اتریش د آزادۍ ګوند دغو مسایلو ته پام نه دی کړی.

د اتریش د خلکو ګوند هم پر دغه سفر نیوکه کړې او د دې سفر مسئوليت یې د اتریش د آزادۍ د ګوند پر مشر ور اچولی دی.

د «کرونه» ورځپاڼې د راپور له مخې، د اتریش د خلکو ګوند عمومی منشی کریستیان اشتوکر وویل: «آیا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنهد اتریش د آزادۍ د ګوند سیاست دی؟ دا او نورې پوښتنې چې له طالبانو سره د اتریش د آزادۍ د ګوند د سیاستوالو له غونډې څخه راپورته کیږي، په اړه یې سملاسي د دغه ګوند له مشر څخه توضیحات غواړي.»

د هغه په ​​وینا، د اتریش د آزادۍ ګوند استازو په ښکاره هڅه کړې چې په فعاله توګه د افغانستان وضعیت مثبت وښيي او «په شعوري او یا ناخبره»  د طالبانو د تبليغاتو سره یې مرسته کړې ده.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېټه واک تر لاسه کړ، پر ښځو او نجونو د پراخو بندیزونو له امله دغه ډله د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځو هېوادونو له نیوکو سره مخامخ شوه او تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.