پانیني څوک و؟

لطیف یاد

303

شنکر اچاریه پانیني دلرغونې ګندهارا یو ژبپوه او ګر امر لیکونکی او دويدي ژبې نامتو عالم او پوهاندو چې دعیسی مسیح علیه السلام دزېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې دګندهارا په پشکلاوتي يا دپښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې دنندا دواکمنۍ پر مهال ژوند کاوه. په ځینو تاریخي منابعو کې راغلي دي چې دي اټک ته نږدې داباسین پر غاړه په Shalatula نومي ځای کې زیږیدلی و. ٠تاریخپوهانو دپانیني دژوند موده دعیسی مسیح علیه السلام دزیږیدو نه دمخه د۵۲۰ او ۴۶۰ کلونو تر مینځ اټکل کوي . داسې ويل کيږي چې دپانیني دپلار نوم پاني، دمور نوم يې داکسي، دورور نوم يې پينګالا او دماما نوم يې ديادي و٠ پانینی د ټکسیلا په پوهنتون کې چې دهغه عصر دمشهورو پوهنتونو نه و استاد و.په پنچاتترا نومي کتاب کې راغلي دي چې پا نيني ديوه زمري له لاسه ووژل شو٠ پانيني ويدي ژبه کره، سمه او مهذ به کړه او سنسکرېت نوم يې پرې کېښود يعنې سمه،کره، مهذبه ،بشپړه او کامله ژبه٠
دسنسکريټ دکلمې مانا مهذبه، بشپړه او کره شوې ژبه ده،ځکه دغه ژبه دويدي ژبې له تهذيب او سمولو نه پيداشوې ده٠که موږ څيړنه وکړو نو دابه جوته شي چې سنسکريت يوه پخوانۍ علمي ژبه ده چې په زرګونو علمي، ادبي ،تاريخي او مذهبي اثار پرې ليکل شوي دي او له نيکه مر غه ددغې ژبې ډېر آثار دزمانې دحوادثو او پېښو نه هم خوندي او بچ پاتې شوي دي٠
لوی استاد ارواښاد علا مه عبدالحی حبيبي دکيمبريج هسټري اف انډيا دلومړي ټوک په حواله دپانيني داثارو په اړوند داسي ليکلي دي:
دپانيني آثار اوس هم موجود دي چې دځينو پو هانو له خوا ژباړل شوي دي ٠ دمشهور ختيز پوه ميکس ميولر د وينا پر بنسټ پانيني خپل اثار د٣٥٠ زېږدېز کال نه دمخه ليکلي دي اودده دمهمو کتا بو نو نه ډېر مشهور يې دګرامر قواعد او نحويات دي٠ دغه کتاب (اشټ ادهيايا )يعنې اته ويناوې )نو ميږي چې هره برخه يې يوه ادهيا يا ويناده ٠
داسي روايتونه او شواهد هم شته چر تر پا نيني دمخه هم ځينو پو هانو دسنسکريت ګرامر کښلی و،ځکه پانيني په خپل کتاب کې٦٤ تنه اسلا ف ښودلي دي چې تر ده دمخه يې پردې کار ګوتې پورې کړې وې٠ دبېلګې په توګه پانيني دساکاټاينه او ياسکا نومونه اخلي چې ياسکا دپانيني سلف و٠
تر پانيني وروسته نور پو هان هم دده دکتاب په شر حه بوخت شول٠ دبيلګې په تو ګه يو عالم کانا يانا نومېد چې دده ياداشتونه او شر حه وارتيکا نو ميږي او اوس هم داکتاب شته ٠ بل مشهور شارح يې پاتانجلي نو ميږي چې دعيسی مسيح له زېږېدو نه ١٥٠کلونه وړاندې يې دپا نيني لو يه شر حه ليکلې چې مها بها شيه نوميږي او په دغه شر حه کې دکلا سيک سنسکرېت تاريخي او انتقادي پلټنې شته او دپانيني د٤٠٠٠ قاعدو او رولونو نه يې١٧١٣ قاعدې په انتقادي بڼه شر حه کړيدي اوګونارديابلل کيږي ٠سنسکريت دلغاتو کتا بو نه او قواميس هم لري ٠ لومړنی مشهور کتاب يې امارا کوسا يا ( تلپاتې خزانه )نو ميږي ٠
دپانیني ګرامر انګریزی ژبپوه او ګرامر لیکونکی سر ویلیم جونز ته هم په لاس ورغلی و او هغه نظرورکړی وچې چې دغه ګرامر داوستا، هندی ، آریایی او دهغو نه دپښتوژبې سره اړیکي لري.:
پانیني ته په لومړي ځل داپته ولګیدله چې دهرې ژبې الفاظ او توري دخپلې اصلي ریښې او ګردان له لارې جوړیږي .
دپانیني په ګرامر کې مو ږ دپښتونخوا او افغانستان دژبو او سیمو څرک هم لیدلای شو لکه کابیشا( کاپیسا).همداراز دپانینی بل کتاب سمکرتیه نومید چې به پښتو کې یې مانا سمې خبرې دي .
ما خذونه او منابع :
1-https://www.britannica.com/topic/Ashtadhyayi#ref11674131
2-https://india.fandom.com/wiki/Panini_(scholar)
3- http://academickids.com/…/index.php/Panini_%28scholar%29
۴- دپښتو ادبیاتو تاریخ لومړی اودویم ټوک ، دعلامه حبیبي تالیف ،.دپبېښور چاپ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.