کلينټن افغانستان کې د جنسيتي آپارتايد ضد کمپاين ملاتړ کوي

224
34 دقیقې مخکې

د هيلري کلينټن، ملالې يوسفزۍ او ښځينه افغان فعالانو په ګډون يوې ډلې د ملګرو ملتونو هغه غږ بدرګه کړ چې له مخې يې جنسيتي آپارتايد جرم بلل کيږي. دوی دغسې يو سند د پنجشنبې په ورځ لاسليک کړ.

د جنسي آپارتايد دغه ليک او د يوه تړون له پاره مسوده داسې مهال وړاندې کيږي چې نړيواله ټولنه پر دې باندې غور کوي چې څنګه د طالبانو حکومت، د افغانو ښځو پر وړاندې د ناوړه چلن له کبله مسئوليت منلو ته اړباسي.

دغه ليک چې د اتلانتيک کاونسيل او نړيوال عدالت مرکز په ملاتړ خپور شوی وايي چې »طالبان په لا ژور او بنسټيز ډول پر افغاني ښځو او نجونو ظلم کوي چې دا يوه ښکاره جرمي قضيه ده. د جنسيتي آپارتايد تعريف به قربانيانو او ژوندي پاتې شوو کسانو سره مرسته وکړي چې عاملين يې د هغو مطلقو جرايمو له مخې عدالت ته راکش کړي چې په وړاندې يې کيږي.

دغه ليک د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کوي چې د بشر ضد جرايمو په شته مسوده کې تغيير راولي او د جنسيتي آپارتايد مورد هم ورزيات کړي. راتلونکې اوونۍ به د دغې مسودې په هکله عمومي بحث وشي او غړي هېوادونه به تر ۲۰۲۴م کال پورې وخت ولري چې په ليکلي ډول خپل نظريات پرې شريک کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش په شمول د م.م. ځينو لوړپوړو استازو ويلي چې په افغانستان کې حاکم وضعيت »د جنسيت پربنياد آپارتايد« دی، خو دغه اصطلاح تر اوسه پورې په تر ټولو سختو نړيوالو جرمونو کې نه ده شامله شوې.

په مسوده کې آپارتايد يا د انسانانو بېلتون يوازې د توکم يا نژاد پر بنياد ذکر شوی دی. د ياد خط له مخې »د دغه تړون په مسوده کې د جنسيتي آپارتايد تعريف يوه نوي او بېل جرم تعريفولو ته اړتيا نه لري، بلکې يوازې د جنسيت خبره بايد موجوده تعريف ته ورزياته شي.«

فوزيه کوفي چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت پرمهال د پارلمان غړې وه، وايي چې د افغانستان اوسنی حالت »په سيستماتيک ډول د افغانستان له ټولنيزې او سياسي ساحې څخه د ښځو حذف دی.«

دغه ليک داسې مهال هم خپريږي چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې، سيما بحوث تېره مياشت د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه وغوښتل چې جنسيتي آپارتايد د جرم په توګه وپېژني. نوموړې دغې شورا ته وويل چې »هغه امکانات چې نړياله ټولنه يې په اختيار کې لري، د دې له پاره نه دي جوړ شوي چې د دولت له خوا داسې پراخ جنسيتي ستم ته غبرګون وښيي.«

دویچه ویله

 

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.