هرتا مولر څه ډول لیکل کوي؟

صدیق الله بدر

343

هرتا مولر چې د رومانیا په یوه الماني ژبې اقلیت کې لویه شوې، په ۱۹۵۳ میلادي کال زېږېدلې ده. هغه د خپلو هغو آثارو په خاطر، چې د سیاسي ځپلو، شخصي هویت او په کمونیستي رژیمونو کې د ژوند تجربې رانغاړلې؛ پېژندل کېږي.
مولر په الماني او رومانیایي ادبياتو کې لوړې زده کړې دي.
دا لیکواله او شاعره پخپلو اثارو کې تاوتریخوالی، ظلم، تنګسه او له دیکتاتورۍ څخه د رازېږېدلي وحشت انځوروونه کړې او د هغې د ګڼو داستانونو موضوعات د چائو شسکو د مشرۍ پر وخت رامنځته شوې پېښې دي.
د مولر د لیکنو یوه ځانګړنه د ژبې سم کارول دي. هغه د شاعرانه او خاطره انګېزه سبک او همدارنګه د احساساتو او پېچلو موضوعاتو د انتقال لپاره د ژبې د کارولو وړتیا درلودلو په اساس پېژندل شوې ده.
د مولر پر لومړنیو ادبي پنځونو په رومانیا کې بندیز ولګېد او د دغه هیواد د استخباراتو له خوا سخته وځورول شوه. د دې ځوروونو له کبله په ۱۹۸۷ کې مجبوره شوه چې له خپل سره غربي المان ته مهاجره شي.
مولر په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د المان د شعر او ادبیاتو د اکاډمۍ غړې شوه. هغې له ۱۹۸۱ نه تر ۲۰۰۹ کاله پورې په اروپا او له اروپا نه بهر له بېلابېلو بنسټونو او انجمنونو څخه ۲۰ ادبي جایزې اخیستې دي.
خو ۲۰۰۹ کال د هرتا مولر لپاره د ویاړ کال و. په دغه کال کې هغې د نوبل ادبي جایزه وګټله.
د مولر پلار نازي و او مور يې د شوروي د جبري کار په پنډغالي کې بوخته وه. دا او د نیکلای چایوشسکو په نظام کې له روزګار سره ژوند يې له درېیوو دیکتاتوري نظامونو سره غوټه شوې چې پر هغې يې د وېرې سیوری غوړولی و. ليکل، مولر ته له دغه سیوري څخه د تېښتې یوازنۍ لاره وه.
د شنو الوچو ځمکه، سانسور شوې نسخه، ظالمه تانګو، د ليدو وعده، پاسپورټ، لاندې دره، د لوږې پرښته، تنګه ساه، ګوډه فبروري یا په یوه پښه سفر، بهرنی لید، یا ژوند په لاټین کې یو پټۍ دی، په هینداره کې ناست شیطان، یو ښه سړی د ډوډۍ د یوې ټوټې په څیر ارزښت لري، د پاچا بول او وژنې، کور یا هغه هغه چې خبرې په کې کېږي، هغه ښځه چې د خپلو ويښتو په غوټه کې ژوند کوي، هغه شته که نشته او پلار مچيو ته غږ کوي د مولر د یو شمېر آثارو نومونه دي.
د لوږې پرښته د مولر هغه ناول دی چې دې پرې د نوبل جایزه ترلاسه کړې ده، دا هغه کال و چې د برلین دېوال ونړېد.
په دې کرښو مولر د خپلې ليکوالۍ پر سبک او دا چې هغه څنګه ترلاسه کړی راسره خبرې کوي:
کلاژ یا د تصویرونو د وړو ټوټو یو ځای کول، د ليکلو لپاره یوه طریقه ده، نه بل څه. ما له پخوا نه خپلو دوستانو ته پست کارتونه لېږل، چې په هغو کې به مې کلمات سره نښلول. ما تل د دې کار لپاره له ((تاشو ډوله)) وړې غیچې څخه استفاده کوله. ما تل په الوتکه کې مجلې لوستلې دي، کله چې به په هغه کې کومه کلمه خوښېدله، پرې کوله مې. وروسته متوجه شومه چې د کلماتو څومره ډېر ترکیبونه وجود لري. ما دې کار ته دوام ورکړ، حتی په پخلنځي کې به د کار په وخت دا هڅه کوله. هغه داسې چې د ډوډۍ پر وخت مې اضافي کلمات له ذهنه را ایستل، خو کلمات ډېر زیات دي او تل پسې زیاتېږي.
بیا مې ځان ته د کلماتو یو مېز جوړ کړ خو پر هغه به کلمات غوړ کېدل او له چاری نه به مې بهر غورځول. وروسته حیف راته، کم خو نه وو، زرګونه کلمات به مې له لاسه ورکول. اوس يې د الفبايي حروفو په بڼه د مېز په خانه کې ږدم.
دا یو ډول روږدتیا وه. د لوستلو په وخت پرته له دې چې په کلماتو پسې شم، بل کار نه شمه کولای. د مثال په ډول زه د اشپیګل له مجلې، چې ښه کاغذ يې دی؛ کلمات راپرې کوم. کله چې په کوم کتاب یا مجله کې کومه ښه کلمه ووینم، په نښه کوم يې. پخوا به مې کله کله هغه کتاب یا مجله یو ځای کېښودل او هغه په نښه شوي کلمات به مې نه شول موندلی. دا فکر چې نور به هیڅکله هغه خاصه کلمه راپیدا نه شي، ډېره مې پاذبوي.
په شعر کې د دغو کلماتو د کارولو په اړه باید ووایم چې د کلماتو له یو بل سره نښلول ډېر له خونده ډک دی، کلمات پخپله خپل کار کوي. دا کار د عادت له مخې کوم، کله چې يې سره ونښلوم، داسې څه رامنځته کېږي چې تازه او ځلبلي دي. دا د هغو شعرونو په ډول نه دي چې په درې څلورو کلونو کې ویل کېږي او چمتو کېږي. کلاژونه لنډ دي او باید پر یوه پاڼه ونښلول شي. پوهېږمه چې دا کار په یوه هفته کې تمامېږي ځکه وييونه له مخکې چمتو شوي دي. کله کله فکر کوم چې اصلا دا زه نه یم چې دغه شعرونه يې ويلي وي. هغوی خپله وجود لري. کلمات لکه وړوکی انجن عمل کوي.
هغه کتابونه مې چې د دیکتاتور په اړه دي نه شمه کولای له کلاژ نه کار واخلم خو له دوستانو سره طنز زما د شخصیت بل مخ دی. په کلاژ کې دا وسه مې شته چې له تیارو او ظلم سره مخامخ شمه.
ما ته د وييونو او کالیو اغوستلو ښکلا تل یوه مهمه مساله ده. په رومانیا کې زښته وېره راسره وه. کله هم چې د پوښتنو ګروېږنو لپاره پولیسو غوښتلم، ځان به مې سینګاراوه. دا چې ښکلې دې نه اوسم، راته خوند نه راکاوه. کله چې په اتیایمه لسیزه کې المان ته راغلمه، فیمینستانو به ویل چې څوک نباید ځان سینګار کړي. خو ما د هغوی په وړاندې دا استدلال کاوه چې تاسو خبر نه یاست چې یو څوک ولې دا کار کوي. دا مساله د ځان له ورپېژندلو او وېرې سره سروکار لري. دا چې تاسو دا تجربه نه لرئ، اصلا په دې نپوهېږئ چې د څه په اړه غږېږئ.
دا نه منم چې کلمات دې ښکلي وي خو ښه آهنګ و نه لري. لیکل لکه لوستل داسې څه دي. زه چې څه لیکم، په لوړ غږ يې لولم، که چېرته په نظر را نه شي، معلومامېږي چې يو څه په کې کم او یا ناسم دي. لیکنۍ ژبه باید تل مدام د شفاهي بیان ځواک هم ولري.
زه دا خبره چې يو شمېر لیکوال وايي، کتابونه يې بچیان دي، نه شمه زغملې. زه نه غواړم د ژبني او متني عناصرو ترمنځ کومه اړیکه جوړه کړم چې ما ته زیان راپېښ کړي. نه، ژبه زما لپاره یوه بهرنۍ موضوع ده.
ژبه کېدای شي له هر څه سره اړیکه ولري. ژبه حتی وژل هم کولای شي. هغه ژبه چې سمه وکارول شي، کولای شي ژوند وبخښي. زه له ژبې سره مینه نه لرم، داسې يو څه به هيڅکله هم و نه وایم. غواړم تاسو دا مساله ښه درک کړئ.
لیکل ژبه نه ده بلکې له ژبې سره د کار کولو هغه قریحه ده چې په ما کې شته.
څوک د دې لپاره کار نه کوي چې روزي تر لاسه کړي، کله چې موږ کار کوو نور نو په ځان خبر نه يو. دا مساله مو آرامه کوي. څوک نه شي کولای چې تل يې خپل ځان ته پام وي، د کار په وخت کې سړی له ځانه بهر وي. لیکل له ځانه د وتو یوه لار ده. هر کار یوه تسخیرتیا لري او دا زما ژبه تسخیروي. خو دا مساله په څرګنده له ژبې سره نه، بلکې له ژوند سره سروکار لري. زه غواړم په خپلو کتابونو دا ووايم چې په ژوند کې څه راپېښېږي. ژبه یوازې یوه وسیله ده.
دا چې وایم لیکل مې له ځانه لرې کوي، په دې معنی ده چې تاسو هغه د ليکلو په وخت کې، خپل ځان نه احساسوئ. زه چې کله لیکل کوم، نپوهېږمه چې وخت څنګه تېرېږي.
په ادبیاتو کې تر هر څه زیات د جملو ښکلا راته اهمیت لري. که چېرته له یوه داسې کتاب سره مخ شم چې د لومړنیو مخونو ژبه يې پڅه، عبارتونه يې بې خوده او استعارې يې مبتذله وي؛ نور نه شمه کولای چې لوستلو ته يې دوام ورکړم. یوازې هغه کتاب ما خپل ځان ته ورکاږي چې جملې يې ځلېدونکې او زړه وړونکې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.