هند وايي نوي ډيلي کې به د افغانستان سفارت پرانيستی پاته وي

309

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نوي ډيلې کې به د افغانستان سفارت خپل کار ته ادامه ورکوي. دغه سفارت څو ورځې مخکې اعلان کړی وو چې د کوربه هېواد د لږ ملاتړ او د پرسونل او منابعو د کمښت له وجې خپل فعالیت دروي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، آریندم باګچي، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه وزارت تېره اوونۍ يو پيغام ترلاسه کړ چې افغان سفارت غواړي د اکتوبر له لومړۍ نېټې خپل فعالیت وځنډوي.

د اسوشتید پریس د رپوت پر اساس، افغان سفارت د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې دوی به افغان اتباعو ته خپلو بيړنيو کونسلي خدماتو وړاندې کولو ته ادامه ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «په نوي ډيلي کې سفارت به خپل فعالیت جاري ساتي. موږ له هغو افغان ديپلوماتانو سره چې په سفارت او هغو ديپلوماتانو سره چې د ممبی او حیدرآباد په کونسلګریو کې دي، په تماس کې يو.»

باګچي زياته کړه چې په نوي ډيلي کې افغان سفير له اوږدې مودې راهيسې غیابت لري او په تېر نژدې وخت کې ډېر شمېر ديپلوماتان هم وتلي دي. افغان سفارت د پنجشنبې په ورځ تازه څه نه دي ويلي.

په نوي ډيلي کې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په ۱۳مه د افغان محصلانو اعتراض
په نوي ډيلي کې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په ۱۳مه د افغان محصلانو اعتراض انځور: Manoj Kumar/Reuters

هندوستان په افغانستان کې د طالبان حکومت چې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي راهیسې حاکميت چلوي، په رسمیت نه پېژني. هندوستان څه باندې دوه کاله مخکې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو دمخه له کابله خپل پرسونل وښکل او له هغه راهيسې ېې هيڅ ديپلومات په کابل کې حضور نه لري.

په نوي ډيلي کې د افغان سفارت چارې د هغو ديپلوماتانو او پرسونل له خوا مخته وړل کېږي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي او د هندي چارواکو مجوز هم له ځانه سره لري.

هندوستان د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په ارتباط وايي چې دغه هېواد په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د تصامیمو مطابق اقدام کوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې پر اساس، په هندوستان کې نژدې ۴۰زره افغان مهاجر اوسیږي چې شاوخوا یو-دریمه برخه ېې په هندوستان کې راجستر دي. خو دغه کسان په هغو افرادو کې شامل نه دي چې د ملګرو ملتونو سره ثبت دي.

هندوستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته هم له افغانستان سره خپلې بشري مرستې درلودلي دي. هند تېرکال افغانستان ته د غنمو، درملو، ژمنيو جامو او کرونا واکسین په شمول مرستې لېږلې وې. نوي ډيلي د تېرکال په جون میاشت کې په کابل کې خپل سفارت ته د چارواکو یو ټيم هم استولی وو، خو نه ديپلوماتان.

دویچه ویله

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.