نتالي ساروت څه ډول لیکل کول؟

صدیق الله بدر

235

فرانسوۍ شاعره او ليکواله نتالي ساروت په ۱۹۰۰ میلادي کال نړۍ ته سترګې غړولې او په ۱۹۹۹ کې يې ترې بېرته پټې کړې دي.
د ساروت پلار کیمیا پوه او مور يې ليکواله وه. د پلار او مور تر بیلېدو وروسته د نوموړې د ماشومتوب دوره څه په روسیه او څه په مسکو کې تېره شوه. په ۱۹۰۹ کال له خپل پلار سره فرانسې ته راغله.
په فرانسه کې يې په حقوقو، ادبیاتو، تاریخ او ټولنپوهنه کې لوړې زده کړې وکړې.
په ۱۹۴۱ کال کې چې نازیانو فرانسه ونیوله، ساروت مجبوره شوه چې له خپل خاوند بېل ژوند غوره وکړي، خو له دویم نړیوال جنګ نه وروسته بېرته له خپل خاوند سره یوځای شوه او په جدي ډول يې ليکوالي پیل کړه.
په ۱۹۵۰ کال په فرانسه کې د ((نوي ناول)) په نوم یو ادبي جریان رامنځته شو. یوه ډله ليکوالو له سنتي ليکوالو نه په متفاوت ډول ناول لیکل پیل کړل. ساروت هم په دغه ډله کې شامله وه.
دلته، تروپيزم، زرینې ميوې، د بدګمانۍ پېر، پلانیټاریوم، د مرګ او ژوند ترمنځ، د هغوی غږ اورئ، د یوه ناپېژانده څېره، د ماشومتوب دوره او ته له ځانه سره مینه نه لرې د ساروت کتابونه دي.
دا چې ساروت، پخپلو داستانونو کې تل، د مکالمو او ورځنيو پېښو تر شا د پټ رواني واقعیت د کشف په لټه کې ده، ‎مقاوم داستاني پلاټ نه کاروي او کرکټرکښنې ته پام نه کوي، لوستونکو ته يې هستونې د نپوهېدو وړ او ډېرې سختې ښکاري.
د ساروت په اثارو کې د ژوند په نسبت ‎طنز، شاعرانه او رنځوونکی لید تر
نتالي ساروت له ځینو فرانسوي او نورو خپرونو سره په مرکو کې د خپلې ليکوالۍ پر رازونو غږېدلې، دلته د هغو مرکو نچوړ درسره شریکېږي.
ځينې وايي، زما وروستی کتاب چې ((دلته)) نومېږي، ګونګ دی. خو زه وایم هغه څوک چې کتاب ولولي، عنوان ته به ځير کېږي. هغه حس ته چې ما بیان کړی ځير به شي. د نه لمس وړ نه ښکاري. څوک هغه حالت چې په یوې کلمې پسې ګرځي، نه متوجه کېږي؟ دا لکه کوم ځای خالي چې باید ډک شي.
زه دا ښيم خلک په هغې پسې سرګردانه دي چې ورکه شوې ده. په اصل کې کلمه هغه موجود دی چې زموږ د نړۍ يوه برخه جوړوي… ما غوښتل دا وښيم چې موږ څومره د درد په نسبت حساس یو. حتی که هغه درد ډېر کوچنی درد وي، بیا هم موږ څوروي. څوک چې دا قضیه نه درکوي، زما د کتابونو لوستلو اړتیا نه لري.
پر ((ته له ځانه سره مینه لرې)) ناول ته مې ډېر لګولی. د دې کتاب ژبه شاعرانه ده. دا یو غریضي کار و. اصلا موږ ولې شعر لیکو؟ دا ځکه چې له شعر سره یو احساس انځورېږي. خو دا چې ولې مې شاعرانه ولیکه، پخپله هم نپوهېږم چې ولې؟
دا کار زما لپاره يوه اړتیا ده چې زه په ټول قوت ورپورې تړلې یم. ما کولای شول چې ډېر ساده کتابونه وليکم خو ما ته په هیڅ ډول هم په زړه پورې نه و.
ليکل زما لپاره یو همیشنی کار دی. خوښېږي مې یو بل وړ څيز ولیکم او تر پخوا لا زیات تحقیق وکړم. دا زما لپاره یو ستر کار دی.
ما له ۱۹۳۲ کال څخه لیکل پيل کړي او د ډېرو ناشرانو له خوا د خپلو کتابونو د ردېدل تجربه کړي دي… ((تروپيزم)) مې په ۱۹۳۹ کال چاپ شو او د هغه په اړه يوازې يوه مقاله ولیکل شوه. زما بل اثر(( د یوه ناپېژانده څېره)) سره له دې چې سارتر پرې مقدمه ليکلې وه، د ګالیمار خپرنځي له خوا رد شو او په پای کې د روبر مرن خپرنځي په ۱۹۴۸ کې چاپ کړ.
زه یوازې هغه وخت خپل کار نورو ته واضح کوم چې احساس وکړم، چې هغوی ډېر بد متوجه شوي دي. له دې پرته دا کار الزامي نه بولم. ځکه زما مخاطبان، هغه څوک دي چې زما له کار سره اشنا دي.
هر لوستونکی حق لري چې په خپله طریقه عمل وکړي. زه هغه څه چې فکر کوم شته، ښيم. له لویه سره پر مخاطب هيڅ فکر نه کوم. نپوهېږمه چې مخاطب مې څوک دی. د کتابونو په لیکلو کې لوستونکی په نظر کې ساتم.
وايي کله چې کوم لوستونکی زما کتاب لولي فکر کوي چې د هغه خپل سرګذشت دی. هو دا هماغه څه دي چې زه غواړم سړی خپل ځان ته وګرځي او ووايي: ((دا احساسوم چې زه هم دغسې يم.))
هر څه د افرادو پر حساسوالي پورې تړلي دي. دا اندروني غبرګونونه زموږ تر واک و ځواک لاندې نه دي. د ډېرو مخاطبانو لپاره زما کتابونه لکه منسوخ شوي کتابونه دي او زه دا منم.
دې پوښتنې په ځواب کې، چې زه داسې یو واقعیت بیانوم چې په اساني د منلو نه دی؛ باید ووايم، البته یو واقعیت شته چې د درک وړ نه دی. دا واقعیت دننه په کې موږ کې شته خو نه دا چې زموږ په خوداګاه ضمیر کې وي. هغه باید پیدا کړو.
په اصل کې ادبیات له ژوند سره توپير لري. په ورځني ژوند کې ځينې عبارتونه ډېر اورو خو هسې يې له څنګه تېرېږو. په داسې حال کې چې په ادبیاتو کې هماغه کوچني او ساده عبارتونه زموږ لیکنو ته بڼه وربخښي او دا د لیکلو راز دی.
ځينې پوښتي چې په ((پلانیټاریوم)) کتاب کې هیڅ یو شخصیت بې ګناه ګنلی نه شو. زما ځواب دا دی، دا ځکه چې دوی دغه شخصیتونه له بهره ننداره کړي. ما غوښتل دا وښيم، کومې کړنې چې وينئ ظاهري دي. مهم دا دي چې د هغه تر شا ځه پېښېږي. د همدې په خاطر زما د اثر نوم پلانیټاريوم دی. غواړم ووايم چې لوستونکي یوازې ظاهر ته ګوري. عادت يې کړی چې یوازې او یوازې شخصیتونه وويني او شخصیتونه چې دي مخونو يې په نقاب کې دي. نور نباید د کتابونو پاڼې په دې بڼه واړوو. له دې ډول لوستلو سل کاله اوښتي، نوي او مډرنه کتابونه باید په تفکر سره ولوستل شي.
د لیکلو پر وخت د شک احساس نه کوم. ځکه تل د هغه څه لټه کوم چې ما ته زړه وړونکی وي. بیا په ټول ځواک لیکل کوم. د مثال په ډول فکر کوم د ((دلته)) کتاب وروستۍ پاڼه مې ډېره ښکلې ليکلې.
نپوهېږم ولې داسې يو احساس لرم چې د ((دلته)) کتاب متن مې تر ګردو هغو ښکلی لیکلی دی. ښايي تېروتې اوسم. دا فقط یو احساس دی خو توضیح کولای يې نه شمه. کله کله احساس کوو، ځينې هغه متنونه چې موږ ليکلي؛ ډېر ښکلي او بریالي دي. ښايي تېروتي و اوسو.
خوښېږي مې چې تل لیکل وکړم. پرته له دې بل کار نه کوم. کله چې لیکل کوم، شاوخوا ته نه ځير کېږم، له متن او لیکنې پرته هیڅ شی راته اهمیت نه لري. په دې ډول یو وخت متوجه کېږمه چې کتاب بشپړ شوی دی.
کله چې ښوونځي ته تلمه، د خپلو درسي ستونزو لپاره په ښکلو جملو پسې ګرځېدمه. ګواکې خوښېدل مې چې له معاصرو لیکوالو تقلید وکړم. ((د ژوند او مرګ ترمنځه)) کتاب کې مې د ډېرو ښکلو جملو خطر په ګوته کړی دی.
((د ماشومتوب دوره)) مې په ۸۲ کلنۍ کې لیکلې، هڅه مې کړې هغه څه چې را په يادېدل، انځور کړم. دا وسواس راسره و چې داستان پردازي و نه کړم او افسانه و نه لیکم. لومړیو کې مې نه غوښتل چې هغه ته کتابي بڼه ورکړم او خپل ژوند چا ته ورښکاره کړم. ډېره برخه مې په کې د ژوند دولس کلنۍ ته ځانګړې کړه، ځکه په دغه عمر کې سړی تقریبا بالغه او له منطق سره مخ کېږي.
څومره چې کار کوم، نوي شیان مومم. هیله لرم چې وکولای شم خپلې کاري زمینې ته لا پراختیا ورکړم.
ما هيڅکله د مخاطب لپاره لیکل نه دي کړي. تل په دې لټه کې یم چې د کار لپاره د خپلو تحقیقاتو میدان لا نور پراخ کړم.
کله کله د لیکلو پر وخت د یو څه په اړه چې مې ليکلی وي غواړم له چا سره پرې خبرې وکړم. مثلا، له خپلو لورګانو او یا خاوند سره، دا ځکه چې موږ سره ګډ حاد حساسیت او فکرونه لرو. دا د ښه کار لپاره ضروري کړنه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.