له زلزلې وروسته خوست اؤ پکتیکا ماشومان او میرمنې په ذهني ناروغیو اخته شوي

532

له زلزلې وروسته خوست اؤ پکتیکا کې ګڼ‌ شمېر ماشومان اؤ مېرمن په ذهني ناروغیو اخته شوي.

د افغانستان په خوست او پکتيکا ولايتونو کې څه دباندې يوه اوونۍ وړاندې د راغلې زلزلې نه اغېزمن شوي خلک وايي د قدرتي افت له امله په سېمو کې ګڼ شمېر ماشومان او مېرمنې د ذهني ناروغو سره مخ شوي او په دوی کې د ويرې کچه لوړه شوې ده.

دوي وايي بايد د افغانستان دولت او بهرنۍ مرستندويه ادارې په ځپل شوؤ سیمو کې د ذهني ناروغیو سره دمخ مېرمنو او ماشومانو علاج لپاره په سمدستي توګه بندوبست وکړي.

بلخوا په افغانستان کې پېښو ته د رسېدو وزارت وايي چې د زلزلې نه اغېزمنو شوؤ سيمو ته د د روغتيایي چارو پوهان ورغلي او د خلکو درملنه روانه ده.

په دې هکله د پکتيکا ګيان ولسوالۍ مـ.ـ.ولوي صدر وي او ای ډيوه ته وايي چې ماشومان يې اوس د معمولي اواز په اورېدو سره هم ډاريږي.

” که په خېمه څه شی ولګي او درز شان وشي يا بل څه اواز وشي نو دوي ويريږي چې ګنې زلزله شوه، که په کټ کې ناست وي او کټ لږ وخوځي نو بيا هم ويريږي، د خپل کور حوالې سره به وويم چې زمونږ يو څو ماشومان دي نو هغوی کله کله په شپه کې چغه ووهي او ويريږي”.

ګیان د پکتیکا د هغه څلورو ولسوالیو نه ده چې د جون په 22 مه د شپې راغلې زلزله کې سخته اغيزمن شوې ده.

د يادې ولسوالۍ يو ځايي د روغتيا د چارو ماهر ډاکټر محمد يسين وي او ای ډيوه ته وايي د زلزلې له امله زياته ويره په ماشومانو جينکو کې خوره شوې او که په وخت يې علاج ونه کړل شو نو وضعيت به يې نور هم خراب شي.

” په 80 فيصده وړو جينکو کې دغه ويره موجوده ده او بيا په ماشومانو کې خواوشا 25 فيصده کې دغه ويره موجوده ده او دې سره مونږ ډېر زيات په عذاب يو، يونيسيف مونږ ته ويلي چې دې لپاره مونږ ډاکټران راغواړو چې دوي ته تربيت ورکړي او دا خوف او ويره د دوي د دماغو نه لرې کړي، نو يو ټيم راغلی دی خو لا کلاسونه يې ماشومانو سره نه دي شروع کړي”.

نوموړي زياته کړه چې د ماشومانو ترڅنګ په مېرمنو کې هم د ځاني او مالي زيان له وجې نفسياتي ناروغۍ پېدا شوي او د دوي په امروزه ژوند يې خراب اثر کړی دی۔

” د مېرمنو دا حال دی چې د مختلفو ادارو کلينيکونه راغلي دي نو چې کومې ښځې ورته راوستل کېږي نو ډاکټران ورته د دماغو داروګان ليکي هغه ځکه که يو مېرمن ته ووايي چې ديو معمولي شان متاثره شوي کور د کوټې نه څه راواخله نو هغه ډارېږي نه یې شي راخستی”

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د شمېرو ترمخه په دغه زلزله کې نزدې 200،000 خلک متاثره شوي چې پکې 40 فيصده ماشومان دي.

” په خوست او هم دغه شان په ګيان کې سيار کلينيکونه جوړ شوي دي دې لپاره چې ددې ماشومانو او مېرمنو درملنه وکړي او نور هم هلته موسېسات او روغتيايي ټيمونه کار کوي چې د دې خلکو ذهنيت واړوي چې دوي ته ژور خفګان یا نورې ناروغۍ زياتې نه شي”.

د ياد وزارت د شميرو ترمخه په زلزله کې څه باندې 1000 تنانو ژوند د لاسه ورکړی او خواوشا 3000 پورې ژوبل شوي دي، وزارت وايي چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې 10،000 پورې کورونو ته يې زيان رسېدلې دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.