په بایسکل راغلی ایرانی له افغانستانه پاکستان ته لاړ

222

د رحمت الله آزاد په نوم ایرانی بایسکل چلوونکی چې تر دې وړاندې یې له ۷۰ څخه ډېرو هېوادونو ته پر بایسکل سفرونه کړي، په افغانستان کې تر یوې میاشتې ګرځېدو وروسته نن د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ.
دغه بایسکل چلوونکي تېره ورځ په ننګرهار کې د اطلاعات او کلتور له رییس سره وکتل او نوموړي ته یې د سولې ځانګړی لیکلی پیغام ورکړ.
هغه پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د شته ستونزو له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي.
«په لیکلي بڼه مې له نړيوالو څخه وغوښتل چې دا هېواد یواځې مه پريږدئ او خاصه پاملرنه ورته وکړئ، ځکه چې د دې هېواد خلک ډېر مينه ناک او مومن خلک دي او باید نړیوال یې له یاده ونه باسي »
یاد سېلاني چې ۶۴ کاله عمر لري، تقریباً میاشت وړاندې د اسلام قلا بندر له لارې هرات او بیا د افغانستان نورو سیمو کې تر ګرځېدو وروسته ننګرهار ته پر بایسکل سفر وکړ.
«تر اوسه مې ۷۰ هيوادونو ته سفرونه کړي، دا ځل مې تصميم ونيو چې افغانستان ته راشم، له يو مياشت راهيسې د ايران له خاورې څخه د اسلام قلا له لارې افغانستان ته داخل شوم له هغه ځايه هرات ته راغلم، بيا کابل ته راغلم او اوس دا دی ننګرهار ته راغلی يم»
د ننګرهار اطلاعات کلتور رياست وايي، تېر یو کال کې د ۷۰ په شاوخوا کې بهرني سیلانيانو د ننګرهار له بېلابېلو سيمو سیاحت کړی دی.
«دغسې سيلانيانو راتګ افغانستان ته او بالخوصوص ننګرهار ته دا مونږ نيک پال ګڼو، دا د دې سيمې او اسلامي امارات لپاره يوه لاسته راوړنه بولم او په ټولو سيلانيانو غږ کوو، چې افغانستان ته راشي او د افغانستان له ښکلاو خوند واخلي او د افغانستان د کلتور او خلکو نه نړۍ ته يو ښه مثبت تصوير يوسي»
ټاکل شوې چې نوموړی سیلاني په پاکستان کې تر ګرځېدو وروسته د بلوچستان له لارې بېرته خپل هېواد ایران ته ولاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.