یونیسف: پر وژونکو ناروغیو د خوست د زلزله ځپلو ماشومانو د اخته کېدو ګواښ ډېر دی

672

یونیسف: پر وژونکو ناروغیو د خوست د زلزله ځپلو ماشومانو د اخته کېدو ګواښ ډېر دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا یونېسف ویلي چې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د کولرا او ورته نورو ناروغيو د خپرېدو ګواښ لوړ شوی دی. د یونېسف د بشري چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه پیغام کې ویلي چې خوست کې يې د زلزله له کبله زيانمنې شوې سيمې ليدلې او دا ورته څرګنده شوې چې هلته د کولرا او ورته نورو ناروغيو د خپرېدو احتمال خورا لوړ دی. هغې زياته کړې چې يادې ناروغۍ د سيمې ماشومانو ته وژونکې ثابتېدای شي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر يا اوچا په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو د ګواښ خبر ورکړی و. د رسمي شمېرو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې مياشتې زلزلې له کبله نږدې يوولس سوه تنه مړه او تر شپږ زرو ډير نور ټپيان شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.