په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي یو وخت ډوډۍ ته محتاج دي

307
2 ساعتونه مخکې

د خوړو نړیوال سازمان د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي له یوه وخت ډوډۍ نه وروسته د بل وخت ډوډۍ څنګه پیدا کړي.

د خوړو نړیوال سازمان د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي له یوه وخت ډوډۍ نه وfoروسته د بل وخت ډوډۍ څنګه پیدا کړي. نن د اوکتوبر ۱۶ مه د خوړو نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ داسې مهال په نړۍ کې لمانځل کیږي چې په افغانستان  کې میلیونونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او یو وخت ډوډۍ ته اړ دي.

د خوړو نړیوال سازمان  (ډبلیو اف پي) پر خپله ایکس پاڼي لیکلي دي: «د خوړو په نړیواله ورځ نړۍ ته یادونه کوو چې په افغانستان کې  ۱۵ میلیونه خلک نه پوهیږي چې بل وخت ډوډۍ به یې له کوم ځایه راځي.»

یاد سازمان په دغه هیواد کې وروستۍ زلزلې ته په اشارې سره ویلي دي چې د هرات زلزله یو بل جدي ناورین دی. دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې «افغانان سمدستي مرستو ته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي دي چې افغانستان د هغو لسو هيوادونو په کتار کې دی چې میلیونونه خلک یې  له “بېړنۍ لوږې” سره مخ دي په دې درجه بندۍ کې افغانستان له سوډان وروسته په دویم ځای کې دی.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.