خوست کې اورلګیدنې هټۍ والو ته مالي زیانونه رسولي

857

د خوست محلي مسوولان وايي چې نن یکشنبه د لړم ۲۹مه له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز متون ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله هټۍ‌والو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني ته ویلي چې د مرکز متون ښار په زاړه مارکېټ کې لومړی څلورو هټیو اور اخیستی او وروسته یې لمن نورو هټیو ته هم غځېدلې ده.

تراوسه د یادې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند شوی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د اطفایې کارکوونکو اور مړ کړی او په وینا یې، چا ته په‌کې ځاني زیان نه دی اوښی.

خو نوموړي وویل چې په دغه اورلګېدنه کې یو‌شمېر هټیوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په یاد مارکېټ کې د رخت، بوټونو او نورو توکو ګڼ‌شمېر هټۍ موجودې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.