د مور مهرباني

ژباړه: عطا محمد میاخېل

415

یوې نجلۍ له خپلې مور سره شخړه لرله، ډېره غوسه شوه او له کوره بهر شوه، د لارې په اوږدو کې یوه کیک پلورنځي ته ورسېده؛ د لوږې احساس یې وکړ، خو پیسې ورسره نه وې . د پلورنځي خاوند یوه بوډۍ مهربانه ښځه وه، د بوډۍ ښځې پام نجلۍ ته شو، چې کیکونو ته ګوري، له هغې څخه یې وپوښتل : ګرانې وږې شوې یې ؟ نجلۍ ځواب ورکړ: هو مګر پیسې نه لرم. بوډۍ وویل : هېڅ خبره نه ده، زما مېلمنه یې، کیک او چای یې په مخکې ورته کېښودل، نجلۍ مننه وکړه او لږ کیک یې له چای سره وخوړ، له سترګو یې اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، بوډۍ ښځې وپوښتل: څه شوي لورې ؟ نجلۍ وویل : هېڅ نه ما له خپلې مور سره شخړه وکړه او هغې زه له کور څخه بهر کړم. د نجلۍ د خبرو په اورېدو سره بوډۍ ښځې وویل: ګرانې څنګه کولای شې، چې داسې فکر وکړې، ما یوازې تاته چای او کیک درکړل، خو تا ډېره زیاته مننه وکړه، مګر مور دې له ډېرو کلونو را هیسې تاته خواړه چمتو کوي، ولې له هغې څخه مننه نه کوې؟
نجلۍ یوه شېبه چوپتیا غوره کړه او په بیړه د کور په لور روانه شوه، کله چې ورسېده، ګوري چې مور یې په دروازه کې ورته په تمه ولاړه ده. مور د خپلې لور په لیدو موسکۍ شوه او وې ویل: ګرانې! بیړه وکړه خواړه سړېږي. په دې وخت کې د نجلۍ له سترګو اوښکې را وبهېدې، خپله مور یې په غیږ کې ونیوله، مخ او لاسونه ور ښکل کړل.
دوستانو! کله وخت موږ د نورو له نېکۍ او مهربانۍ څخه مننه کوو، خو د خپل مور او پلار نېکي او لورینه نالیدلي نیسو. د کورنۍ له غړو سره مینه د ستاینې وړ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.