د غڼې ځاله ناول

سمیع الله سعیدی

369
د ناول په ډ‌ولونو کې اجتماعي ناول نسبتا نورو ناولونو ته ښه تلوسه لري.
 ټولنیز ناول هغه دی چې د يوې يا بېلابېلو انساني ټولنو، ټولنپوهنيز مسايل په خپله لمن کې رانغاړي، لکه ځانګړي دودونه، طبقاتي توپيرونه، ټولنيزې ښېګڼې او بدګڼې او ……
د ټولنيز ناولونو له جملې مې دا ځل د غڼې ځاله ناول ولوست!
یاد ناول نصیراحمد(احمدي )يه ۱۴۰۰ه ش کال کې په ۱۷۲ مخونو کې ليکلی راټول کړی دی.
د دې ناول کیسه د لومړي شخص د لید له زاویی بیانیږي. په دې ډول زاویه کې د داستان اصلي کرکټر کيسه په خپله ژبه بیانوي او داستان دلومړي شخص یامتکلم له لیده بیانیږي.
د دې ناول بله ځانګړنه د پلاټ سمه جوړونه ده، پېښې يې په پرله پسې ډول او منظمې راوړل شوي دي.
ددې ناول تلوسه بې جوړې ده، لوستونکی تر پايه له ځانه سره ساتي.
د دې ناول منظر کشي په ډېر عالي او هنري انداز ويستل شوې ده. په دې ناول کې د ټولنیز ژوند منظرې زیاتې راغلې دي، لکه پارکونه، کورونه، نندارتونونه، سړکونه، کارخانې او ……..
په دې ناول کې د مرکزي کرکټر رول یوې کونډې ښځې  چې طاهره نومیږي، لوبولی دی.
کيسه يې په دې ډول ده:
زه شپږویشت کلنه وم چې کونډه شوم سړی مې زما تر مخ برق ونیوه یودم وپوړیده، سترګې یې رډې راوختې څو دقیقې همداسې بې حرکته کږه خوله پاتې و، کله چې يې ساه وخته سیم مې په کراره له برقه وایست.
په جنازه کې خپلو خپلوانو چیغې وهلې خوما اوښکه هم تویې نکړه، میاشت وروسته مې لیور راغی، لومړی یې قیمتۍ یادې کړې، زه پوهیدم چې هدف يې څه دی، په اخر کې یې وویل چې چاره نلرې باید زه او ته واده وکړو خوما انګار وکړ.
د میاشتې په اخر کې د کور دروازه ټک ټک شوه چې ومې کتل یو سپین ږیری ډنګر سړی ولاړ دی، ويې ویل چې دې کور مالګ دی او زیاته يې کړه چې میاشت پوره ده، خو ما ور څخه وخت وغوښت او په ډیر احترام یې وویل چې د هغې تېرې میاشتې کرایه هم درباندې پاتې ده، خو ده هم څه تمه لرله څه وخت وروسته د شپې می کور کمپنۍ ته یوړ داغریبه ښځه د کمپنۍ په بازار کې د خلکو بوتونه رنګوي، خلک ورته فاحشه، بدکاره وایي. دا یوه بټوه پیدا کوي دهغې بتوې سره ددې ژوند تغیر کوي.
د میمیزو په کارخانه کې کارکول، نندارتون کې کار کول، حتا تر لوړو مسوساتو رسیدل …….
نور مخته نه ځم چې د ناول تلوسه له منځه ځي.
دا ناول په څو څو ځله لوستلو ارزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.