ټپونه ،غمونه اوشعر

اکبر کرګر

294

څو ورځې ترمخه مې يو شعر په صفحاتو كي تر سترگو شو ، شعر مي په دقت ولوست . شعر يو لړ ورو ټكو ته زما پام راواړاوه ،سم لاسي يې راته دهنرونو دډولونو اوپه هغه كې دشعري هنر ديو امتياز خبره را مخې ته كړه چې دنماركي فيلسوف كيركگارد ورته په خپله يوه فلسفي رساله كې اشاره كړې ده . خو لومړي هغه شعر را مخي ته كوو شعر ديو مشهور شاعر سيد شاه سعود دى . چې په اوسنيو شاعراو كې يې نوم دژبو ورد دى خو ما خپله ليدلي نه دي . خو شعر يې كله نا كله لولم . شعرداسې دى .
زخم نه څنګه خوشحالي جوړیږي
___________________________
چې زړه زخمي شي صرف زړه خو نه وي
ورسره ستونی وچ شي سترګې سرې شي
مازغه هم سم ارې ارې ارې شي
سلګۍ روانې شي او سا ورانه شي
ورسره ګل مړ شي موسکا ورانه شي
نا امیدي خوره شي
د یو شاعر توله دنیا ورانه شي
هله غزل شي هله نظم شي ټپه شي زخم
رباب ته پورته شي سندره شي نغمه شي زخم
چې زمزمه شي زخم هله په هنر تمام شي
او د هنر نه خوشحالي جوړه شي
خلک راپاڅي په نڅا شي ورته
د مرګ نه بیرته زندګي جوړه شي – سید شاه سعود
***

كيركگارد په خپله يوه فلسفي رساله كې چې ”سيوري ډوله انځورونه“ نوميږي وايي :
له هغه مهاله چې ليسينگ په خپله مشهوره رساله كې چې لايو كوين دشعر اوهنر (تجسمي هنرونو ) ترمنځ پوله ترسيم كړه . له شك پرته منلي شو چې ښايست پيژندونكي په ټوله كې په دې سلا دي چې تجسمي هنرونه په بنسټيزه توگه له فضا سره سروكار لري اوشعر له زمان سره.هنر يو ډول سكون انځوروي ، اوشعر حركت ايجادوي . په همدي سبب دبصري هنرونو موضوع بايد دچوپ شفافيت اړينه وي ، چې دروني ډول يې وكړاى شي له خپل بيروني هغه سره تناظر پيدا كړي . .
كيركگارد وايي كه دلته مو يو مطلب روښانه كړ اونور مو دوام ور نه كړ نو دغم اوخوښۍ دنسبت په برخه كې په اسانۍ سره موندلي اوپوهېدلې شو چې خوښي اوخوشالي ډيره زياته ساده ده چې د غم په نسبت يې دتجسمي هنر په ژبه انځور كړو . لبته دا په هيڅ ډول دا مانا نه لري چې اخير به داسې ځاى يا نقطې ته رسيږو چې بايد د دننه اوبهر ترمنځ تضادونه ومومو . همدا خبره ده چې دغم انځورول دتجسمي هنر له پاره ناشونى دى . دا پخپله دغم له خصلت نه سرچينه اخلي .خوښي ،دطبع له مخې غواړي ځان را څرگندكړي. غم غواړي چې ځان پټ اوپه پرده كې وي اوپه رښتيا چې كله هم فريبكاره اودوكه مار كيږي . خوښي دمعاشرت سره رابطه لري ،دزړه دسترخوان خوروي اودزړه خبره كوي . غم ځان پټوي اوپه پرده كې ځان نغاړي .
غم چوپ وي يوازې وي اوهڅه كوي چې گوښه شي ، اوخپل درون ته ورستون شي . بې گمانه بي شكه چې يو وار دژوند په څرنگوالي كې تاءمل كوي . دهغه څه پر صحت چې موږ وويل دتاييد ټاپه وهي ،داسې كسان شته چې كله دخپلې طبع له مخې يې عواطف په جوش راځي وينه يې دبدن پوستكي ته را پورته كيږي اوله دې لاري يې خپل دروني حركت دهغه په څېره كې ځليږي .خو دنورو طبع بيا داسې وي چې وينه يې دننه وجود كې كښته كيږي اودزړه دننه اودتن دروني اجزا وو ته ورستنيږي . داسې دغم اوخوشالې يو حالت رامنځ ته كيږي . كه لومړۍ ډله د دويمي ډلې دطبع په نسبت ساده توصيف كړو ، دلومړي په باب سړي دروني ځليدني ويني چې دروني حركت بهر كې را ښكاره كيږي .
په هر حال په اوسني زمان كې دپښتو ټپه ، شعر ،سندره غزل اوترانه موسيقى اوهر څه چې دبصري هنر يا دشعر په اارابو پر مخ ځى په واقعيت كې داوسني غم جن اوپه غم لړلي نسل دعاطفي اواحساس اوزخمونو اوټپونو اواز دى .
انسان خپل پټ احساسات او اشارات د دروني حركت په باب دمخ يا څېرې رنگ الوتلو په ډول تعبير كوي چې گويا له درون سره مخه ښه ده . تخيل اوتفكر دهغه پسې چې تښتېدلي دى اوليري كيږي يعني هغه څه چې په ژورو اوپه پټو كونجونو كې پټيږي ، په مشخص ډول دهغه ډول خپگان سره مصداق لري .
دكيركگارد په قول : غميزه دتجسمي هنر په ژبه نه شو انځورولي دا ځكه چې دبهر اود ننه ترمنځ توازن له منځه تللي دي. په دې اساس غم دفضا يي مقولو په دننه كې ځاى نه نيسي .له يوه پلوه هم نه شو كولي دروني ارام اوقرار نه لري .
په پاى كې ديو بل ټپي شاعت كاوون توفاني يو شعر را اخلو . . د ف ب په مخونو كې اوږدې ليكني چاته ښې نه بريښي نو ځكه يې په همدې شعر پاىى ته رسوو . كاوون ديو درد اويو ټپ كيسه كوي .
د «دوناو» پر شنو کڅونو
لکه سيوری ټپـرېږم، د ښيښو د ښار کوڅو کې
يـو غمی رانه ورک شوی، لټوم يې پـه ايـرو کې
د «دوناو» پر شنو کڅونو، تورې لړې را خورې شوې
ونـو تـور ټيـکری پر سر کړ، د غـروب تـورو شيبو کې
د سپېرې دښتې غاټول و، په څيله کې ټوکېدلی
له گلدانه بېگانه و، روږدی نه شو په ښيښو کې
لـکـه ســيـوری د گلـپاڼـو، د اغـزو پـر څــوکـو پـروت و
د خاموشې شمعې دود شو، په خاموشو هديرو کې
د اشـراق په مـيو مست و، لـه غــربـي غــربـته ستړی
د سکون ساحل يې خپل کړ، د رڼو ستورو شغلو کې
هـر سـهـر ورپـسې پـَلـم، هـر مــاښـام ورپـسې ژاړم
نه يې غږ ستړو وږمو کې، نه يې زوَږ د سين څپو کې
د سپېڅلې مينې ياد يې، د خپل زړه ماڼۍ کې ساتم
د خـوږو سترگـو تـصويـر يـې، گـرځومه په لـېـمو کې.
وين ـ اتريش كاوون توفاني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.