شهزاده ميرويس

فضل الله رشتین

390
د ۲۰۰۱ ميلادی کال ؤ، د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې موقت حکومت جوړ شوی ؤ، زه له مرحوم عبدالغفور وياند کا کا او د بهسودو محترم داوود شهيد سره له پيښور څخه د تورخم په لار کابل ته لاړو . محترم شهيد صاحب وويل چې که اعلحضرت ظاهر شاه سره ګورئ نو زه به د ملاقات زمينه برابره کړم، ما او وياند صاحب وويل چې دا خو به ښه کار وشي چې له اعلحضرت سره وګورو .
مونږ چې کابل کې يوه ورځ دمه وکړه نو بيا درې واړه د ارګ اتم نمبر قصر ته لاړو، شهيد صاحب وويل چې اعلحضرت په دې قصر کې استوګن دی . د قصر دروازې ته چې ورسيدو نو هلته يو څو پيره داران ولاړ وو، مونږ ته يې وويل چې ” شما از کجا امده ايد و چه ميخواهيد ” مونږ ورته وويل چې ” د اعلحضرت ليدو ته راغلي يو ” يو پيره دار وويل چې ” بروين در اينجه اعلحضرت نيست ” شهيد صاحب ورته وويل چې مونږ د ملاقات لپاره وخت اخيستی دی ، تاسو له مسؤل شخص سره تماس ونيسيٙ . مونږ ته يې وويل چې ” ما تماس ګرفته نميتوانيم، شما برويد و ما را به عذاب نه کنيد “
ما له پيره دارانو سره خپله کابلۍ فارسي شروع کړه او ورته مې وويل چې ” او برادر جان ما وخت ګرفته ايم، لطفا با داخل با کسې ګپ بزنيد ، و نام های مارا بدهيد و بګويد که اين سه نفر وخت ګرفته اند که با اعلحضرت ملاقات کنند، اگر کسې جواب مثبت داد ، خوب و اگر نداد ، ما هم از اينجا ميرويم ” يو پيره دار راته وويل چې ” تو از کابل هستی ،” ما ورته وويل چې ” بلې از کابل هستم و اينه تذکره ام را ببين ” تذکره يې وليده، بيا يې وويل چې ” بسيار خوب، انتظار باشين” نوموړي تماس ونيولو ، موظف کس ورته وويل چې هو دا درې کسانو ته اجازه ورکړئ چې دننه راشي .
پس له تالاشۍ نه مونږ دننه ننوتلو يو صالون ته داخل شواو کيناستلو ، يو دوه درې دقيقې پس شهزاده ميرويس صالون ته ننوتلو، داود شهيد ورسره د پخوا نه پيژندل، زه او وياند صاحب يې ورته معرفي کړو، وياند صاحب ورته وويل چې ” ما به احمد شاه جان ته د پښتو درس ورکاوه او زه يې کورنی معلم وم ” شهزاده ميرويس له معرفت څخه خوشحال شو، ويې ويل چې “من ميخواهم که شما استاد پشتوی من هم شويد ” وياند صاحب ورته وويل چې ” چرا نې، حتما به هر دو ديده ، اين کار را ميکنم .”
له معرفۍ او مقدماتي خبرو نه پس شهزاده ميرويس وويل چې ” ما در اين جا مثل بندی هستيم، و زندگی ما در خطر است، کسانې که امنيت ما را ګرفته اند، اينها مردم که از پکتيا، قندهار، ننګرهار و ديګه جا های پشتون نشين می ايند، اجازه نميدهند که با ما ببينند، ما در اينجا در خطر و مشقت زندگی ميکنيم، حالا در نظر است که ما را از اين قصر به داخل قصر يعنې داخل ارگ منتقل سازند .”
د شهزاده له خبرو نه معلومه شوه چې په نوي حکومت کې ډير داسې عناصر دي چې د ظاهر شاه موجوديت د ځان لپاره خطر ګڼي او نه غواړي چې د افغانستان خلک چې د ظاهر شاه پلويان دي، د ظاهر شاه ليدو ته راشي او د ظاهر شاه اړيکې ورسره نږدې شي، ځکه چې دوي غواړي قدرت په خپل انحصار کې ولري .
يو ساعت مو خبرې اترې وکړې، په ټولو حساسيتونو پوه شو، بيا ګورو چې اعلحضرت ظاهر شاه صالون ته راغی ، مونږ ورته ځانونه معرفي کړل، وياند صاحب يې پيژندلو، شهيد صاحب يې هم پيژندلو، شهيد صاحب پاچا ته وويل چې ” اين پسر مرحوم پوهاند رشتين صاحب است “
پا چا لاسونه اوچت کړل او دعا يې وکړه چې ” خداوند رشتين صاحب را مغفرت کند ، شخصيت خوب کشور بودند .”
پاچا نورې ډيرې خبرې ونه کړې او د صالون له خونې ووتلو او لاړو . مونږ هم رخصت واخيست او له قصر څخه بهر شولو.
کله چې څو ورځې د مخه شهزاده ميرويس وفات شو نو زړه مې ډير خپه شو او دغه خاطره مې راياده شوه .
په افغانستان کې اصل خلک چې بايد قهرمانان شوې وې، چا قهرمانان نه کړل او هغه خلک ملي قهرمانان شول چې د دې وطن د تباهۍ او بربادۍ سبب وو .
شهزاده ميرويس واقعاً يو وطن دوست شخصيت ؤ، واقعاً د خلکو د زړونو نه خبر انسان ؤ، له خلکو سره يې همدردي او خواخوږي درلودله .
زه د ارواښاد پوهاند رشتين بابا د کورنۍ په استازيتوب، د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د کورنۍ سره په دغه ستر غم کښې ځان شريک ګڼم، مرحوم شهزاده ميرويس ته د مغفرت او جنت الفردوس دعا کوم او د شاهي کورنۍ ټولو غړو ته صبر جميل غواړم.
انا لله و انا اليه راجعون

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.