غزل

ګل رحمن رحمانی

232
څه ناپوهۍ، څه زلزلو، څه سېلابونو يوړو
وخت هم په څنګه ډول ډول عذابونو يوړو
د سپڅلتيا ارمان مو باد پورې تړلى و چې؛
لکه لمدې جامې شلېدلو تنابونو يوړو
د ګل وطن، اغزنو شپو کې ګوزاره نه کېده
د کوم خيالي جنت په تمه دريابونو يوړو
د يار د سپين مخ تلاوت ته مو وخت ونه مونده
په سلو لارو بې ارزښته کتابونو يوړو
يوه د زوال کيسه او بل د چا حسينې ګوتې
څه بې اختياره يې تر تاندو ګلابونو يوړو
رحماني جام د شهادت مو په قسمت کې نه و
دې خپلې تندې تر مرګونو سرابونو يوړو
١٤٠١، د وږي ٢مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.