ادیب او علمي او عملي څېړنېز مزل

ډاکټر مسعود پښتون

417
ادیب او علمي او عملي څېړنېز مزل!
(مبارکي! کورنی او علمي ویاړ)
د ادیب د علمي او عملي کار تاریخچه ډېره پخوانۍ ده، که یې پر تاریخ لیکل وکړم، امکان یې شته، چې یوه لویه مقاله پرې ولېکل شی. خو دلته زه یوازې د ادیب د علمي او عملي څېړنېز کار په تړاو دومره وایم، چې نوموړی له دوو لسېزو راهېسې د څېړنو او تحقیق په مطالعه او کار بوخت دی، نوموړي په دې برخه کې ډېری علمي مقالې لېکلې، چې په هېواد د ننه او له هېواد څخه بهر په ګڼو علمي او څېړنېزو ویبپاڼو او څېړنېزو مجلو کې خپارې شوې دي، چې د کابل مجله، تاند، بېنوا او دعوت ویبپاڼه یې د نمونې په ډول یادولای شم.
اديب د کتاب لوستلو او مطالعې په برخه کې دومره دقیق دی، چې د هر علمي کتاب د اخېستلو او لاسرسي په پار به یې له هرې ممکنې لارې څخه ګټه پورته کوله تر څو هغه څېړنېز یا علمي اثر تر لاسه کړي، د کتاب له لوستلو او مطالعې وروسته به یې ډېر کله د ځېنو کتابونو په اړه علمي بحث ته مخه کوله، د کتاب په محتویاتو او د لیکوال په فکري وسعت به یې ډېر بحث کاوه، ډېر کله به یې د ځېنو اثارو تر منځ مقایسوي څېړنې کولې، خو خدای مې دې له شیطاني وساتي، ډېری کتابونه او لیکوالان به یې په ځېنو څېړنېزو موضوعاتو کې چیلنجول او په ځېنو برخو کې به یې د کتاب پر پاڼو پر پنسل نوي او ټولمنلي نظریات یاداشت کول.
دا چیلنج او نظریات د عقیدې او تربګنت پر اساس نه وي، هر نظر او یاداشت یې عملي او علمي بڼه درلوده، ځکه چې نوموړي په دې برخه کې د هرې ژبې له کتابونو او علمي اثارو څخه ګټه پورته کوله او هر اثر یې د زړه له تله مطالعه کاوه. ډېر کله انسان د عملي کار او ډېرې مطالعې پر اساس له یو نوي فکر سره رامخته کېږي، چې دې نوي فکر له ډېرو علمي اثارو او عملي کار څخه سرچېنه اخېستي وي، ادیب هم د ډېرې مطالعې او عملي کار په تر سره کولو سره دې ته مجبور شو، چې د څېړنې په برخه کې یو نوی فکر او نوې تګلاره رامنځته کړي، نوموړی په اوایلو کې خپل فکر د ځېنو مقالو په لېکلو سره تر ډېری څېړنکارو ور ورساوه تر څو له دې فکري نوښت څخه ګټه پورته کړي، خو په پای کې دوستانو او د څېړنې د برخې لوستونکو دې ته مجبور کړ، تر څو په دې برخه کې یو علمي اثر وپنځوي. دا اثر نه یوازې د ډېری لوستونکو د مقررو غوښتنو پر اساس ولېکل شو، بلکې په پښتو ژبه کې ددې ډول علمي اثر کمی هم محسوسېده، چې ادیب یې دا تشه ډکه کړه. قلم یې تاند او فکر یې روښانه.
د ادیب په عملي او علمي څېړنه کې لوی لاس دی او په دې برخه کې یې له مقالو سره سره دا دی یو علمي اثر(سروې او ټولنېز تحقیق) هم نوی نوی چاپ دی، چې لوستل یې څېړونکو ته خورا اړین دي. که مبالغه ونشي نو د څېړنې په برخه کې که چېرته علمي بحث کېږي، نو هلته به حتمأ د ادیب نوم یادېږي.
دا کتاب په ۳۴۸ پاڼو کې د دانش خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوی دی، د کتاب په پېل کې د خپرندویه ټولنې یادښت دی، ورپسې ډالۍ، مننلیک او لړلیک دی.
۱ کتاب په ۷ فصلونو(برخو) وېشل شوی، چې په اوله برخه کې عمومي پېژندنه: (د سروې په اړه، کوم او څومره اطلاعات غواړئ؟، نور څه مهم کېدای شي؟، د سروې اهمېت، په ټولنېزو علومو کې د سروې اهمېت او د سروې مختلف ډولونه شامل دي).
۲ د کتاب په دوهمه برخه کې د څېړنې یا سروې ډېزاین ( د پوښتنلیک پروسه، د پوښتنو د طرح او ډېزاین لپاره ځېنې سپارښتنې، پوښتنې او ټولنېز مطلوبیت، د پښتنلیک ازماېښت یا مخکتنې ازموینه، د سروې د ځوابونو کچه یا اندازه، نمونه اخېستنه/سمپلنګ او د تخطي/ تېروتنې ډولونه ) شامل دي.
۳ په دریېمه برخه کې یې د ډاټا راټولو( د سروې د عملي کار پېل، د کورنۍ او ځواب ویونکو ټاکل، مرکه یار مصاحبه تر سره کول او د مرکې ډولونه) شامل دي.
۴ په څلورمه برخه کې یې د ډاټا مدیریت او تحلیل( د ډاټا مدیریت، د کمي ډاټا یا ارقامو تحلیل، متفیر یا متحول، د کوم ډول متغیر پر مټ کمیت او کټګوري اندازه کېږي؟، د متغیرونو ترمنځ د اړېکو ازمایل یا پلټل، معیاري تېروتنه/ اشتباه، په ډاټا یا ارقامو کې د عددونو پېژندنه، اوسط یا منځنی تمایل څه شی دی؟، په ډاټا کې تېتوالی، احصایوي اهمیت، نورمال وېش، د ۹۵٪ قاعدې رول کارول، په ګراف کې د ډاټا پېژندنه او د سروې د کمي څېړنو مهم اصول) شامل دي.
۵ په پنځمه برخه کې کیفي او مختلط تحقیق( د کیفي څېړنې پېژندنه، د کیفي څېړنې طبیعت، د کیفي څېړنې تاریخ، د کیفي او کمي څېړنو تر منځ ځینې توپېرونه، کیفي څېړنې د ننني عصر اړتیا، د کیفي څېړنې ډېزاین، د کیفي څېړنې مهم اړخونه، د څېړنې هدف، د څېړنو د ډيزاین په برخه کې اخلاقي مسایل، په کیفي څېړنه کې د نمونې انتخاب، د نمونې ډولونه، په کیفي څېړنو کې د ډاټا راټولول، د کیفي څېړنو د ډاټا راټولولو مېتودونه، د ټرانسکریپټ چمتو کول، د ټولنېزو څېړنو مختلط/ میکس میتود، او میکس مېتود او څو مېتودیزې کړنلارې) شاملې دي.
۶ په شپږمه برخه کې بیا د کیفي ډاټا مدیریت او تحلیل( د کیفي ډاټا مدیریت، کیفي تحلیل، د تحلیل لپاره چمتوالی، له ډاټا یا اطلاعاتو مفهوم اخېستل، کوډ کول یا کوډینګ، کوډ څه شی دی؟، د کوډ کولو هدف، د تحلیل پېل او د موضوعاتو، نمونو یا ماډلونو او اړېکو لټون) شامل دي.
۷ په اوومه برخه کې د څېړنې جوړښت او راپور( د څېړنېز راپور لېکل، د څېړنې جوړښت یا ساختار، د څېړنې د پروپوزل جوړښت، د څېړنو او څېړنېز کار په اړه غوره لارښوونې او په پای کې اخځلیکونه ) شامل دي.
یادونه: اوس تاسو کولای شئ دا کتاب په افغانستان او پښتونخوا کې له هر کتابپلورنځي څخه تر لاسه کړئ، لوستل یې څېړونکو ته اړین دي، نوي موضوعات او نوې خبرې پکې شته.
درنښت

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.